د جعفر هاند لیکنی
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي نن له متحدو عرب اماراتو څخه سريلانکا ته روانېږي
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي نن له متحدو عرب اماراتو څخه سري لانکا ته روانېږي، په خیر. دوی هلته له کوربه هېواد سره درې یوه ورځنۍ لوبې لري چې د «سوپر لیګ» سیالۍ بلل کېږي. دا د ۲۰۲۳ کال یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام ته د مستقيم ورتګ پړاو دی.
دیارلس هېوادونه له تېرکال راپدیخوا په سوپر لیګ کې له یو بل سره سیالي کوي او دا یې وروستۍ درجه بندي ده چې افغانستان په کې په اووم مقام دی.
د دغو هېوادونو له ډلې څخه به یې د سر اته لوبډلې مستقیم نړیوال جام ځي.
د دغو لوبو هر بری ۱۰ نومرې لري، مساوي، لغوه کېدل او بې نتیجې پاتې کېدل یې پنځه نومرې لري.
افغانستان تقریبآ خپلې نیمايي لوبې کړي...
نور ولوله
د فوټبال نړیوال جام،؛ قطر، سافټ دپلوماسي او ملتپالنه
د را روانې یکشنبې په ورځ (نومبر۲۰) په قطر کې د فوټبال نړیوال جام لوبې پیلیږي چې ۳۲ لوبډلې به په کې له یو بل سره سیالۍ کوي.
ټولې شاوخوا ۶۴ لوبې به په اوو میدانونو او یوه میاشت کېږي؛ برازیل، ارجنټاین، جرمني، فرانسه، انګلنډ، هسپانیا، پرتګال او هالنډ هغه لوبډلې یادېږي چې ممکن منځلوبو ته ووځي. زما د خوښې لوبډلې په ترتیب سره: برازیل، ارجنټاین او پرتګال دي. نیمار، میسي او رونالډو.
اقتصادي اړخ
د عربین بزنس او سپورټیکو ویپاڼو د معلوماتو په اساس، د فوټبال نړیوال فدراسیون به د اټکل له مخې په دغه نړیوال جام کې شاوخوا ۵.۴ میلیارد عواید ولري.
د قطر حکومت چې د دغو سیالیو د کوربتوب ترلاسه کولو او تاسیساتو په رغولو کې میلیا...
نور ولوله
د کوین پېټرسن کتاب د ده د ژوند، له دې سره د کرکټ بورډ تبعیضي چلند
د انګلنډ پخواني کپتان کوین پیټرسن په خپل کتاب (کې پي) کې په یو ځای کې لیکلي دي: ټول عمر مې د انګلنډ لپاره کرکټ وکړ خو په ژوند کې مې ډېر څه بدل نشول، مګر په آی پي ال کې چې په یو سیزن کې ولوبېدم، ژوند مې بدل شو.....
د کوین پېټرسن کتاب د ده د ژوند، په انګلنډ کې د کرکټ او له ده سره د انګلنډ د کرکټ بورډ د ځینو مسولینو د تبعیضي چلند او ډېرو نورو مسائیلو په اړه بحث کوي. کوین پیټرسن په جنوبي افريقا کې زېږېدلی خو د انګلنډ لپاره یې کرکټ کړی دی، هغه په خپل کتاب کې په ښکاره دا خبره کړې ده چې دا یې لویه تېروتنه وه چې د انګلنډ لپاره یې کرکټ پیل کړ. کوین د خپل وخت بهترین توپ وهونکی و، زموږ محمد نبي ته همده د «ولسمشر» نوم ورکړی دی....
په هر حال، چې...
نور ولوله
د کرکټ نړیوال شل اوریز کپ به کومه لوبډله ګټي؟
د ۲۰۲۲ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر په ۱۶ نېټه پیلېږي. د افغانستان په ګډون ۱۶ لوبډلې په کې دي. د کرکټ د نړیوالې شورا د لومړۍ، دویمې او درېیمې درجې هېوادونه په کې لوبېږي، په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ځکه ډېرو لوبډلو ته چانس ورکول کېږي چې کرکټ لا دود شي او د نړۍ ډېرو برخو ته ورسېږي.
کومه لوبډله د دغه نړیوال جام د ګټلو ډېر چانس لري. زه خپل نظر دلته لیکم او ممکن ستاسو نظر بل ډول وي.
زه فکر کوم چې استرالیا، هند، انګلنډ او سري لانکا به د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته وځي او له دوی څخه به یې یوه لوبډله نړیوال جام ګټي. دغو څلور واړو لوبډلو نړیوال جامونه ګټلي او د لویو سیالیو د ګټلو وړتیا لري.
