د افغانستان د کرکټ د یو مینه وال په توګه یې پوښتم
۱. ولې د اسیا کپ غوندې مهم تورنمنټ کې د افغانستان کرکټ ټیم کې یوازې څلور عمده بیتسمینان لوبېږي: حضرت, ګربز, ابراهیم او نجیب؟ حال دا چې پاکستان, هند او نور تر پنځو او شپږو کم بیتسمینان نه لوبوي.
۱. ولې کریم جنت په ټیم کې شته خو نه بالینګ پرې کوي او نه هم بېټېنګ؟
ولې سمیع شینواری دوه کاله وروسته مخامخ نړیوالې لوبې ته راوستل شو خو نه یې بیټینګ پرې وکړ او نه بالینګ؟
ولې حشمت او عثمان, چې عمده بیتسمینان دي, قرار کینول شوي؟
له سري لانکا سره لوبې کې چې کله نجیب اوټ شو, نور هېڅ عمده بیتسمین نه و چې کیسه تر اخره ښه ورسوي؟
سمه ده جې ګټه او بایلات د یوې سکې دوه مخونه دي, خو ولې داسې؟ زما خو هېڅ سر نه پرې خلاصیږي.
سري لانكا له افغانستان څخه د کرکټ لوبه وګټله. افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او تر وروستۍ شېبې یې مقابله او مبارزه وکړه. دویم انینګز کې پچ د بیټېنګ لپاره ډېر مساعد و، زموږ د سپن بالرانو توپ ډېر کم تاویده، ټاس مهم رول ولوبوه.
هدف ښه ټاکل شوی و. د نورو علتونو تر څنګ د دغې ماتې درې عمده علتونه ډېر ښکاره وو:
۱. د کریم جنت او سمع شینواري له لوري د دوو کیچونو غورځولو د افغانستان د ماتې لپاره لاره ډېره هواره کړه
۲. کمزوری فیلډینګ چې د بالرانو ملا یې ونه تړله
او افغانستان په وروستیو پنځو اورونو کې ډېرې منډې ونشوې کړای، یوازې ۳۷ منډې یې وکړې، علت یې دا و چې څلور عمده بیتسمیان یې اوټ شول، بل کوم داسې عمده بیتسمین نه و چې د ګربز له لوري ښه پیل ته ښه پای کېږدي.......
