د جعفر هاند لیکنی
کرکټ سوله ده او پیغام یې هیله او خوشحالي؛ لطفآ هیلې مه وژني
په کابل کې د شپږیزې کرکټ په روانو سیالیو کې یوه ورځ د یوې معصومې ماشومې تصویر خپور شو چې د شپږیزې لیګ غوره مینه واله ګڼل شوې وه. نړۍ ته یې دا پیغام ورکوه چې افغانې نجونې هم د دې وطن اولاد دي او باید انساني حقوق یې ورکړل شي.
بله ورځ یو ښکلی تصویر راغی چې ټول افغانان په میدان کې د جمعې لمونځ کوي. د یووالي ننداره یې وړاندې کوله.
دا تېره ورځ په سترګو دوه معیوب ګلاليو ماشومانو له لوبغاړي محمد نبي سره ولیدل. داسې انګېرل کېده چې ګنې دوی د خپل ژوند مهمه ورکه پیدا کړې ده. دې تصویر کې ما بیا هم د یو مظلوم افغانستان د عزمت نښې او د اینده هیلې لیدلې.
بله ورځ د کرکټ نړیوال مبصرین له کابل د باندې د افغانستان د نورو سیمو لیدو ته تلل...
نور ولوله
کاروان صیب، زموږ د عصر د پښتو ژبې یو بې جوړې شاعر دی
په ټولنیزو رسنیو کې مې ولوستل چې یو شمېر افغانانو د جولاۍ ۳۰ د پښتو ژبې د شاعر پیر محمد کاروان په نوم کړې ده. هر چا چې دا کار کړی وي او یا یې نور هڅولي وي چې ویې کړي، کور یې ودان.
کاروان صیب، زموږ د عصر د پښتو ژبې یو بې جوړې شاعر دی او شاعري یې انسان د انسان پېژندنې، طبیعت پېژندنې، ښکلا، مینې، عاطفي، احساس، وطنپالنې او... یوې بلې نړۍ ته بیايي او په ډېرو مسائیلو باندې فکر کولو ته یې اړ باسي. ما په پښتو ژبه کې یوازینی شاعر چې ډېر لوستی، ښاغلی کاروان دی. «چنار خبرې کوي» ټولګه یې ما ته د پښتو شاعرۍ د یوې بیخي متفاوتي نړۍ دریڅه پرانیستله.
څو کاله مخکې مې په جلال اباد کې په یوې غونډې کې د یو مشر له خولې اورېدلي وو: که په یوېشتمې پېړۍ کې نړۍ ته د پښتو...
نور ولوله
بن سټوکس؛ د معاصر کرکټ یو ښه لوبغاړي استعفا وکړه
د معاصر کرکټ یو ښه لوبغاړي بن سټوکس له یوې ورځنیو لوبو څخه استعفا وکړه. د استعفا دلیل یې شل اوریزو او ټست سیالیو ته ډېر تمرکز بللی دی، خو یوه خبره دا هم کېږي چې ځان یې شل اوریزو تجارتي لوبو ته فارغ کړ. دی د هند د لوی تجارتي لیګ آی پي ال په تېر سیزن کې هم ونه لوبېده او ممکن سلګونه زره ډالر زیان یې کړی وي. بن سټوکس په خپلې وروستۍ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کې د جنوبي افریقا خلاف پنځه منډې وکړې او په پنځو اورونو کې پرې ۴۴ منډې وشوې.
په نیوزلنډ کې زېږېدلی د انګلنډ د ملي لوبډلې دغه لوبغاړی د معاصر کرکټ ښه الراونډر بلل کېږي- هم توپ وهونکی او هم توپ اچوونکی. دی د نیوزلنډ په کرسچرچ کې زېږېدلی دی، دا هغه ځای دی چې څو کاله مخکې یو وسله وال په کې په یو جومات کې سلګونه مسلمانان شهیدان کړل...
نور ولوله
د کابل د کرکټ د نړیوال میدان په اړه
د ۲۰۱۹ په نړیوال جام کې د مانچستر په میدان کې له افغان روزنکي نوروز منګل سره ولاړ وو. په ځینو مسائیلو یې خبرې کولې او دې میدان ته یې اشاره وکړه او وویل افغانستان چې ډېر کلونه بعد هم داسې میدان ولري، موږ به خوشحال یو.... دې میدان کې د زرګونو نندارچیانو ځای و، څو لویې غټې دروازې یې لرلې، د میدان او پچ لپاره مجهز وسائیل، میدان تک زرغون او دومره پوست او نرم چې زړه دې کېده بالښت په کې کېږده او ډډه ووهه، د تمرین لپاره جلا پراخ ځای، د مطبوعاتو لپاره ډېر لوی ځای او سهولتونه، انټرنټ، واړه واړه تلویزونونه او ډېر نور څه... هغه نو د انګلنډ میدان و، انګلنډ خو د کرکټ کور دی....
دا مې د افغان کرکټ د ځینو مینه والو په انتقاد پورې وکړه. دوی د کابل د کرکټ د نړیوال میدان ځینو تصویرونو ته په کتو انتقاد کړی چ...
نور ولوله
د ژوند مهم آداب او تجربه
دا خبرې مې په لېنګډن کې ولوستلې، نپوهېږم د چا دي، خو خوښې مې شوې. په انګلیسې کې وې او ما لنډې وژباړلې.
۱-که یو چا مو تیلیفون دوه ځلې ځواب نکړ، په درېیم ځل زنګ مه وروهئ، ښايي هغه کوم مهم کار کې بوخت وي
۲-که چا رستورانت کې ډوډۍ ته میلمانه کړئ، قیمت بها خواړه او غذا فرمایش مه ورکوئ
۳-له خلکو دا پوښتنې مکوئ: ولې تر اوسه مجرد یاست؟ ولې ماشومان نلرئ، ولې کور نه اخلئ او ولې...؟
۴-که تاسو کومې ودانۍ او داسې بل ځای ته ننوځئ چې دروازه لري او ستاسو تر شا بل کس ولاړ وي، دروازه ورته خلاصه ونیسئ چې هغه هم ننوځي، په دې کار سره نه کوچني کېږی
۵-...
نور ولوله
مریخ ته ورته ځمکه او د ناواهو قبیله- Navajo Tribe
که زه د امریکا د اریزونا او نیومکسیکو ایالتونو ته تللی نه وای، ښايي تر ډېره به په دې نپوهېدم چې د نړۍ یو پرمختللی هېواد متحده ایالتونه «څه باندې ۵۷۰ داسې قبیلې هم لري چې لا هم د خپلو قبیلوي اصولو، ارزښتونو، دودونو، روایتونو او قومي جرګه ګیو» په اساس ورځنۍ چارې مخې ته وړي، البته دا هغه قبیلې دي چې حکومت یې په رسمیت پېژني. همدغه راز، په دې به هم نپوهېدم چې د ځمکې په سر هم مریخ ته ورته ځینې ښکلې او طبعي سیمې شته. ما تر دې دمه د امریکا د ۵۰ ایالتونو له جملې څخه ۲۷ ایالتونو ته سفرونه کړي او د خلکو ژوند او چارې مې لیدلې او تجربه کړې دي. په سفر کې سړی نوي شیان ګوري او زده کوي. د اریزونا په ایالت کې مې د لویې تاریخي او مشهورې درې [Grand Canyon] له لیدلو وروسته شپه د نیومکسیو ایالت د...
نور ولوله
د نړۍ د نورو هېوادونو او لوبغاړو په منځ کې د افغان کرکټ او لوبغاړو موجودیت
لکه زړه کلا کې باغ د ګلو وینه
څه موده مخکې له ننګرهار څخه استاد شیر حسن کمالزي په یو پیغام کې ویلي وو: «په آی پي ال کې د راشد خان تر هرې لوبې مخکې دوه رکعته نفل کوم او دعا کوم چې هغه یې وګټي، ځکه چې د هغه په بري سره ټول افغانستان ښه یادېږي....» ډېرو نورو وطنوالو هم همداسې پیغامونه استولي او په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي دي.
حقیقت دا دی چې له کرکټ سره زما او د ډېرو نورو افغانانو مینه د دې لپاره نه ده چې موږ د دغې لوبې افراطي مینه وال یو او یا دا لوبه مو کاروبار، ژوند او تجارت دی. نه هېڅکله داسې نه ده.
بس چې د وطن رشته ورسره نه وي، تش توپ او ډنډه څه ارزښت لري؟
د کرکټ له برکته په نړۍ کې د افغانستان نوم تل ښه یاد شو...
نور ولوله
سليمان صافی د افغانستان کرکټ ټيم راتلونکی ځلانده ستوری
د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې افغان لوبغاړي سلیماني ساپي سلیزه وکړه.
د افغانستان د کرکټ د اینده بل ستوری، سلیمان ساپی؛ دی په چپ لاس توپ وهنه کوي او د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې کپتان دی. ده نن د زمبابوې خلاف سلیزه وکړه، مبارک دې وي ورته. ده د پي ان جي خلاف پنځوسیزه کړې وه خو د پاکستان خلاف لوبه کې رن اوټ شو . دی لومړی افغان دی چې په روان نړیوال جام کې ۱۰۰ کوي. خدای دې له بد نظر وساتي. د دغه نړیوال جام او زموږ د دغې لوبډلې یو بل ښه محصول او ثمره همدا ځوان دی.
