No-IMG

د افغان لوبغاړو د مخونو دا تاثرات د دوی د خپګان پیغام هم انتقالولای شي

د افغان لوبغاړو د مخونو دا تاثرات د دوی د خپګان پیغام هم انتقالولای شي. اصلي خبره دا ده چې د یو هېواد هېڅ ملي لوبغاړی نغواړي چې قصدآ یې د یوې وړې او یا لویې تېروتنې له کبله هېواد لوبه وبایلي. دوی هم انسانان دي, تېروتنې به کوي او له هرې تېروتنې به زده کړې کوي. دوی په سختو او تر ټولو بدو شرایطو کې د افغانستان ملي بیرغ رپولی, لوبې یې ګټلې او په داسې یو وخت کې چې ټولې نړۍ افغانستان ته شا اړولې ده, دوی  نړۍ ته  د افغانستان او افغانانو پیغام رسولی دی. لوبې به ګټو او لوبې به بایلو, په هر حال کې به موږ د دغو ځوانانو ننګه کوو او تشویق کوو به يې چې تر پرون نن ښه لوبه وکړي او تر نن سبا لا ښه شي. هو, رغوونکی انتقاد به هم کوو او نظر به هم پرې ورکوو, خو ځان ته دا حق نه ورکوو چې د دوی په شخصیت باندې لفظي برید وکړو, تحقیر او ویې غندو. دوی به په نړیوالو میدانونو کې او د نړیوالو رقیبانو په وړاندې هم یوازې نه پرېږدو. ان شاء الله چې دوی به هم موږ بیا نه خپه کوي.

د افغانستان د بري په هیله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک