No-IMG

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبه

د افغانستان تېرو دریو لوبو ته په کتو افغان لوبغاړو په اسیا کپ کې تر دې دمه ښه ځلېدلي او ښې لوبې کړي دي، خو سبانۍ لوبه یې مهمه ده:

-دا لوبه که وګټي، پایلوبې ته یې د وتلو هیلې نورې هم زیاتېږي.

-افغانستان تر دې دمه د اسیا او نړیوالې شورا په سترو ټورنمنټونو او رسمي لوبو کې پاکستان نه دی مات کړی، خو له پاکستان سره یې فوق العاده لوبې کړي دي. په دې هیله چې دا ځل دا طلسم مات شي.

-د افغانستان او پاکستان تېرو او اوسنيو سیاسي اړیکو ته په کتو د افغان کرکټ اکثریت مینه وال غواړي چې افغانستان پاکستان مات کړي.‌ البته «سیاست او لوبه» یو جلا بحث دی، پرې نه غږېږم. ما په ټولنیزو رسنیو کې ولوستل چې ځینو افغان کرکټ مینه والو خو دا هم لیکلي وو چې پاکستان ته ماتې ورکول، موږ ته د نړیوال جام د ګټلو په مانا دي.

-پاکستان په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې په وروستي اور کې له افغانستان څخه لوبې ګټلې دي، مطلب د دواړو لوبډلو ترمنځ لوی توپیر ممکن همدغه یو اور وي چې باید او شاید افغان کرکټ روزونکي او لوبغاړي د دغه یو اور فاصله نوره لنډه کړي.

-افغان کرکټ باید ثابته کړي چې په سیمه او نړۍ کې قوي لوبډلو ته هم ماتې ورکولای شي.

قوي او کمزوري ټکي

پاکستان د بېټېنګ اوبالینګ له پلوه یو متوازن ټیم لري.‌ ټاپ ارډر، مډل ارډو او لو ارډر ټول یې تر دې دمه ښه ځلېدلي دي. د پاکستان ټاپ ارډر توپ وهونکي ورو او سپن توپ اچوونکي ښه نشي لوبولای او درې کیڼ لاسي توپ وهونکي هم لري.

د پاکستان بالینګ هم قوي دی، د دوی تېز اټکېنګ بالینګ په اسیا او که ووایم ښايي په نړۍ کې د اوس لپاره بیساري وي. د هر بالر د بال سرعت یې تر ۱۴۰ ورپورته دی. افغان توپ وهونکي له شک پرته چې له دې پلوه به له ستونزو سره مخامخ وي، خو که د روزونکیو له لوري ورکړل شوی پلان عملي کړي، ممکن ډېر مشکل سره مخامخ نشي.

د پاکستان فیلډینګ هم ښه دی او مهمه دا چې له خپل سر سخت رقیب هند څخه یې تازه لوبه ګټلې او مورال یې هم لوړ دی.

د افغانستان قوت بالینګ دي. د نړۍ ټاپ سپن بالران ورسره دي او راشد خان په شل اوریزو لوبو کې  بابر اعظم ډېر اوټ کړی دی. د بالینګ په برخه کې که افغانستان سرپرایز پکیچ ورکول غواړي، ځوان لوبغاړی لکڼوال ښه بدیل کېدای شي. پاکستاني توپ وهونکي له ورو توپ‌ اچوونکیو سره ستونزه لري او درې کیڼ لاسي توپ وهونکي هم لري.

افغانستان په بېټېنګ کې کمزوری دی. باید یو بل عمده بیتسمین ور زیات شي. ګربز،‌ ابراهیم او نجیب ته به ډېرې تمې وي، دوی په تېرو لوبو کې ښه ځلېدلي په دې هیله چې همداسې روان وي. خو د دوی تر څنګ باید یو بل توپ وهونکی هم زیات شي، زه فکر کړم چې حشمت شهیدي ښه انتخاب کېدای شي. چپ لاسی دی، په ویکټې به ودرېږي او له تخنیکي پلوه هم غښتلی دی. داسې لوبو کې مهمه دا وي چې یو اینډ ویکټه وساتي او بل اینډ شاټونه ووهي.

د افغانستان اوپنېنګ کې حضرت الله ځاځی تر دې دمه ښه ځلېدلی نه دی، په دې هیله چې سبا دا تېرې لوبې جبران کړي او که محمد نبي او راشد خان هم په بېټېنګ لږ وځلېږي، ښه هدف ورکولای او ترلاسه کولای شو.

په لوبې کې بیا هم ټاس ګټل مهم دي. خو د افغانستان قوت بالینګ دی او بیا هم مشکل دا دی چې که ټاس ګټي او دویم بیټینګ کوي، تر ۱۴۰ ورپورته ورکړل شوی هدف به پوره کړای شي؟

په لوبې کې ګټه او بایلات وي، مهمه دا ده چې افغان لوبغاړي د پلان په اساس او ښه لوبه وکړي او د همدغو دوو ټکو په پایله کې به نتیجه ګورو.

د افغانستان د بري په هیله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک