د جعفر هاند لیکنی

آیا لوبغاړي مقدس او سپيڅلي دي؟

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو خپرو شویو اوازو» په اړه څه ولیکم. زما یو شمېر خواخوږي لوستونکي دي، د افغان کرکټ اړونده هره موضوع چې وي، د دوی توقع دا وي ‌چې زه هم پرې نظر ورکړم او خپل معلومات شریک کړم، دا هم د هغوی غوښتنه ده. دوی دې خدای ودان لري. خبر خپور شو چې «شهزاد محمدي چا د بورډ له میلمستون څخه شړلی» دی او بد «چلند» یې ورسره کړی، خو د کرکټ بورډ مطبوعاتي‌ مسئول حکمت حسن دا خبره «درواغ، تور او تهمت» وګڼله. غواړم په همدې پلمه د افغان کرکټ مینه والو ته ځينې خبرې وکړم. آیا لوبغاړي مقدس او سپيڅلي دي؟  ګورئ، هېڅ یو لوبغاړی او هېڅ انسان مقدس،‌ پاک او...
نور ولوله

د پاکستان کرکټ سوپر لیګ د افغان لوبغاړو ځليدل

د پاکستان کرکټ سوپر لیګ کې د پنجشنبې د ورځې لوبو کې درې افغانان وو. راشد خان تېره ورځ هم لاهور ته لوبه وګټله او نن یې هم وګټله. دی تل ځلېږي او لا دې وځلېږي. نن یې د پېښور زلمي ټیم پنځه لوبغاړي اوټ کړل. اول ځل دی چې راشد خان پي اس ال کې پنځه لوبغاړي سوځوي.  رحمان الله ګربز بیا ښه پيل ونکړ، په عماد وسیم باندې یې له اول بال څخه د غټو شاټونو هڅه کوله. د ګربز د لوبې سټایل همداسې دی، خو کرکټ د فکر لوبه ده او باید وضعیت سره په کتو لوبه وشي. البته پر ګربز د پاکستاني لوبغاړي اغیز هم څه نا څه جوت و. نجیب ځدراڼ بیا په عمران طاهر باندې د ریورس سویپ  شاټ د وهلو هڅه کې ناکام شو.  عمران طاهر غټ بالر دی او د نړۍ قوي لوبغاړي په ‌‌‌‌&zwnj...
نور ولوله

تر ډېرو ناندريو او نيوکو وروسته اصغر افغان د کرکټ له کپتانۍ لېرې شو

د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د ملي لوبډلې له کپتانۍ لېرې کړ او پر ځای یې حشمت الله شهیدي کپتان کړ. د ښاغلي افغان د لېرې کېدو علت له زمبابوې سره د ټست یوې لوبې کې د هغه «غلطې پرېکړې» بلل شوي چې افغانستان لوبه وبایلله. د بورډ اعلامیه وايي چې دوی په دې اړه تحقیقات کړي او دا نتیجه یې ترلاسه کړې ده. مترقبه پرېکړه د اصغر افغان د لېرې کېدو خبرې له څه وخته راهېسې روانې وې،‌ خو پر زمبابوې د ټست لوبې له بایللو وروسته دا مسئله ډېره جدي شوه. د اصغر افغان په کپتانۍ او په ځینو پرېکړو باندې له ډېر وخت راهېسې د ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو، غوراوي د کمېټې د ځینو غړو او مینه والو انتقادونه وو او ګمان کېده چې هغه به له کپتانۍ څخه لېرې کیږي. ...
نور ولوله

افغانستان زمبابوې سره د ټست لوبو لپاره سکوا‌‌‌‌‌‌ډ اعلان کړ

په عمومي ‌‌‌‌‌‌ډول سکوا‌‌‌‌‌‌‌ډ متوازن دی. تر ‌‌‌‌‌‌ډېره هغه لوبغاړي په کې دي چې ښه کارکردګي لري. فضل حق  هم شامل دی. دی تېره ورځ د سکوا‌‌‌‌‌‌ډ برخه شو، تر هغه مخکې نټ بالنګ ته غوره شوی و. محبوب شاه، شاهدالله کمال، منیر کاکړ، سلیم ساپی، ضیاءالرحمن اکبر او عبدالمالک بیخي نوي ځوانان دي چې په دا ‌‌‌‌‌‌ډول لوبو کې د ملي ټيم برخه ګرځي. دا د آينده لپاره ښه زیری دی. خدای دې یې ښه کړي. مننه چې دا لوبغاړي یې سکوا‌‌‌‌‌‌ډ کې اخیستي. دوې درې خبرې: په عمومي ‌‌‌‌&...
نور ولوله

