د بدیو ځواب نیک
دامام ابن کثیر په قول: په قرانکریم کې درې ځایه داسي ایتونه دي چې هغه دخو او حمیده اخلاقو جامع بنیاد جوړوي او دمکارم اخلاق درس ورکوي، د دې دریواړوځایو آیتونو په وروستي برخه کې له شیطانه پناه غوښتل شوې ده.
لمړی آیت
قال الله تبارک وتعالی: خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ. (۱۹۹) وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( الاعراف: ۲۰۰)
ژباړه: عفوه اختیار کړه، په معروف ګمارنه کوه او له جاهلانو ډه ډه کوه.
او که دشیطان کومه وسوسه دي وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه، بې شکه چي هغه ښه پوه اوریدونکی دی.
(خُذِ الْعَفْوَ ):عفوه اختیار کړه.
دتفسیر امامانو عفوه په څو معانیو روایت کړی،غوره او جامع معنی ئې دادي.
لمړی: چې څوک پرتا تیری او ظلم کوي داصلاح او ثواب په نیت هغه نه انتقام مه اخله، بخښنه ورته وکړه.
دویمه معنی: هر هغه څوک چې په مناسبه توګه تاسره راشه درشه نه کوي، ستا په مقام او حیثیت سترګې پټوي هغه ته بخښنه کوه.
دریمه معنی: هر هغه خپلوان، دوست، ګاونډیان او پیژندونکي چې تاسره اړیکه پریکوي دروغ نیت په بنأ ته ورسره خوږه او اغیزمنه اړیکه جوړه وه.
(وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ):له جاهلانو ډه ډه کوه.
ددې دا مطلب نه دی چې تعلق او اړیکه له ناپوهانو سره قطعه کړی شي بلکه دا لار ښوونه دی چې د بدي او سختیو ځواب او بدله په بدیو او سختیو مه ورکوئ، بلکه په روغ نیت خواخوږي کوئ.
دبدیو په مقابل کې نیکي کول او د لار بیلونکو سره په تکلف اړیکه جوړول په ظاهره ډیرسخت او تکلیف دی، همدلته دی چې شیطان موقع تر لاسه کوي د دښمني تخم شیندي د نیکو اړیکو ویجاړولو هڅه او وسوسه کوي.
دغه مواقعو کې قهر او تند غبرګون مخه نیول اسان نه دی مګر دالله سبحانه وتعالی په مرسته او هدایت، چې په دغه حالت کې به الله سبحانه وتعالی ته رجوع کوئ او دشیطان له شره به پناه غواړئ(وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ :او که دشیطان کومه وسوسه دي وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه)
کله چې بنده په دې هدایت عمل وکړي لوړ اخلاق ئې خپل کړل ، د دنیا او اخرت بریالیتوب او خوشحاله ژوند به ئې په برخه شي.
په دي هکله درسول الله(صلی الله علیه وسلم) عملي کړنلارې یوه بیلګه:
داحد په غزا کې سیدنا حضرت حمزه(رضی الله عنه) په شهادت ورسید،مشرکینو په ډیر شقاوت او بې رحمۍ سره دهغه د مبارک جسد بې حرمتي وکړه ، ځیني غړي ورته پریکړل.
ابوبكر احمد بن موسى بن مردویه اصفهانى ( ابن مر دویه) د حضرت سعد بن عباده (رضی الله عنه) په قول روایت کوي: رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) چې دخپل ورو(رضاعي ورور) او مشفق تره، سید الشهدا حضرت حمزه بن عبدالمطلب مبارک جسد په دې حال کې ولید ډیر خفه او زړه ئې دومره درد واخست، چې وې فرمائل: دحمزه دغچ اخستو په بدل کې به زه د(۷۰) تنوهغه مشرکینو دبدن غړي پریکړم چې په دې جرم کې دخیل دي .
الله سبحانه وتعالی دامبارک آیتونه نازل کړل، چې ستامقام ستر دی ته دانتقام هوډ مه لره بلکه ناپوه جاهلانو ته عفوه کوه.
رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) بیا هیڅکله دانتقام په نوم نه عملي هڅه کړې اونه وینا.
دبیهقي په روایت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) حضرت علي(رضی الله عنه) ته سپارښتنه کوي اوفرمايي: له ټولو نه غوره اخلاق دادي ،چې څوک درسره بد کوي ته ورسره ښه کوه او له زیاتیو ئې تیریږه، بخښنه ورته کوه او که څوک در سره اړیکه پریکوي ته ورسره اړیکه ټینګوه،څوک تا محروموي ته ورته عفوه کوه.
