اردوغان؛ د ترکي ملت پرلپسې انتخاب!
زه اردوغان ګورم، هغه خپل ملت ته تر برياليتوب وروسته وينا کوي، ډېر ستومانه معلومېږي او اواز يې ناست دی. دا هغه اردوغان دی چې خپل مقابل مد ته يې اوازونه سخت درانه وي، هغه چې کله له خپلو سيالانو سره ودرېږي نو تل تر سيال په لوړ موقف کې وي، د هر کبر ځواب په غرور ورکوي، هغه چې کله په لومړي ځل د اسرائيل ولسمشر شېمون پېرېز ته د فلسطيني کوچنيانو د قاتل په توګه خطاب کاوه او اواز يې په وار وار جيګېده دا د ترکيې د لومړيو سياسي جرائتونو پړاو وو، وروسته چې هغه له اسرائيلو سره د ترکيې اړيکې تر ټولو ښکته کچې ته ورسولې، د غزې، ټول فلسطين او اقصی قضيه يې مخته وړله نو په دې ټول کشمکش کې يې د امت ننګيالۍ استازولي کوله... اردوغان چې په کوم سترتوب له اروپايي او غربي سيالانو سره تقابل کوي دا هر څه د يوه عثماني سلطان د جلال شان دی، خو همدا اردوغان نن خپل ملت ته په ډېر ټيټ اواز او ادب خبرې کوي، مېزونه نه دربوي او په جيګ غږ او غرور نه غږېږي او همدا د ملي رهبرانو خاصه وي.
د ترکانو د رهبر په مقابل کې عربي رهبران وګورئ، هغوی تل له خپلو ملتونو ويريږي، هغوی تل خپل ملت په سياسي او ټولنيز ډول محروم ساتي، په پرېکړو او سياستونو کې يې نه شريکوي، سخت د بادارۍ چلند ورسره کوي، تل ورته په تهديد او غرور خبرې کوي، په سوليزو مظاهرو او لاريونونو کې يې وژني، له خپل ملت سره په جنګ دي، او په دې جنګ کې د نړيوالو او ګاونډيو ملکونو په ټانکونو او جيټانو خپل ملت وژني، نو همدا د اردوغان او عربي ديکتاتورانو مقايسه ده.
ريښتينې ټاکنې!
اردوغان د ټاکنو په ريښتيني رقابت کې واک ګټي، هغه تل د ۵۰ او ۶۰ فيصدو په منځ کې د رايو په اکثريت مشرۍ ته رسېږي، اساسي قانون کې يې تعديلات هم په همدغسې فيصدۍ رامنځته کړل، او دا ځکه چې هغه دروغجن نه دی او ديکتاتور نه دی، هغه د ملت په ريښتينو رايو پرېکړه کوي، خو په عربي استبدادونو کې عربي مشران هيڅکله نه خوښوي چې ريښتينې ټاکنې وشي، تل د تزوير ټاکنې کوي، داسې چې يوازې د پوځ استازی په کې نوماند وي او د ټول ملت ډېر کم وګړي د ټاکنو مرکزونو ته ځي او بيا د ټاکنو په پای کې اعلان وکړي چې ستر مشر په ۹۹ فيصدو ولسمشرۍ ته بريالی شو!
د غربي او عربي رسنيو تبليغات!
دا څو مياشتې مسلسل غربي او عربي نړۍ د اردوغان پر ضد بد تبليغات کول، د عامه ذهنيت د اړولو په خاطر يې داسې سروې ګانې تر سره کولې چې په ترڅ کې يې اردوغان بايلونکی او په ملت کې د نامحبوب مشر په توګه څرګنداوه، هغوی تل د کودتا په وړاندې د اردوغان قوي دريځ پر ديکتاتورۍ تعبير کړی، دا همغه غربي او عربي استبداد دی چې د مرسي په وړاندې يې د نظامي کودتا منافق ملاتړ کړی، اصلاً دوی د اردوغان په وړاندې هم ورته کودتا تبني او حمايه کوله، د دې پر ځای چې دوی د کودتا پر ضد د اردوغان او ترک ملت مردانه وار او میداني مقاومت حمايه کړي، دوی د کودتا د عناصرو ملاتړ کوي! په همدې منظر کې د دوی ټولو رسنيو د بي بي سي، سي ان ان، امريکا غږ، سکای نيوز او ايم بي سي په شمول عربي رسنيزو کانالونو د اردوغان پر ضد خپرونې وکړې، خو د دې ټولو په مقابل کې ملت خپله پرېکړه وکړه او اردوغان او د عدالت او پراختيا ګوند يې د راتلونکي لپاره بيا غوره کړل.
اردوغان؛ راتلونکې ننګونې!
اردوغان بيا پر مقام ودرېد او هغه به ترکيه د خپلو ارمانونو لوړې څوکې ته ورسوي، ترکيه به يوه داسې پېړۍ تکميلوي چې پيل يې اتاترک او پای يې اردوغان دی، اردوغان به بلې ترکي پېړۍ ته په تدريجي ارزښتي تغيرونو ادامه ورکوي، هغه به د پوځ د کودتاګانو سلسله د تل لپاره وتړي.
خو اردوغان ته په راتلونکو پنځو کلونو کې درې ډېرې لويې ننګونې هم شته:
لومړی د ترکي اقتصاد مخ په ځوړي حالت، دويم په امنيتي لحاظ د ترکيې ثبات ته پاملرنه او دريم دا چې د اردوغان تر کارېزماټيک شخصيت وروسته د عدالت او پراختيا ګوند مناسبه رهبري او په راتلونکي ټاکنو کې د دغه ګوند موقعيت.
که په راتلونکو پنځو کلونو کې د هغو لويو اقتصادي پروژو سره په څنګ کې چې د اردوغان په مشرۍ کې يا تر سره شوي او يا په جريان کې دي دغه پورته ننګونو ته سټراټيژيکه پاملرنه وشي او له همدې پيله ورته دقيق کار وشي نو د رهبرانو ځانګړنه همدا ده چې ننګونې پر فرصتونو واړوي.
