غزل
سر یې لګي په ږلیو په عذاب دی
په ازغو کې روان پښې یبلې ګلاب دی
د لوستونکو سترګې ډکې دي له شګو
طوفان څیري د خوږې مینې کتاب دی
عجیبه ده چې نفاق یې عقیده ده
هغه کس دلته ښاغلی او جناب دی
خدای دې نه کاندي چې وچ شي چې تمام شي
په لښتیو یې وېشلی دا دریاب دی
دا د وسپنې پیل وله ابابیله
ابرهه د جنګ یې سپور پښه په رکاب دی
د افغان وطن لاس ته و نیسې ربه
چې محتاج د امریکې او د پنجاب دی
بلبل زړه دې په ګلونو کې کاروانه
چې د مینې ترانې بولي ثواب دی
۱۸ سنبله ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