همدا راز امام احمد(رحمه الله) په خپل مسند کې د حضرت عقبه بن عامر(رضی الله عنه) نه روایت کوي چې ده ته رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دروزني په ترځ کې دغوره اخلاقو روزنه ورکړې ده،چې دی فرمايي: ماته رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائل: کوم یو چې پرتا ظلم وکړ(ستا حقوق ئې تر پښو لاندې کړ) ته ورته بخښنه کوه، کوم یو چې له تاسره اړیکه وشلوله ته ورسره اړیکه ټینګه کړه.
هغه څوک چې ناپوه او جاهل دي عفوه، بخښنه، صبر او پیرزوینه دهغو غوره او بهترینه درملنه ده.
رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمکې دفتحې په ورځ نه یواځي دمکې مشرکینو ته عفوه اوبخښنه وکړه چې پرده او د ده په مبارکو اصحابو ئې بیدریغه ظلمونه ، جفا او تیري کړي و، نه یواځي عفوه او بخښنه ئې وکړه بلکه هغوی ئې په هغه ظلم او ناروا ملامت قدرې هم نه کړلو دیته وايي مکارم اخلاق.
دریم آیت:
قال الله تبارک وتعالی: وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ۚ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ (۳۴) وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ (۳۵) وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . (فصلت :۳۶)
ژباړه:په داسي حال کي چي نه ښیګڼي سره برابریدی شي او نه بدي، په هغه څه سره ئې دفع کوه چي تر ټولو غوره وي، ناڅاپه به و(وګورې) هغه چي ستا او دهغه ترمنځ کومه دښمني وه داسي شوی لکه کوم خواخوږی دوست.
او دا له هغو پرته چي صبر ئې کړی دبل چانه په برخه کیږي او دا له هغه پرته چي ستر بختور وي دبل چا نه په برخه کیږي.
او که دشیطان له لوري کومه وسوسه او هڅونه در ورسیږي نو په الله سره پناه غواړه، یقیناً هغه پوه اوریدونکی دی.
په دې مبارکو آیتونو کې دیوبا احساسه ، مجاهد ، دعوتګرمسلمان اوصاف بیانیږي، چې په حسنه آمر کوي او له سیئه نه منع هغه چې بدي په بدي نه بلکه په ښو اخلاقو ځوابوي ، دبدو او کنځلو په مقابل کې غوره او دخیر دعا کوي، دجاهلانو په وړاندي د زغم او برداشت حوصله کوئ، دچا دبدو خبرو او غصي په مقابل کې صبر،حوصله او غوره تدبیر کوي.
دالله سبحانه وتعال هر مطیع بنده چې دبدو ردو او کنځلو ځواب په صبر زغم او ښه طریقه ورکړي دهغه بد ترینه بدخوا او دښمن به هغه ته ځانګړی عقیدت پیدا کړي او دی به داسي شي ( كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ:لکه کوم خواخوږی دوست).
امام قرطبي رحمه الله، د ( ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) دیو غوره مصداق په توګه دسیدنا حضرت ابو بکر صدیق (رضی الله عنه) یوه بیلګه وړاندي کوي او لیکي: یوتن حضرت ابو بکر صدیق(رضی الله عنه) ته بدې ، سپکي او سپورې خبرې وکړې، هغه په ځواب کې وفرمایل: که ته په خپلو خبرو کې ریښتینی ېئ، زه ناکاره او مجرم یم، الله سبحانه وتعالی دماته بخښنه وکړي، او که ته په خپلو خبرو کې مفترې او دروغژن ئې الله سبحانه وتعالی د تاته بخښنه وکړي.
معارف القرآن دمظهري په روایت دسیدنا حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) له قوله لیکي: د دې مبارک آیت حکم دادی چې کوم یو تن تاته د قهر او غضب څرګندونه وکړي، ته صبر او حوصله کوه،څوک تا سره دجاهلانو رویه کوي ته حلم کوه، کوم یوتن تاته تکلیف ورسوي، ته هغه ته عفوه وکړه.
قرآنکریم په دوو حالتونو کې داستعاذي په ویلو آمر کړی .
لمړی دقرآنکریم تلاوت پیلولو نه وړاندي.
قال الله تبارک وتعالی: فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ.(النحل: ۹۸)
ژباړه: نو کله چي قرآن لولې الله ته درټل شوي شیطان پناه یوسه.
دویم دقهر او غضب په وخت او حالت کې.
قال الله تبارک وتعالی: وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ.( الاعراف: ۲۰۰)
ژباړه: او که دشیطان کومه وسوسه دي وسوسه کړي نو الله ته پناه یوسه، بې شکه چي هغه ښه پوه اوریدونکی دی.
