خو چې ته مې ولیدلې
ماشومتوب و، پاچهي وه
کوټنۍ مې جوړولې
ناوکۍ مې په کې ځان ته ودولې
افسانې مې اورېدلې
پاچهۍ مې جوړولې ورانولې
ښاپېرۍ مې له ښیښو نه را ویستلې
شهزادګۍ مې له دیوانو تښتولې
معشوقې مې په خوبونو کې لېدلي
چې را ویښ به شوم له خوبه
د خیالونو په پنسل مې رسمولې
دغه درستې به په ما مینېدلې
چې په تله د ورېښمو مې تللې
بس پوره په تول اووه ګله ختلې
څه وړې ماشومې هیلې
مې په ټال کې زنګولې
په سندرو مې ستایلې
په للو مې ویدولې
دا ماڼۍ د تصور مې
تر آسمانه غځېدلې
په دې هره یوه ماڼۍ کې
زما ناسته معشوقه وه
چې وه هره یوه جوړه
له ګلابو له نرګسو
له وږمو نه د سنځلې
له نغمو نه د بلبلې
یوه هم بدرنګه نه وه
وې له ښکلو نه هم ښکلې
خو چې ته مې ولیدلې
راته لږ و موسېدلې
خپلې درستې معشوقې مې
دا ستا وینځې و بللې
۲۶ جوزا ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