استرالیا
استرالیا د تېرکال ...
نور ولوله
افغانستان د ۲۰۲۲ د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل
افغانستان د ۲۰۲۲ د کرکټ نړیوال کپ سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل. د اسیا کپ د سکواډ درې لوبغاړي حشمت شهیدي, کریم جنت او سمیع شینواری په کې نشته او په ځای یې یې دروېش رسولي, سلیم ساپی او قیس احمد راوستل شوي. بس ټول د افغانستان لوبغاړي دي او موږ به یې د بري دوعاوې کوو. سکواډ کې دروېش شته او په دې هیله چې د لوبو چانس ورکړل شي. مډل اردر لوبغاړی دی او سخت ضرورت دی ورته. سلیم ساپی هم ځوان تېز توپ اچوونکی دی او قیس احمد خو استرالیا کې د بګ بش سیالیو د لوبو ډېرې تجربې لري. دا نور لوبغاړي خو اسیا کپ کې ولوبېدل او ټولو ولیدل, رب دې یې بریالي لري.
...
نور ولوله
د نړيوال جام 2022 افغانستان باید څه ډول سکواډ ولري؟
بله میاشت د ۲۰۲۲ د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لوبې پیلېږي، افغانستان هم په کې دی. دا لوبې په استرالیا کې دي چې پچونه یې باونسي او ګراسي دي. مطلب د سترګې پټې کړه او بېټ لېګ ته تاوه کړه پچونه نه دي.....افغانستان باید څه ډول سکواډ ولري؟ په اسیا کپ کې یې چې بېټېنګ لره، هېڅ د منلو نه دي، هېڅ....
د اسیا کپ تر سیالیو مخکې مې د کرکټ د چارو له مبصر نجیب الله شینواري صیب سره خبرې کولې. په لوبډلو غږېدو او ورته مې وویل چې خلک خو د هند او پاکستان یادونه کوي، خو د سري لانکا لوبډله له ټولو هېره ده. د دوی لوبډله ځوانه، متوازنه، با انرژي او مستعده لوبډله او دوی چې د لوبډلې د تغیر او ښې کولو کوم بهیر پیل کړی و، اوس یې ثمره ویني. دوی به اسیا کپ هم ګټي.....
سري...
نور ولوله
د اسیا کپ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده
د اسیا کپ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده. تر دې دمه په دغو سیالیو کې تر ټولو جالبه او په زړه پورې لوبه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه وه. په ګروپي لوبو کې د سري لانکا او بنګله دېش څخه د لوبو ګټل عالي وو. ښې لوبې یې وکړې. د اسیا کپ له سیالیو څخه که دوه ښه خبرونه ولرو، هغه د فضل حق فاروقي او ابراهیم ځدراڼ لوبې، وړتیا او استعدادونه وو. دوی د افغانستان ښکلي استعدادونه او اینده ستوري دي. بېشکه چې دا ډول نور هم شته، خو چې چانس ورکړل شي او باور پرې وشي.
افغانستان پرون هم لوبه وکړه او نن یې هم، د ماتې فشار، ذهني او فزیکي ستړیا د لوبغاړو په مخونو کې څرګند وو. هند ته مو په لوی توپیر وبایلله.
له پاکستان سره تر لوبه وروسته د پاکستان د مش...
نور ولوله
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه
د افغانستان تېرو دریو لوبو ته په کتو افغان لوبغاړو په اسیا کپ کې تر دې دمه ښه ځلېدلي او ښې لوبې کړي دي، خو سبانۍ لوبه یې مهمه ده:
-دا لوبه که وګټي، پایلوبې ته یې د وتلو هیلې نورې هم زیاتېږي.
-افغانستان تر دې دمه د اسیا او نړیوالې شورا په سترو ټورنمنټونو او رسمي لوبو کې پاکستان نه دی مات کړی، خو له پاکستان سره یې فوق العاده لوبې کړي دي. په دې هیله چې دا ځل دا طلسم مات شي.
-د افغانستان او پاکستان تېرو او اوسنيو سیاسي اړیکو ته په کتو د افغان کرکټ اکثریت مینه وال غواړي چې افغانستان پاکستان مات کړي. البته «سیاست او لوبه» یو جلا بحث دی، پرې ن...
