الرَّجِيمِ
د قرآنکریم کې په شپږمبارکو آیتونو کې د رجیم کلمه ذکر شوي ده، له دې سر بیره په یوه آیت کې (رجوما) اوپه بل آیت کې د(مَرْجُومِينَ) کلمه هم ذکرده چې ټول په(ایتونو) کې داسي کلمات راغلی چې دهغه معنی د سنګسار یعنې رجم سره لري.
د (رجیم) کلمه له رجم نه اخستل شوي اصلي معنی ئې په ډبرو ویشتل (سنګسار)، یا رجم شوی یعنې سنګسار شوی او په اصطلاحي معنی کې د شیطان بد صفت دی چې دالله سبحانه وتعالی له رحمته رټل شوی او په لعنت ویشتل شوی چې ملعون ګرځيدلی.
شیطان او رجيم په اصطلاحي توګه دابلیس صفت دی ،شیطان ئې اسم فاعل او رجیم ئې اسم مفعول دی، شیطان دخپل تکبر او غرور له امله مردود وګرځید او رجیم معنی د ترسره کړي فعل له امله په لعنت وویشتل شو ، دالله سبحانه وتعالی له رحمته لري،ناامید او رټل شوی.
رجیم د راجم په معنی هم ایفاده کیدی شي چې دا ځانګړی صفت د شیاطینو وي یعني خلک په وسوسو او ګمراهیو رجموي .
د شیطان له نوم سره د(رجیم ) کلمې په یوځای کیدو ډیرې معنی ایفاده کوي حقیقي او مجازي.
د الله سبحانه وتعالی، ملاېکو،انسانانو،پیریانواو نورومخلوقاتو په لعنت ویشتل شوی.
په ستورو وهل شوی او وهل کیږي.
عزازیل رجيم شو
عزازیل هغه وخت چې دالله سبحانه وتعالی د حکم نافرماني وکړه،سیدنا حضرت آدم (علیه السلام) ته ئې سجده ونه کړئ، ورته وویل شو چې له آسمانه ووځه، ته مردود شوی او په تابه تر قیامته لعنت وي.
قال الله تبارک وتعالی: قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ.(ص :۷۷)
ژباړه: ووئې ویل: ترې و وځه، چې ته له شک پرته رټل شوی ئې.
قال الله تبارک وتعالی: قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ.(الحجر : ۳۴)
ژباړه: ووئې ویل: له دې ځایه و وځه، چې رټل شوی ئې.
ابلیس چې په بشپړه توګه ناامید او ورټل شو، دالله سبحانه وتعالی په عزت او جلال ئې قسم یاد کړ چې زه به دآدم داولادي په هره لار کې کینم او دحق له لاري د ګرځولو هڅه به کوم.
وروسته له دې چې ابلیس لعنتي او ورټل شوو،په هر پلمه او دوکه چې کیده د دې هڅه اوزیار ئې کوو چې دالله سبحانه وتعالی بندګانو ته تشویش او وسواس پیدا کړي، ترڅو د دې دشیطانت په لومو کې ګېر دحق له لاري وګرځول شي.
شهاب ثاقب، او شیاطین
وړاندي له دې چې ابلیس رجم یعني لعنتي او ورټل شي، په اسمانو کې دملایکو په ټولیو کې د عزازیل په نوم تقدیریده(دلوړشان او عزت څښتن).
ابلیس چې ملعون وګرځید په اسمانو کې یو څه بندیزونه او قیودات وضع شول، خو بیا ئې هم دومره وکړی شو چې سیدنا حضرت آدم علیه السلام او بي بي هوا ولغزوي او دوکه ورکړي، هغه هم دالله سبحانه وتعالی په نوم او قسم یادولو سره چې ستاسو خیر خواه یم.
له دېپېښي وروسته جنیات په په پټه بره ختل او څارنه ئې کوله دملایکو ځینې خبرې اوریدل او بیا به ئې هغه خپلو ساحرانو او کاهنانو ته رسول.
د جنیاتو داخله د شهابونو په واسطه بنده شوه، دا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د رسالت او د قرآنکریم د وحي پیلیدو سره سم عملي شو چې شیاطین به بره لاړل د ملایکو خبرو اوریدو هڅه به ئې کوله شهابونو به سوزول او یائې حواس ورته ګډ وډول.
قال الله تبارک وتعالی: وَحَفِظْنَاهَا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ.( الحجر : ۱۷)
ژباړه: او هغه مو له هر رټل شوي شیطانه خوندي کړی.
دزمکې له صطحه پورته هر شي ته داسمان خطاب کیدی شي، خو آسمانونه یو دبل له پاسه په سلګونو زره کلونو فاصله کې پراته دي، چې یواځي دزمکې سره نږ دي اسمان یعني زموږدزمکې اسمان له دې کوز د ستورو ، سیارو او ستور لیکو منظم ملیونونه منضومې شتون لري چې د ځینو سیارو زمونږ تر زمکې د اربونو نوري کلونو واټن دی.
قال الله تبارک وتعالی: وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَجَعَلْنَاهَا رُجُومًا لِّلشَّيَاطِينِ ۖ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ.(الملک: ۵)
ژباړه: او بې شکه چي آسمان د دې نړۍ مو ښایسته کړلوپه روڼو څراغونو او کړل مو (وسیله)دشیطانانو درټلو، او دوی ته مو تیار کړلو دسرولمبو عذاب.
موږ ته نږ دي آسمان(د دنیا آسمان) هغه چې شپې له لوري موږ دځلانده څراغونو په شکل فلکي اجرام وینو د دې آسمان په غیږ کې خوندي شوي ، دا مبارک آیت دالله سبحانه وتعالی د قدرتونو او عظمتونو وسعت څرګندوي هغه چې د لمړي آسمان په غیږ کې په ملیاردونو ستور لیکي چې هر یو ئې په په ملیاردونو شمسي منظومې اویو تر بل ئې په ملیاردونو نوري کلونه واټن دی،له یویخوا دښایست او ښکلا نظاره وړاندي کوي له بل پلوه شیاطین رجموي او هدایت میندونو ته د حق او ریښتینولي لار ښکاره کوي.
آسمان په ستورو ښایسته شوی او دا دهر شیطان له لاس رسي محفوظ دی، کله چې شیاطین د ځینو پټو خبرونو تر لاسه کولو په هڅه کې لوړ لاړ شي، یوه روښانه شغله ورپسي شي وژني ئې او یائې حواس مختل کړي ،خو کله ناکله ځیني خبرونه تر لاسه کوي چې په دنیا کې خپلو لارویانو ته ئې القأ کوي او بیا هغوی له دې یو رښتیا سره نور ډیر څه درواغ ګډوي، او خلکو ته ئې رسوي ، کله چې دا یوه خبره په خپل راتلونکي وخت کې رښتیا شي بیا لرې نه ده چې خلک دهغه په نورو ډیرو درواغو هم د ریښتینولي باوروکړي.
امام بخاري په صحیح بخاري کې د صفوان (رضی الله عنه) روایت نقلوي: الله سبحانه وتعالی چې په بره د کوم آمر پریکړه وکړي، ملایک په ډیر عجز ادب او ویرې سره خپل وزرونه غونډوي، کله چې یو څه ډاډمن شول بیا پوښتنه کوي چې ستاسو رب څه وفرمایل؟، مخاطبین فرمايي: الله سبحانه وتعالی چې څه وفرمایل ،هغه حق دي، هغه عالي، لوړ او ستر ذات دی.
حضرت صفوان ،خپل دلاس ګوتې یو په بل کیښودې او اشاره ئې وکړه چې شیاطین داسي یو دبل په سر قطار جوړوي، چې دوی د خبرو اوریدو په هڅه کې وي چې شهاب ثاقب ئې وسوزوي ،کله ناکله دوی همدا د ملایکو خبرې واوري په عاجله توګه یو دبل په واسطه ساحرانو او کاهنانو ته رسوي، هغوی له یو رښتیا سره نور څه ډیر درواغ یوځای کړي ، کله چې یوه خبره ئې د وړاندوېنې په توګه رښتیا شي په نورو ئې هم خلک تیر وځي او باور کوي.
شهابونه څه دي او له کومه کیږي؟
د شهابونو په اړوند یوه رایه خو دادی چې ستوري ماتیږي درڼا سوزونکي وړانګې(شغله) ترې بیلیږي.
دویمه رایه دادی چې له زمکې بخارات پورته کیږي، دا بخارات داور بڅرکې شي او له دینه درڼا تیزې وړانګې جوړې شي .
دواړه نظرئې د قرآنکریم ارشاد مخالفت نه کوي، دا هم ممکن دی چې له ستورونه شغله ووځي او داهم ممکن دی چې د زمکې نه بخارات پورته او داور شغله ترې جوړشي ، چې شعاب ثاقب ترینه مراد وي.
که ستوري ماتیږي او یا له زمکې بخارات پورته کیږي، خالق او مالک ئې واحد او لاشریک ذات(رب العالمین) دی چې په هر څه اختیار لري او په هر څه قادر دی.
دشهابونو وریدل له پخوا روان وو،خو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) د رسالت سره سم د دې شهابونو دنده دا هم شوه چې شیاطین په نښه کړي او د دوی د جاسوسي هڅه شنډه کړي.
