No-IMG

د نړيوال جام 2022 افغانستان باید څه ډول سکواډ ولري؟

بله میاشت د ۲۰۲۲ د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لوبې پیلېږي، افغانستان هم په کې دی. دا لوبې په استرالیا کې دي چې پچونه یې باونسي او ګراسي دي.‌ مطلب د سترګې پټې کړه او بېټ لېګ ته تاوه کړه پچونه نه دي.....افغانستان باید څه ډول سکواډ ولري؟ په اسیا کپ کې یې چې بېټېنګ لره، هېڅ د منلو نه دي، هېڅ....

د اسیا کپ تر سیالیو مخکې مې د کرکټ د چارو له مبصر نجیب الله شینواري صیب سره خبرې کولې. په لوبډلو غږېدو او ورته مې وویل چې خلک خو د هند او پاکستان یادونه کوي، خو د سري لانکا لوبډله له ټولو هېره ده. د دوی لوبډله ځوانه، متوازنه،‌ با انرژي او مستعده لوبډله او دوی چې د لوبډلې د تغیر او  ښې کولو کوم بهیر پیل کړی و، اوس یې ثمره ویني. دوی به اسیا کپ هم ګټي.....

سري لا نکا ډېر نه شاوخوا دوه کاله مخکې د خپل کرکټ لوبډله بیخي ځوانه کړه آن په اوسني ټیم کې یې د ۲۰۱۹ د نړیوال جام هېڅ لوبغاړی نشته، باور مو کېږي؟ همدا لوبډله یادوم چې اسیا کپ سیالۍ یې وګټلې.

سري لانکا چې کله د لوبډلې د انتقال دا بهیر پیل کړ، ډېر سخت ټکانونه یې وخوړل، ډېرې لوبې یې وبایللې او له ډېرو سختو انتقادونو سره مخامخ وو. خو، د دوی مشرانو یې ویل چې لوبډله یې ځوانه ده او دوو دریو کلونو کې به یې نتیجه معلومه شي. هماغسې وشول.

پاکستان، جنوبي افریقا او ځینو نورو هېوادونو هم دا کار وکړ.

د افغانستان د کرکټ د ځوان کولو بهیر هم څو کاله مخکې پيل شو خو ډېر ژر په ټپه ودرېده. په دلایلو یې نه غږېږم او هغه وخت پرې ډېر غږېدلي‌ یو.

خبره مې دا کوله، که افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې کرکټ یې ښه بنسټیز شي، مسلکي شي، د سالم رقابت په اساس دې ورته لوبغاړي راوستل شي او آینده یې لا ښه ډاډه شي، په ځوانو او مستعدو لوبغاړو دې باور وکړي، ځوانان دې راولي،‌البته له ځوانانو څخه مو هدف هغه ځوانان دي چې په داخلي لوبو کې ځلېږي، ‌استعداد لري او حق یې دی چې ملي لوبډلې ته راشي. څنګه راشي، کله راشي او څنګه لوبډلې کې پاتې شي چې پوخ شي، بیل بحث دی خو د بورډ مسئولین پرې پوهېږي.

د همدغه تېر ۱۹ کلنو نړیوال جام ښکلي استعدادونه چې هم ښه بالران په کې وو او هم ښه بیتسمیان او هم ښه ښه الراونډران، څه شول؟ استعداد به څنګه پیدا کېږي‌، څنګه به ټوکېږي او څنګه به نړۍ ته پېژندل کېږي چې د افغانستان او افغان کرکټ نوم پرې ښه شي؟

اوس د نړیوال جام سیالۍ را روانې دي، وګورو چې د افغانستان کرکټ بورډ څه کوي، البته د افغانستان کرکټ ټوله خبره په نړیوال جام کې نه ده، باید اساسي کار وشي او د څو کلونو دوامداره ستراتیژي وټاکل شي او عملي شي.

ټولو هېوادونو په اسیا کپ کې پنځه شپږ عمده بیتسمینان لرل، ‌خو افغانستان تر اخره پورې څلور عمده بیتسمینان درلودل. د کریم جنت، عظمت عمرزي او سمیع الله شینواري په رول او ارډر هم څوک پوه نشول؟ ایا افغانستان به نړیوال جام ته همداسې ګډ وډ ځي؟

افغانستان/کرکټ /نظر

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک