د ترکانو Togg
ترکانو د Togg په نوم برېښنایي موټر جوړ او کارونې ته وړاندې کړ، د ترکیې د صنعت او ټکنالوژي وزیر سيد مصطفى ورانك د خپل موټر په اړه وایي: زموږ د وطني موټر جوړولو ترشا زموږ د خپلو اولادونو محمد او عائشة، لاسونه او هڅې دي، نه د هانس او جورج!
ویل کیږي د دې موټر جوړولو پروګرام 60 کاله پخوا ترتیب او پیل شوی و! چې دا دی اوس دا ستر او د وخت خورا مهم کار ترسره شو.
ګټور، مهم او لوی کارونه کارنده ماغزه، پروګرام جوړول، سخت او پرلپسې کار او اوږد وخت غواړي، هیواد جوړونه او پر خپلو پښو دریدل، طویل المدت او اوږدمهاله کارونه غواړي. او دا ستر انجازات او لویې لاسته راوړنې د عصري علومو او ټکنالوژي له برکته رامنځته کیږي او دا د دې کارونو ترسره کولو لپاره اساس دي. وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا.
