No-IMG

د شنبې په ورځ په اماراتو کې د اسیا کپ کرکټ سیالۍ پیلېږي

افغانستان د بنګله دېش او سري لانکا سره مخامخ دی. دا ځل دا سیالۍ د ۲۰ اورونو دي، ځکه چې را روان نړیوال جام د شلو اورونو دی او دا به ورته ښه تیاری وي.

افغانستان تازه له ایرلنډ سره شل اوریزې لوبې وکړې، د پنځو لوبو لړۍ یې ۳-۲ وبایللې. په دې حساب د لوبغاړو مورال به څه ناڅه کمزوری وي، خو هوډ یې غښتلی ښکاري. له ایرلنډ سره سیالیو کې د افغانستان توپوهنه ښه نه وه، نه یې ټاپ ارډر او نه یې هم مډل ارډر. خو د اماراتو پچونو او میدانونو کې افغان لوبغاړو ډېرې لوبې کړي، ممکن ښه ولوبېږي. د افغانستان ټوله تکیه به بیا هم په توپ اچوونکو وي. شايد له بنګله دېش څخه یې وګټي. افغانستان او بنګله دېش برابر ټیمونه بلل کېدای شي.

هند او پاکستان د دغو سیالیو قوي لوبډلې بلل کېږي او وړاندوینه دا ده چې ممکن په دوی کې یې یوه دا اتلولي وګټي. هند تر ټولو ډېر د اسیا کپ ګټلی دی. خو زما نظر دا دی چې د سري لانکا لوبډله ډېره متوازنه، ځوانه او ښه ترکیب شوې لوبډله ده.

له استرالیا سره د دوی وروستیو لوبو وښوده چې د شلو اورونو او یوې ورځنیو لوبو ښه لوبغاړي دي. د دوی کپتان داسن، بل ټاپ ارډر لوبغاړی اسلانکا او وانېندو یې ښه لوبغاړي دي. لږ د الراونډرانو شمېر په کې زیات دی خو م یې ټاپ ارډر او هم یې مډل ارډ دواړه ښه توپ وهونکي دي. د ورو او تېزو او ورو توپ اچوونکو ښه ترکیب لري. تر افغانستان وروسته، زه د سري لانکا د لوبډلې ملاتړی یم. دوی به ښه ولوبېږي.

د پاکستان اوپنېنګ او د رضوان او بابر موجودیت د هرې لوبډلې توپ اچوونکو ته یو سر خوږی او د پاکستان قوت دی. بالینګ کې یې شاهین اپریدی نشته خو نسیم شاه، داني او عثمان قادر یې ښه تېز او ورو توپ اچوونکي لري.

د هند بېټېنګ خو تل ستایل شوی دی، بالینګ یې هم بلا کوي. آی پي ال د هند په کرکټ کې یوه نوې ساه پوه کړې او یو انقلاب دی. شرما، راهول، سریا کمار، کوهلي او نور د نړۍ قوي توپ وهونکي دي. د هند لپاره لویه اندېښنه به دا وي چې ویرات کوهلي به بېرته خپل پخواني حالت ته وګرځي که نه. ډېر وخت کېږي چې هغه د پخوا په څېر نشي لوبېدای. د هند بالینګ هم قوي دي سره له دې چې د دوی تر ټولو بریالی بالر بومرا نشته، خو بدیلونه یې ډېر دي.

دا لوبې په افغانستان کې د اریانا تلویزون خپروي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک