د اسیا کپ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده
د اسیا کپ په نړیوالو لوبو کې د افغانستان سفر پای ته ورسېده. تر دې دمه په دغو سیالیو کې تر ټولو جالبه او په زړه پورې لوبه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه وه. په ګروپي لوبو کې د سري لانکا او بنګله دېش څخه د لوبو ګټل عالي وو. ښې لوبې یې وکړې. د اسیا کپ له سیالیو څخه که دوه ښه خبرونه ولرو، هغه د فضل حق فاروقي او ابراهیم ځدراڼ لوبې، وړتیا او استعدادونه وو. دوی د افغانستان ښکلي استعدادونه او اینده ستوري دي. بېشکه چې دا ډول نور هم شته، خو چې چانس ورکړل شي او باور پرې وشي.
افغانستان پرون هم لوبه وکړه او نن یې هم، د ماتې فشار، ذهني او فزیکي ستړیا د لوبغاړو په مخونو کې څرګند وو. هند ته مو په لوی توپیر وبایلله.
له پاکستان سره تر لوبه وروسته د پاکستان د مشهورو خبریالانو، لوبغاړو او کرکټ مینه والو عکس العملونه، تحقیر، سپکاوي او پیغورونه مې چې ولیدل هک حیران شوم.له ولسمشر څخه یې نیولې تر ولسکشره پورې یې ټولو د دې بري مبارکي ویلې وه. ماته داسې ښکارېدله ته وا پاکستان په یو وار دوه نړیوال جامونه ګټلي دي. د دوی د دا ډول غبرګون ډېر دلایل دي، بل وخت به پرې وغږېږو.
افغانستان په اسیا کپ کې په داسې بڼې لوبې پیل کړې چې ټولو سره دا فکر پیدا شو چې اسیا کپ به ګټي، خو پای یې ښه نه و.
له دغو سیالیو څخه افغان کرکټ لوبغاړي او روزونکي که څه زده کړل یا نه، خو موږ ته دا معلومه شوه چې افغان کرکټ کې ښه استعدادونه شته او د اسیا کپ په سیالیو کې په هر دلیل چې و چانس ورنکړل شو.
دا هم را معلومه شوه چې افغان کرکټ کې هېڅوک د افغانانو او خپلو مینه والو رغوونکو او سالمو انتقادونو ته غوږ نه نیسي.
دا هم رامعلومه شوه چې افغان لوبډلې غوښتل چې په څلورو توپ وهونکو پاکستان او هند ته ماتې ورکړي او اسیا کپ وګټي.
په دې هم تر اخره پوه نشوم چې د عظمت عمرزي او کریم جنت اصلي دنده څه وه او ولې تر وروستیو لوبو پورې چانسونه ورکړل شول.
ولې د حضرت الله ځاځي د خرابط لوبو سره سره بیا هم مسلسل ولوبول شو؟
ولې عثمان غني او حشمت الله شهیدي همداسې تري تم وساتل شول؟
ولې سمع الله شینواری یوې لوبې ته راوستل شو، نه بېټېنګ پرې وشو او نه هم بالینګ؟بیا پسې تری تم شو.
دا اسیا کپ د افغانستان لپاره یو ښه تمرین و چې نړیوال جام ته لوبدله وټاکي، خو دوی هېڅ داسې نه ښکارېدل چې نړیوال جام ته هم امادګي نیسي که نه؟