افغانستان له ايرلنډ څخه دريمه لوبه او پوره سيزيز وگټل

له ایرلنډ څخه د درېیمې ګټل دې ټول افغانستان ته مبارک وي. افغانستان له ایرلنډ څخه ټولې ۳۰ نومرې واخیستې او په دې سره  د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ سفر مو ښکلی پیل کړ، دا سفر دې همداسې ښکلی  وي، راشد خان نن  په ۴۰ توپونو ۴۸ منډې وکړې او په حساس وخت کې یې څلور کسان هم اوټ کړل. دې ته وايي ګیم چنجر لوبغاړی. نن یې په یوې ورځنیو لوبو منډې هم تر ۱۰۰۰ واوړېدې. دی او نور لوبغاړي دې تل وځلیږي. ...
نور ولوله

افغانستان له ایرلند څخه دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان له ایرلند څخه دویمه لوبه هم وګټله، ټولو ته دې مبارک وي. د افغانستان او ایرلند دنننۍ لوبې اصلي فرق او توپير د رحمت او حشمت بهترین پارټرنرشېپ و، یا رحمت او حشمت د دواړو ټيمونو ترمنځ فرق و. دوی له ایرلند څخه دا لوبه راتاوه کړه. دوی دواړو فوق العاده، له زغمه ‌‌‌‌‌‌ډکه او د وضعیت ته په کتو مسولانه لوبه وکړه. د یو رنز، دوو رنزونو او دریو رنزونو اخیستل، سټرایک بدلول او په منځ منځ کې څلوریزه او شپږیزه وهل، په تمامه مانا مسلکي وو. ایرلندیان هېڅ نپوهېدل چې له دوی سره څه وکړي؟ هماغه بالر چې اولې لوبې کې یې پنځه افغان لوبغاړي سوځولي وو، نن یې یوه ویکټه هم وانخیسته. ښه پلانېنګ. رحمت ته دې سنچري او حشمت ته دې فېفټي مبارک وي. لا دې وځلېږي. دا دواړه په ټيم کې او په همدغو ځایونو کې وساتئ، لطفآ، بیا...
نور ولوله

افغانستان له ایرلنډ څخه لوبه وګټله؛ د لوبې په اړه یوه لنډه تبصره

افغانستان له ایرلنډ څخه لوبه وګټله. ټولو ته دې مبارک وي، خوند یې وکړ. د دغې لوبې په اړه یوه لنډه تبصره  او لومړی هم مثبت ټکي: -د ګربز سلیزې له شک پرته چې د افغانستان د دغه بري مهمه برخه وه. موږ په لوبډلې کې دوه درې داسې لوبغاړو ته ضرورت لرو چې په دوامدار ډول همداسې غټ او ښه انېنېګزونه وکړي. د ده وظیفه دا ده چې ټیم ته ښه او اغیزناک پیل وکړ، دا کار یې وکړ. د ګربز سلیزې دا هیله نوره هم تازه کړه چې افغانستان کې ښه استعدادونه شته او راروان دي- چانس غواړي! - ګربز لومړی افغان او شپاړلسم نړیوال لوبغاړی شو چې په خپلې لومړۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه کوي. د اوپنېېنګ ملګرتیا هم د نننۍ لوبې...
نور ولوله

د افغانستان او ایرلنډ د لوبې په اړه

افغانستان د کروناویروس له قرنطین وروسته په لومړي ځل سبا پنجشنبه جنوري ۲۱ له ایرلنډ سره د دریو یوې ورځنیو لوبو لومړۍ لوبه کوي. دا لوبې  د ۲۰۲۳ د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو ته د ورتلو لپاره کیږي؛ مهمې دي. هر بری یې ۱۰ نومرې لري. مساوي او لغوه کېدو سره هرې لوبډلې ته ۵-۵ نومرې ورکول کیږي. افغانستان د تېرکال  د مارچ له میاشتې راهېسې هېڅ یوه نړیواله لوبه نه ده کړې. ایرلنډ له انګلنډ او اوس تازه له اماراتو سره سیالۍ وکړې. له اماراتو سره یې دوې لوبې وکړې، اوله یې وبایلله او دویمه یې وګټله. په وروستۍ لوبه کې د ایرلنډ دوو لوبغاړو کامپفیر او سیمي سنګ ښه لوبه وکړه، دوې دواړه الراونډران دي. ایرلنډ تېرکال په هند کې افغانستان سره یو سیریز مساوي کړ او تېر وخت کې یې...
نور ولوله

