No-IMG

د یوکراین روانه غميزه

د یو بګنونکي خبر په په رسیدو چې روسې په یوکراین حمله وکړه، دټکان سره مې تېر دردونکي یادونه په یاد شول، چې د جنګ په سیمو کې پراته مجبور خلکو به څه حال وو.

جنګ بد دی مرګونه ،اختلاف، ولږه او نور ډېر مصیبتونه زیږوي.

الله (عزوجل)د اوکرايين او روسې ترمنځ سوله راولي، موږ د جنګ تریخ حقیقت ليدلی، په نورومو هم نه لوريږي.

نه یواځي دجنګ خواوي متأثره کيږي بلکې سيمه او ټوله نړۍ ته تاوان رسيږي بلکې انسانیت ته تاوان رسیږي،بیا په تېره هغه جنګ چې دناروا تيري او اشغال موخي سره وي.

یو حقیقت دادی چې امريکا دوه مخه لري یو ئې د وحشت او بل ئې د وېري ،جبون، زلت او منافقت.

دامریکا دوحشت څهره هغه وخت لیدلی شئ چې دی برلاسی وي او یا کوم غریب هېواد ئې تر منګولو راشي، چې نن تاسو ئې دا مخ د سورئې، عراق، یمن ، ليبیا، فلسطین او افغانستان کې په خونړیو قضیوو کې ولید.

د منافقت څهره ئې د اروپا او عربي هېوادونو په هنداره کې په ځير سره وګورئ، چې عربان له اېرانه ډاروي ، اسرايېل له فلسطنیانو، ارو پا له روسيي، او په دې ټولو اړخونو کې اوبه خړوي، کبان نیسي.

په دې ټولو چارو کې دمداري حیثیت لري.

د بزدلي او جبون څهره ئې دمنافقت سره اوس د اوکرایین په قضیه کې په غور سره وګورئ.

که امریکا په اخلاص او صداقت پل پورته کړی وای، د یوکراین غميزه نه را منځ ته کیده، بلکي ویلی شو چې امریکا په شیطانت او زیرکي دې جنګ ته لاره هواره کړه.

امریکا په هر اړخ کې د خپلو ګټو په فکر کې دی نه د نړۍ په خوشحالي او نړیوالو په هوسا ژوند کې فکر لري او نه لوړ منزل.

که په امریکا کې دغیرت اوانسانیت یوه ذره موجوده وي په بېړه به د دې جنګ مخنیوی وکړي که په هر قیمت وي، مګر موږ ته د دوی دمنافقت څهره هغه وخت بربنډه شوه چې کله (برېژنف) د اتحاد جماهیر شوروي دوخت امپراطور په افغانستان یر غل وکړ، دامریکا جمهور ریس (رېګن) داسي تاثر ورکوو چې افغانستان د شوروي ملکیت کې راغی، موږ باید دپاکستان فکر وکړو.

 روسیه (۷۰) کاله په امریکا میچن وګر ځوله، نیمه اروپائې تر سلطې وه، دلاتین امریکا هېوادونو ئې قومانده منله،د اسیا زیاته برخه ئې تر مستقیم کنترول لاندې وه،کوریا کې رسوخ وو، لنډه داچې وارسا پیک دومره زړور او ځواکمن وو چې هر چېرته ئې پل کېښود د پورته کولو خیال ئې چا نه شو کولی.

تر هغه چې افغان مېړنوئې په خالي خلاص دسرونو په نذرانو مقابله وکړه، نه یواځي د وارسا پیک ماهیت له منځه لاړ، د برلين دېوال ونړول شو، یمن متحد شو،مرکزي اسیا هېوادونه ازاد شول ، یو ګو سلاویا تقسیم شوه،د ختيزې اروپا هېوادونوخپل استقلالیت خوندي کړ او ....

امریکا چې د منافقت سنګر کې ناست وو، عرب مجاهدین ئې دنجات پرښتي بللې، دافغان مېړنو په جهادي کار نامو ئې فلمونه جوړول او.... دروسي له ماتې سره سم ئې خپل منافقت څرګند کړ ځان ئې د نړۍ ژاندارم اعلان کړ او نړۍ  ئې په یو ډول یو قطبي وګڼله.

افغانان ئې د شیطانت په لومو کې ونښلول، خپلو کې سره وجنګول، برم او مېړانه ئې تر سوال لاندي را وستله او نور ډېر ظلمونه...

د بیلا بېلو سیمو له جبون او بزدلو واکمنو سره په توطیو، بهانو او شیطانت په عراق، سوریه، ليبیا، یمن ،افغانستان او ... مظلومو هېوادونو مرئې او غېر مرئې توګه پوځي او اقتصادي یرغلونه وکړل.

الحمد لله چې افغان مېړنیو ئې شل کاله په خالي لاس مقابله وکړه، په ګونډو ئې کړ، چې نن ئې نه هغه برم پاتي دی او نه حیثیت.

یو غل او شیطان هېواد په توګه پېژندل کيږي چې ان شأ الله همدا ئې د ټوټه کېدو پیلامه شي، تر څو نړۍ او نړېوال ئې له شره په آمان شي.a

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک