غزل – پير محمد کاروان
په خپلو زړونو کې له غمه ننوتي خلک
د خوشحالۍ اوښکې یې کړې چې وي را وتي خلک
یا خدایه لویې لویې ونې او ګلونه یې کړې
د ژوند په باغ کې لکه زړي را پرېوتي خلک
څه معجزه وکړې خاونده چې په مینه واوړي
ددې وطن دي له یو بل سره نښتي خلک
شپه ده دا هره یوه ګوته یې کړې بله شمع
په څلورلاري کې حیران ولاړ شل ګوتي خلک
جهل بوجهل په تیاره کوهي کې بند ساتلي
د ښکلي نُور په وزر ولرې الوتي خلک
یو بل ته لاس په لاس د یو ملت کړۍ جوړوي
د ځانځانۍ له زنځیرونو نه اَرَتي خلک
غزل د مینې شي، باور د توري توري تر منځ
کاروانه کاش چې وي یو بل ته غاړه وتي خلک
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
