غزل – پير محمد کاروان
موسم بې مینې دی په موسکو اننګو پسې مرو
د خدای محروم یو په هوا او په اوبو پسې مرو
د بې کسۍ اوښکې یې بیا اوږده باڼه لمدوي
اخ په باران اخ د غنمو په لشو پسې مرو
غربت په مخه کې دیوال دیوال ولاړ دی راته
د زیړي لمر سپینې سپوږمۍ په پلوشو پسې مرو
د وخت له تبر نه خوندي د نجونو لېچې دې وي
نه یې په شرنګ پسې مرو نه یې په بنګړو پسې مرو
خویندو یې وې چې د ورور ناوې ته ځونډي جوړوو
خو چې لونګ په کې پاسته کړو په شیدو پسې مرو
په درست بشر مو زړه سوځېږي خدایه خیر کړې ورته
ډېر کړېدلي دي چې ډېر په پښتنو پسې مرو
یوې خو وې کاروانه توري دې شه بلې ډیوې
په خپل غزل مو رغوه ستا په نغمو پسې مرو
۲۷ جوزا ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