د افغانستان کرکټ په اړه دوې لنډې خبرې

په افغانستان کې دننه له ایرلنډ سره د افغانستان د لوبو د خپرولو حق ملي ‌تلویزون «ترلاسه» کړ. خبر شوم چې ځینو نورو داخلي چاینلونو هم لیوالتیا ښودلې وه. دا ښه خبره ده، باید د ملي لوبډلې لوبې په ازاد مارکیټ کې او د ازاد رقابت له لارې اعلان او ورکړل شي. یو خو به د کرکټ مارکیټ ښه شي، بل به نورو چاینلونو ته هم د ملي لوبډلې د لوبو د خپرولو چانس او حق ورکړل شي. هر چا چې ښې پېسې او امکانات لرل، حق یې دی. دویمه خبره دا چې په ابوظبهۍ کې ملي لوبډلې ته د (نټ بالران) په کار دي. له افغانستان څخه به یو څو بالران ورځي چې افغان بیتسمینانو ته په نټ کې باولینګ وکړي او هغوی پرکټس وکړي. بورډ که نور هر بالر استوي وا دې استوي،‌ خو په دې هیله چې فضل حق فاروقي‌ هم په دغه لست کې وي. هغه څو...
نور ولوله

افغانستان ایرلنډ ته سکواډ/ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

زه د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مسولینو او نورو اړوندو چارواکو ته په ۱۰۰  کې ۸۵ نومرې ورکوم، ښه سکواډ یې برابر کړی. زه په دې هم خبر یم چې د دغه سکواډ په انتخاب کې څومره بحثونه او ‌جنجالونه شوي او د نظر اختلافات موجود وو. دا د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د انتقال د پروسې یو ډېر ښه پیل دی، کور مو ودان. اوس مهمه دا ده چې ځوانان په مسلسل ډول ولوبول شي، هغوی ته د خپل استعداد د ښودلو چانس ورکړل شي او لا وهڅول شي. ۸۵ نومرې مې ځکه ورکړي چې زه فکر کوم ابراهم ځدراڼ او فضل حق فاروقي هم باید په دغه سکواډ کې وای. دا نه منم چې ځای یې نه جوړېده، ځایونه یې له ورایه ښکاري چې چېرې دي، علت یې دا دی چې افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د انتقال پرو...
نور ولوله

راشد خان ولې د لسیزې غوره لوبغاړي مډال وګاټه؟

راشد خان شاوخوا پنځه کاله مخکې نړیوالو لوبو ته راغی.- څنګه راغی او چا راوست؟ لږ ورسته پرې لیکنه خپروم. راشد خان په پنځو کلونو کې په ۴۸ شل اوریزو لوبو کې ۸۹ کسان وسوځول (ویکټې واخیستې). د باولېنګ اوریج ۱۲.۶۲ دی: یعني هرو شاوخوا ۱۳ رنزونو پس یو کس سوځولی دی، یا پرې چې ١٣ رنزونه شوي، ده بیا یو لوبغاړی اوټ کړی. دا شل اوریزو لوبو کې لوی کار دی. ایکانومي ریټ (د باولینګ اقتصادي کچه): ۶.۱۴ دی: یانې د ده په هر بال باندې شاوخوا یوه منډه شوې ده. یا په هرو ۶ توپونو باندې یې ۶.۱۴ منډې ورکړې دي. راشد خان خان په شل اوریزو لوبو کې لومړی بالر دی چې په څلورو توپونو یې څلور لوبغاړي سوځولي (ډبل هېټریک)...
نور ولوله

د شپږیزې د پایلوبې په اړه

د چهارشنبې په ماسپښین به د کابل بازان  لوبډله د مس عینک سره د شپږیزې لیګ پایلوبه کوي. که مس عینک کابل بازان ماتوي، نو په خپلې تجربې به یې ماتوي. د کابل میدان ډېر وړوکی او د بېټېنګ پچ/ویکټې دی. فسټ بالران په کې تر سپینرانو ډېر ځلیدلې نه دي. په دې حساب د پچې ګټل او اول بېټېنګ به د ګټې چانس لږ ډېر کړي. شل اوریزې لوبې او بیا د کابل په میدان کې لوبې تر ډېره د بېتسمینانو او فلډرانو لوبې دي. موږ ولیدل چې په دغه لیګ کې خراب فلډېنګ د ډېرو لوبډلو د ماتې مهم علت و، بنآ فاینل کې ښه فېلډېنګ هم ډېر مهم دی. د کابل بازانو لوبډله ډېره ځوانه او با انرژي لوبډله ده او تر ټولو مهمه یې دا چې په ټول ټورنمنټ کې یې یوازې یوه لوبه بایللې ده او د ګټې په روحیې روانه ده. په ټاپ ارډر کې یې د نور علي،‌ ګربز ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک