د راتلونکي لپاره
وتلی عالم او ادیب شیخ علي الطنطاوي رحمه الله لیکي: ابتدایي ښوونځي مې د راتلونکي لپاره وویلې، له هغه وروسته یې راته وویل: د راتلونکي لپاره باید منځنۍ زده کړې هم وکړې؛ هغه مې هم ترسره کړې، له هغه وروسته یې راته کړه چې بکلاریوس وکړه، بیا لیسانس او ماستري وکړه، دا ټولې زده کړې مې د راتلونکي لپاره وکړې.
بیا یې راته وویل چې د راتلونکي لپاره باید وظیفه پیدا کړې، بیا یې راته وویل چې د راتلونکي لپاره باید واده وکړې، بیا یې راته وویل چې د راتلونکي لپاره باید اولادونه وزیږوې! ګورئ همدا اوس چې زه دا کرښې لیکم، زما عمر 77 کاله دی! او دې راتلونکي ته زه لا انتظار کوم!
مستقبل او راتلونکی هغه سره ټوټه ده چې د مست غوایي په سر کې تړل شوې یي، هغه منډې پسې وهي او ورسیدلی نه شي، ځکه راتلونکي ته چې ورسیږې هغه حاضر وخت وګرځي او حاضر ماضي وګرځي او بیا به د نوي راتلونکي وخت انتظار کوې... رښتینی مستقبل او راتلونکی دا دی چې الله تعالی راضي کړې، له اوره یې ځان وساتې او جنت ته ننوځې.
