د کوین پېټرسن کتاب د ده د ژوند، له دې سره د کرکټ بورډ تبعیضي چلند
د انګلنډ پخواني کپتان کوین پیټرسن په خپل کتاب (کې پي) کې په یو ځای کې لیکلي دي: ټول عمر مې د انګلنډ لپاره کرکټ وکړ خو په ژوند کې مې ډېر څه بدل نشول، مګر په آی پي ال کې چې په یو سیزن کې ولوبېدم، ژوند مې بدل شو.....
د کوین پېټرسن کتاب د ده د ژوند، په انګلنډ کې د کرکټ او له ده سره د انګلنډ د کرکټ بورډ د ځینو مسولینو د تبعیضي چلند او ډېرو نورو مسائیلو په اړه بحث کوي. کوین پیټرسن په جنوبي افريقا کې زېږېدلی خو د انګلنډ لپاره یې کرکټ کړی دی، هغه په خپل کتاب کې په ښکاره دا خبره کړې ده چې دا یې لویه تېروتنه وه چې د انګلنډ لپاره یې کرکټ پیل کړ. کوین د خپل وخت بهترین توپ وهونکی و، زموږ محمد نبي ته همده د «ولسمشر» نوم ورکړی دی....
په هر حال، چې خبره بلې خوا ولاړه نشي، د تجارتي لیګونو لوی ښه والی د لوبغاړو لپاره دا دی چې پېسې ګټې او ښې ډېرې ګټي....
بل ښه والی یې دا دی چې لوبغاړي په کې د نړۍ له قوي روزونکو سره کار کوي او قوي لوبغاړو سره لوبېږي او ډېرې تجربې زده کوي او خپل هېواد ته یې انتقالوي..
بل ښه والی یې د فرهنګونو تبادله ده، ښه مثال یې زمو د مجیب له لوري په پریټي زینټا باندې د پښتو زده کول وو او یا د راشد خان له لوري په وارنر او ویلیمسن باندې روژه نیول و او....
بل ښه والی یې د غلیمو لوبغاړو ترمنځ سوله او ملګرتیا ده، ممکن د هند او پاکستان یا افغانستان او پاکستان او یا انګلنډ او استرالیا لوبغاړي په خپلو کې سره قوي رقیبان وبلل شي، خو کله چې په یو لیګ کې په یوې لوبډلې کې لوبېږي، نو بیا د یو هدف لپاره مبارزه کوي او همدلته د دوی ترمنځ د ملګرتیا تار قوي کېږي...
بل ښه والی یې د کرکټ وده او تشهیر دی
بل ښه والی یې دا دی چې لوبغاړی هلته خپلو نیمګړتیاو ته متوجه شي او پوه شي که په ځان باندې کار ونکړي، نړیوال مارکیټ کې بازار نلري... له لوبغاړي ښه لوبغاړی جوړ شي...او داسې نور....
د لیګونو بدوالي بیا دا دي چې لوبغاړي ډېر بوخت ساتل کېږي او ستړي شي...
لوبغاړي په مالي لحاظ په ځان متکي کوي او دومره متکي شي چې ځینو ته بیا د خپل هېواد لوبډلې کې لوبېدل هم خوند نه ورکوي. موږ ولیدل چې د سريلانکا،ویسټ انډیز، پاکستان، جنوبي افریقا او ځینو نورو هېوادونو لوبغاړو له خپلو مليلوبډلو څخه استعفاوې وکړې مګر لا هم په لیګونو کې لوبېږي......
البته په تجارتي لیګونو کې د فساد (سپاټ فکسینګ- میچ فیکینګ) کېسې هم شته، په بله وینا لوبغاړي مفسد او فاسد سي... معمولآ هغه لوبغاړي فساد کوي چې یا بیخي نوي نړیوالو لوبو ته راغلي وي او یا له نړیوالو لوبو څخه د تقاعد په درشل کې ولاړ وي... دا نور یې هم ممکن وکړي....
بل بدوالي یې دا دی چې لوبغاړي د سوداګرو لاس ته لوېږي....
په هر حال، زه فکر کوم تر بدوالي یې ښه والي زیات دي او لیګونو د نړۍ د کرکټ په ودې، پرمختګ، تشهیر او ښو استعدادونو په موندلو او پېژندلو کې مهم رول لوبولی دی.
له لیګونو سره د نړۍ د کرکټ بڼه بدله شوه، تجارت او تلویزون په کې خورا دخیل شول او دا لوبه یې بیخي زیاته مشهوره کړه. د سلګونو لوبغاړو ژوند یې وربدل کړ.... او بالاخره میلیونونه انسانانو ته یې د تفریح زمینه برابره کړه.
د هېوادونو او د کرکټ ادارو ته هم لوی تجارت او کاروبار دی. او په هر لیګ کې ممکن سلګونه او زرګونه کسانو ته کاري زمینې برابرې شي....
زما د لیګونو کرکټ او د کرکټ بڼه خوښېږي، په تېره بیا هغه لیګونه چې افغان لوبغاړي په کې لوبېږي.....
شاید لیګونه نور اړخونه هم ولري....
نه پوهېږم دا لیکنه مې ولې وکړه خو له څو ورځو راهېسې د کوین پېټرسن دا پورتنۍ خبره مې په ذهن کې ګرځېدله راګرځېدله......