امام الوسي په (تفسیر روح امعاني ) کې لیکلي: له امام زهري نه چا پوښتنه وکړه: دستورو ماتیدل(شهاب ثاقب) له پخوا همداسي ول؟، هغه وفرمایل: هو! دا له پخوا وو، مګر د شیاطینو د ویشتلو دنده ئې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) له رسالته بعد پیل شوه.
یو تفسیر دا هم دی چې مشرکینو د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه معجزي غوښتي په ځواب کې دالحجر سورت (۱۶ ، ۱۷ او ۱۸) آیتونو کې وویل شو: ایا داسي په بې شمیره ستورو ښایسته آسمان ، چې دالله سبحانه وتعالی د وحدانیت مظهر وړاندي کوي، دا نظم او شان ئې چې په ایمان راوړلو نه قانع کوي، په څه په څه به قانع کړی شي؟.
دا هم د قرآنکریم یو علمي اعجاز دی چې د نني پرمخ تللی ساینسي دورې کې ساینس همغه ادعا کوي چې قرآنکریم دنزول په وخت کې کړي.
قرآنکریم فرمايي: آسمان ته ختل ممکن نه دي او که څوک د ختو هڅه وکړي شهاب ثاقب به ئې وسوزوي.
نن ډیرو سترو تحقیقاتو دا جوت او حتمي کړی چې بره آسمان ته د تګ په لار کې له ټولونه ستر مانع شهاب ثاقب، داور هغه سرې او سوزونکي لمبې دي چې هره شیبه له هر لوري غورزي، ځان ترې ساتل ممکن نه دی.
ددې شهابونو په وړاندي چې هرڅه راشي ، له یويمخې ئې ویلي کوي.
د شهاب ثاقب( ساتندویان) د حرارت ، سرعت او فشار درجه دومره لوړه ده چې هر شی ویلي کوي، هیڅ یو شی ئې مخې ته نه شي تمیدی.
همدا له امل دی چې انسان یواځي د سترو شمسي نظامونو په نسبت وړوکي شمسي نظام یو څو ستورو ته نسبي لاس رسی پیدا کړی، تر دې وړاندي تګ ورته ممکن ځکه نه دی چې د دوي وسایل د شهابونو مقابله نشي کولی اونه ترې محفوظ پاتي کیدی شي.
داد قرآنکریم شان دی، چې څوارلس پیړۍ وړاندي کومه خبره کړې نن وینو چې یو په بل پسي په ساینسي نړۍ کې تحقق پیدا کوي.
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ.(التکویر: ۲۵)
ژباړه: او نه ده دا وینا د رټل شوي کوم شیطان.
دقرآنکریم، کلمات، آیتونه او سورتونه چې الله سبحانه وتعالی ئې د جبرایل په واسطه په حضرت محمد(صل الله علیه وسلم) وحې کوي دکوم رتلي شوي شیطان وینا نه ده.
دالهي کلام چې کله قرأت کوي وړاندي وروسته د رټل شوي شیطانه پناه غواړئ.
قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.( النحل:۹۸)
ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطانه پناه یوسه.
همدا راز د درسي موضوع په اړوند، د سیدنا حضرت نوح(علیه السلام) د دعوت مخالفینو دهغه مخه په تهدیداتو نیوو.
قال الله تبارک وتعالی: قَالُوا لَئِن لَّمْ تَنتَهِ يَا نُوحُ لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ.( الشعرأ:۱۱۶)
ژباړه:وئې ویل: اې نوح! که ډه ډه ونکړې حتماً به له سنګسار شووشې.
(لَتَكُونَنَّ مِنَ الْمَرْجُومِينَ:حتماً به له سنګسار شووشې.) دا دمنکر قوم اختار و چې نوح(علیه السلام) ته ئې ورکوو چې له خپلو نصایحو او دتوحید له دعوته مخ وګرځوه کنه سنګسار به دي کړوو.
همدا راز د عمران میرمن په اړوند قرآن فرمايي...
قال الله تبارک وتعالی: فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَىٰ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ. ( ال عمران: ۳۶)
ژباړه :نو کله چي ئې وزیږاوو، وئې ویل:اې زما ربه! ماخو نجلۍ وزیږوله! او الله ښه پوهیږي چي څه ئې زیږولې، او نارینه خو دښځي په څیر نه وي! او ما هغه مریم ونوموله او زه دا او اولاد ئې له رټل شوي شیطان ستا په پناه کي درکوم.
دا د هغه واقعې بیان دی چې د عمران(رحمه الله) میرمنې خپل د ګیډې ماشوم، د بیت المقدس خدمت لپاره نذر کړی و، په دې هوډ چې دا به هلک وي ، خو کله ئې چې وزیږوله نجلۍ وه( بي بي مریم ) ئې ونوموله.
