No-IMG

د زمانې سره نږدې کیدل

    رسول الله ﷺ فرمایي: قیامت به تر هغه رانه شي څو زمانه خپلو کې سره نږدې شي، نو کال به لکه میاشت داسې شي، میاشت به لکه جمعه داسې شي، جمعه به لکه ورځ داسې شي، ورځ به لکه یو ساعت داسې شي او ساعت به لکه د کجوري لښته سوځیدل دومره وخت شي. ‏عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله ﷺ :  لا تقوم الساعة حتى يتقارب الزمان فتكون السنة كالشهر، ويكون الشهر كالجمعة، وتكون الجمعة كاليوم، ويكون اليوم كالساعة، وتكون الساعة كاحتراق السعفة أو قال الخُوصة. مسند أحمد

    د زمانې او وخت سره نږدې کیدلو (يتقارب الزمان)، معنا اکثره شارحینو د وخت په بې برکتي سره کړې ده، یعني یوه کال کې به د میاشتي هومره کار کیږي... له دې سره یې نور تشریحات هم شته. او ځینې معاصر شارحین وایي: له زمان نه مراد اهل زمان دي، یعني د وخت خلک به د اړیکو او لېږد وسایلو او وسایطو په لحاظ سره نږدې شي، چې دې کې په ښکاره نړیوالتوب (Globalization) ته نغوته ده. الله اعلم

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک