استعاذه (دعا او التجا(
د استعاذې ویل په هر حال او وخت کې دعأ اوالتجا دی، ځکه نامريي دښمن هره شیبه دبندګانو اغوا کولو هڅه کوي، ځان ترې ساتل اسان نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته.
همدا راز دهر ضرر رسونکي له شره آمان غوښتل او الله سبحانه وتعالی ته پناه وړلو دعأ دی.
عن خَولَة بنتِ حكيمٍ رَضي اللَّهُ عنها قالتْ : سمعْتُ رسول اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم يقولُ : مَنْ نَزلَ مَنزِلاً ثُمَّ قال : أَعُوذُ بِكَلِمات اللَّهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ ، لَمْ يضرَّه شَيْءٌ حتَّى يرْتَحِل مِنْ منزِلِهِ ذلكَ .( أخرجه الموطأ ومسلم والترمذي وقال: حديث حسن غريب صحيح)
ژباړه:خولة بنت حكيم( رضی الله عنها) فرمايي: ماله سیدنا حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم ) نه واوریدل چې فرمائل ئې: هغه څوک چې له خپل منزله کوز شو، وئې ویل: پناه وړم دالله په کلمات تامه باندي، دشر دهغه څه نه چې خلق کړي ئې دي، ده ته تاوان نه شي رسولی تر هغه چې دی له دې ځایه روان شوی نه وي.
(بكلمات): چې دهغه په هکله خبرې کیږي، دبیلګې په توګه پیریان...( والله عالم)
(التَّامَّات): هغه چې په دې ځای او ساحه کې مسلط وي.(والله اعلم)
وعن عبد الله بن عمر بن الخطاب (رَضي اللَّه عنهمَا) قال : كانَ رسولُ اللَّهِ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم إذا سَافَرَ فَأَقبَلَ اللَّيْلُ قال : يَا أَرْضُ ربِّي وَربُّكِ اللَّه ، أَعُوذُ بِاللَّهِ مِنْ شرِّكِ وشَرِّ ما فِيكِ ،وشر ماخُلقَ فيكِ ، وشَرِّ ما يدِبُّ عليكِ ، وأَعوذ باللَّهِ مِنْ شَرِّ أَسدٍ وَأَسْودٍ ، ومِنَ الحيَّةِ والعقربِ ، وَمِنْ سَاكِنِ البلَدِ، ومِنْ والِدٍ وما وَلَد .(رواه أبو داود،نسايي، و...)
ژباړه: امام ابو داود دسیدنا حضرت عبدالله ابن عمرو(رضی الله عنهما)نه روایت کوي چې فرمايي: حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم )چې کله به په سفر کې وو او شپه راورسیده،( غوښتل ئې تم شي شپه تیره کړي) فرمایل ئې: اې زمکې! زما او ستا رب الله(جل جلاله) دی، پناه وړم الله(عزوجل) ته له شرک نه،او له شردهغه څه نه چې په تاکې دي او د شر له هغه چې په تا کې خلق شوي چې ستا په مخ ګرځي ، پناه وړم الله(جل جلاله) ته له زمري او تور له شره( هر هغه شی چې په نظر راځي او دشر اندیښنه ترې کیږي)، له مار ،لړم او د دې ښار له اوسیدونکو(پیرانو) له پلار(ابلیس) او اولاده وو( شیاطین) څخه.
حضرت رسول اکرم( صلی الله علیه وسلم ) په دعاګانو کې له هر دردونکي او ویرونکي مخلوق له شره او همدا راز د ورته عواقبونه الله سبحانه وتعالی نه پناه غوښتې ده،چې زیات روایتونه دي،دبیلګې په توګه دمسیح دجال له شره، دقبر له عذابه... او همدا راز په هر هغه ځای کې چې دشیطان د مداخلې اندیښنه وي لکه اودس ماتي ته کیناستلو نه وړاندي په حدیث شریف کې روایت دی.
عن أنس بن مالك (رضي الله عنه) أن النبي (صلى الله عليه وسلم) كان إذا دخل الخَلاء قال: اللهم إني أَعُوذ بك من الخُبُثِ والخَبَائِث. (متفق علیه)
قرآنکریم دسیده (مریم علیه السلام) هغه پیښه چې سیدنا حضرت جبرائیل(علیه السلام) ورته راغی او دی په خلوت کې وه، چې دهغه راتګ ئې محسوس کړ، وویریده چې ضرر و نه رسوي، الله سبحانه وتعالی ته ئې پناه یووړه.
قال الله تبارک وتعالی : قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا.(مریم :۱۸ )
ژباړه:وئې ویل: زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.
کله سیدنا حضرت جبرائل(علیه السلام) دالله سبحانه وتعالی په آمرپه انساني شکل او صورت بي بي مریمې ته راغی، چې دسیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) دپیدا کیدو زیری ورکړي، بي بي مریمه د پردې تر شاه وه، کله ئې چې محسوس کړ د ده لورته څوک نږدي کیږي، غږ ئې وکړ:زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.
په ځینو روایتونو کې راغلي چې کله حضرت جبرائل(علیه السلام) دالله سبحانه وتعالی نوم واورید تر شا شو، بیا ئې دالله سبحانه وتعالی پیغام ورته قرأت کړ، په قناعت سره ئې د بي بي مریمې په ګریوان کې پوکی وکړ، چې په سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) حامله شوه.