سلیمان فوق العاده لوبغاړی دی، د زمبابوې خلاف مې د ده لوبه ولیدله، د فشار لاندې حالت کې یې لوبه پیل کړه، اهسته اهسته روان و، ۵۰ یې وکړه او د ۵۰ منډو وروسته یې د منډو کولو بهیر دومر...
نور ولوله
د افغانستان او هالنډ دریو لوبو ته کتنه
افغانستان د یو ځوان کپتان او ځوانو لوبغاړو په مټ هالنډ ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته یې د مستقیم ورتګ روان مزل، هماغسې روان وساته.
ما په خپل عمر کې په لومړي ځل د افغانستان کرکټ لوبډله کې دومره ځوانان او مستعد ځوانان ولیدل چې ولوبېدل او وځلېدل، لا دې وځلېږي. کرکټ بورډ باید د ځوانو لوبغاړو دا ترکیب وساتياو لا یې غښتلې کړی.
دلته د دغو لوبو په اړه خپل نظر لیکم او لومړی هم د حشمت الله شهیدي له کپتانۍ یې پیلوم.
د حشمت کپتاني
د حشمت شهیدي د کپتانۍ ماموریت په بري او د یو مهم سیریز په بري پیل شو، دا هم حشمت شهیدي ته، هم ځوانو لوبغاړو او هم افغانستان درې واړو ته مهم دي.
...
نور ولوله
افغانستان ولې وبايلله؛ مشکل له کوم ځای څخه پیل شو؟
پاکستان وګټله او افغانستان وبایلله. کریم جنت ښه بالینګ ونکړای شو خو د پاکستان محمد اصف ښه بېټېنګ وکړ، او افغانستان لوبه وبایلله. دا درېیم ځل دی چې افغانستان په دوو نړیوالو جامونو او یو د اسیا په جام کې له پاکستان سره مهمې لوبې د خراب باولینګ له کبله بایلي. مسلکي او خپل هېواد او ملي ګټو ته ژمن اشخاص او ژمنې ادارې له هرې وړې او لویې تېروتنې غټ درس اخلي، د مشکل حل پیدا کوي او آینده کې یې بیا نه تکراروي، مګر ولې افغانستان له یوې سوړې په وار وار چېچل کیږي؟؟
مشکل له کوم ځای څخه پیل شو؟
کله چې د نړیوال جام لپاره دلوبډلې لپاره د لوبغاړو نوملړ (سکواډ) جوړېده، مشکل له هماغه ځای څخه جوړ شو. د راشد ټېنګار دا و چې د دوو دریو مجربو او مسنو لوبغاړو پرته نور ځوانان وټاکل شي چې لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسېږي، خو ...
نور ولوله
د راشد خان افغانستان
په ۲۰۱۸ په هند کې لسګونه زره خلکو په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ چې «راشد خان ته د هند تابعیت»ورکړل شي. دا کمپاین دومره زورور شو چې د هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوراج خپلو خلکو ته په ټویټر کې ولیکل: «ستاسو د ټولو ټویټونه مې ولیدل، خو د تابعیت ورکول د کورنیو چارو وزارت کار دی.» دا مسئله دومره ګرمه شوه چې ولسمشر محمد اشرف غني د هند صدراعظم نریندار مودي ته ولیکل: راشد خان د افغانستان ویاړ دی او دا ویاړ دې خدای په افغانانو پورې ښه کړي.
ځینو هندوانو خو دومره مبالغه وکړه چې راشد خان یې «بګوان-خدای» وباله- نعوذ بالله. مګر راشد خان وویل: ویاړم چې افغان یم.
د ویسټ انډیز په تجارتي لوبو کې بوخت و، ما ورسره...
نور ولوله
افغانستان له پاکستان سره لوبو ته د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ
افغانستان له پاکستان سره دریو یوې ورځنیو لوبو ته د ۱۷ لوبغاړو نوملړ«سکواډ» اعلان کړ. حشمت الله شهیدي کپتان او رحمت شاه زرمتی یې مرستیال دی.
په سکواډ کې د لوبډلې دوه مخکني کپتانان اصغر افغان او ګلبدین نایب نشته.
چپ لاسی ځوان اوپنر بیتسمین صدیق اتل، بل بیتسمین شاهد کمال، ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال، تیز بالر فضل حق فاروقي او الراونډ عبدالرحمن هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو د ملي لوبډلې په سکواډ کې شامل کړل شوي دي. دوی او مینه والو ته دې یې مبارک وي. داسې ښکاري چې د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۳ نړیول جام سیالیو لپاره د لوبډلې په ترکیب، په لوبډلې کې د تغیراتو د راوستلو بهیر او مستعدو ځوانانو ته د چانس ورکولو ل...
نور ولوله
