مهمو استعاذو یادونه
قرآنکریم انسان ته دهغه بنیادي دښمن ور پیژندلی او سپارښتنه ئې کړې ده چې د هغه دپټوا وښکاره خطرنو نه دحفاظت لپاره الله سبحانه وتعالی ته پناه یوسئ.
الله سبحانه وتعالی او دهغه رحمتونوته پناه وړل،حقیقي پناه او دخلاصون لاردی چې په قرآنکریم کې په لاندې توګه ذکر شوي.
په مجموع کې ټول پیغمبران او دالله سبحانه وتعالی مطیع بندګان خپل امورات الله سبحانه وتعالی ته سپارل چې دشیطان له ضرراو تاوانه په آمان کې پاتي شي.
سیدنا حضرت آدم (علیه السلام) ته چې کله د شیطان دوکه او دښمني څرګنده شو،له هغه وروسته ئې په هرهغه شیبه کې داستعاذي غوښتنه او دعا کړې چې د ضرراو تاوان ویره وه.
استعاذه په حساسو شیبو کې،دبیلګې په توګه دقرآنکریم تلاوت، د بدني او اخلاقي خطرونو دمخنیوي په غرض پناه غوښتل دي،دې سپارښتنو ته سترو انسانانو زیاته توجه کړې ده.
قرآنکریم دسترو شخصیتونو نومونه ذکرکړي چې الله سبحانه وتعالی ته ئې دشیطان له شره پناه وړې ده.
همدا راز دا سلسله دټولو پیغمبرانو او د مطیع بندګانو وه چې قرآنکریم دځینو پیغمبرانو او د سترو شخصیتونو داستعاذو یادونه کوي.
لمړی : الله سبحانه وتعالی ته پناه وړل دي په هرحالت کې .
أَعُوذُ بِاللّهِ ، فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۖ ،أُعِيذُهَا، عُذْتُ بِرَبِّي ، مَعَاذَ اللَّهِ ۖ ، تَذَكَّرُوا، مُلْتَحَدًا، مَوْئِلًا،توکل ،و...
دویم : هرهغه څه ته پناه وړل چې دالله سبحانه وتعالی دمرستي اُمید او توقع سره بشپړ یقین وي، چې پناه وړل په ظاهره اسباب ته وي خو دخلاصون اوساتني دعا الله نه وي، لکه چې قرآنکریم کې د( أوی او أووا) په توګه کلمات ذکر شوي.
۱:أَلَم یَجدِکَ یَتیمًا فَاوَی.(الضحی:۶): مګرنه ئې وموندلې یو یتیم او د ټیکي ځای ئې در کړ؟
۲:وَالَّذِينَ آوَوا وَّنَصَرُوا أُولَٰئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقًّا ۚ.( الانفال:۷۴): او هغه چي (مهاجر) ته ئې پناه ورکړې اود(مجاهد) مرسته او ملګر تیا ئې کړې دوی حقیقي مؤمنان دي.
پورته دواړه استعاذي روا بلکه عبادت دی.
دریم: ناروا او مذموم پناه وړل هغه چې له الله(عزوجل) پرته بل ته پناه وړل دي،ناروا بلکه کفردی،څرنګه چې قرانکریم کې ذکرشوی، لکه:سَآوِي ،ملجأ ،یعوذون ...
۱:قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ .( هود:۴۳):
ژباړه:وئې ویل: کوم غره ته به پناه یوسم چي له اوبو مي وساتي.
ان شأ الله دا هره کلمه دمورد او اذهانو روښانولو په بنأ په خپل خپل ځی کې یوه اندازه توضیح او تشریح شي.
أَعُوذُ
دسیدنا حضرت نوح (علیه السلام) استعاذه(قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ.(هود :۴۷)
ژباړه:وئې ویل:اې زما ربه! زه له دې پناه دروړم چي دهغه څه غوښتنه درنه وکړم چي نه پرې پوهیږم)
دسیدنا حضرت موسی(علیه السلام) استعاذه...
قَالَ أَعُوذُ بِاللّهِ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ .( البقره: ۶۷)
ژباړه: وئې ویل: الله ته له دې پناه وړم چي له جاهلانو وم.
د سیدنا حضرت عیسی(علیه السلام) دمور(بي بي مریم) استعاذه...
قال الله عزوجل : قَالَتْ إِنِّي أَعُوذُ بِالرَّحْمَٰنِ مِنكَ إِن كُنتَ تَقِيًّا.(مریم :۱۸ )
ژباړه:وئې ویل: زه رحمن رب ته له تا پناه وړم که (له الله) ویریدونکی یې.
دا پیښه دسیده بي بي مریم د حمل اخستو مرحله وه چې سیدنا حضرت جبرائيل(علیه السلام) په انساني شکل کې ورته ښکاره شو.
که پوره تفصیل غواړئ؟ تفسیر ته مراجعه وکړئ.
قال الله تبارک وتعالی: وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ.(المؤمنون: ۹۷)
او و وایه: اې زما ربه! د شیطانانو له وسوسو پناه در وړم.
وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ.( المؤمنون:۹۸ )
او له دې پناه دروړم چي خواته مې حاضر شي.
قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ .(الفلق:۱)
ژباړه: ووایه : پناه وړم رب دټولو چاودیدونکو ته.
قال الله تبارک وتعالی: قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ.(الناس:۱)
ژباړه: ووایه : پناه وړم رب دټولو خلکو ته.