نور ولوله
د افغان لوبغاړو د مخونو دا تاثرات د دوی د خپګان پیغام هم انتقالولای شي
د افغان لوبغاړو د مخونو دا تاثرات د دوی د خپګان پیغام هم انتقالولای شي. اصلي خبره دا ده چې د یو هېواد هېڅ ملي لوبغاړی نغواړي چې قصدآ یې د یوې وړې او یا لویې تېروتنې له کبله هېواد لوبه وبایلي. دوی هم انسانان دي, تېروتنې به کوي او له هرې تېروتنې به زده کړې کوي. دوی په سختو او تر ټولو بدو شرایطو کې د افغانستان ملي بیرغ رپولی, لوبې یې ګټلې او په داسې یو وخت کې چې ټولې نړۍ افغانستان ته شا اړولې ده, دوی نړۍ ته د افغانستان او افغانانو پیغام رسولی دی. لوبې به ګټو او لوبې به بایلو, په هر حال کې به موږ د دغو ځوانانو ننګه کوو او تشویق کوو به يې چې تر پرون نن ښه لوبه وکړي او تر نن سبا لا ښه شي. هو, رغوونکی انتقاد به هم کوو او نظر به هم پرې ورکوو, خو ځان ته دا حق نه ورکوو چې د دوی په شخصیت باندې لفظي برید وکړو, تحقیر او و...
نور ولوله
د افغانستان د کرکټ د یو مینه وال په توګه یې پوښتم
۱. ولې د اسیا کپ غوندې مهم تورنمنټ کې د افغانستان کرکټ ټیم کې یوازې څلور عمده بیتسمینان لوبېږي: حضرت, ګربز, ابراهیم او نجیب؟ حال دا چې پاکستان, هند او نور تر پنځو او شپږو کم بیتسمینان نه لوبوي.
۱. ولې کریم جنت په ټیم کې شته خو نه بالینګ پرې کوي او نه هم بېټېنګ؟
ولې سمیع شینواری دوه کاله وروسته مخامخ نړیوالې لوبې ته راوستل شو خو نه یې بیټینګ پرې وکړ او نه بالینګ؟
ولې حشمت او عثمان, چې عمده بیتسمینان دي, قرار کینول شوي؟
له سري لانکا سره لوبې کې چې کله نجیب اوټ شو, نور هېڅ عمده بیتسمین نه و چې کیسه تر اخره ښه ورسوي؟
سمه ده جې ګټه او بایلات د یوې سکې دوه مخونه دي, خو ولې داسې؟ زما خو هېڅ سر نه پرې خلاصیږي...
نور ولوله
د شنبې په ورځ په اماراتو کې د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي
افغانستان د بنګله دېش او سري لانکا سره مخامخ دی. دا ځل دا سیالۍ د ۲۰ اورونو دي، ځکه چې را روان نړیوال جام د شلو اورونو دی او دا به ورته ښه تیاری وي.
افغانستان تازه له ایرلنډ سره شل اوریزې لوبې وکړې، د پنځو لوبو لړۍ یې ۳-۲ وبایللې. په دې حساب د لوبغاړو مورال به څه ناڅه کمزوری وي، خو هوډ یې غښتلی ښکاري. له ایرلنډ سره سیالیو کې د افغانستان توپوهنه ښه نه وه، نه یې ټاپ ارډر او نه یې هم مډل ارډر. خو د اماراتو پچونو او میدانونو کې افغان لوبغاړو ډېرې لوبې کړي، ممکن ښه ولوبېږي. د افغانستان ټوله تکیه به بیا هم په توپ اچوونکو وي. شايد له بنګله دېش څخه یې وګټي. افغانستان او بنګله دېش برابر ټیمونه بلل کېدای شي.
هند او پاکستان د دغو سیالیو قوي لوبډلې بلل کېږي او وړاندوی...
نور ولوله
د شپږیزې لیګ سیالۍ ختمې شوې
د شپږیزې لیګ سیالۍ ختمې شوې. سپین غر اتلولي وګټله، لوبغاړو او مینه والو ته یې مبارک و
په عمومي ډول څو ورځې د کرکټ مینه والو ته د تفریح، لوبغاړو ته د سیالیو، سوداګرو ته د بازار موندنې او بورډ ته د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره شوې وه.
په حساس وخت کې د داسې لوبو کول هم لوبغاړو، هم کرکټ او هم کرکټ بورډ ته مهم وو. افغان لوبډله څو ورځې وروسته له ایرلنډ سره پنځه شل اوریزې لوبې پیلوي او دا لیګ لوبغاړو ته ښه تمرین او امادګي وه.
په لیګ کې د ملي لوبدلې اکثریت لوبغاړي ولوبېدل چې نوي ځوانان به یې له تجربو ښه استفاده کړې وي. خو د راشد، مجیب او نوین غیابت محسوس و.
د داخلي روزونکو، لوبڅارانو او نور داخلي پرسونل موجو...
نور ولوله
