No-IMG

د کلیسا کرامت (!)

   کال 2007م د ټکساس ولایت کې د شرابو یوه تاجر پرېکړه وکړه چې هلته د لویې کلیسا څنګ ته د شرابو لوی دکان خلاص کړي، د کلیسا پادریانو (عیسایي ملایانو) یې سخت مخالفت وکړ، هغوی ټوله شپه په عبادت تېره کړه او د شرابو تاجر ته یې ښېراوې کولې، سهار وختي د شرابو مارکیټ کې ګړز شو د برق لاینونه شاټ او اور ولګیده! لنډه دا چې د شرابو مارکیټ مکمل وسوځید او ایره تویه شو.

   سهار پادریانو مېله جوړه کړه چې الله یې دعا قبوله کړه او دوی بریالي شول. خو د ورځې په اوږدو کې د شرابو تاجر محکمه کې عارض شو او په پادریانو یې دعوه وکړه چې ده ته یې پخپلو ښېراؤ سره دوه ملیونه ډالره تاوان رسولی! او دی یې خامخا له کلیسا شکه غواړي، پادریانو محکمه کې مکمل انکار وکړ چې زموږ عبادت او ښېرا پر ژوند چارو هیڅ اغېز نه لري، د شرابو تاجر ...نه کې باد وهلی، چټي لګیا دی.

     ریپوټ زیاتوي: د محکمې قاضي د موضوع له پلټنې وروسته سمدستې هک حیران پاتې شو، پرېکړه یې وځنډوله او پر دوسیه یې دومره ولیکل: نه پوهیږم دې قضیه کې څه حکم وکړم؟! د دوسیې پاڼو کې د شرابو تاجر ټینګار کوي چې د کلیسا عبادت او ښېرا خامخا د ژوند پر چارو اغېز لري، خو پخپله د کلیسا پادریان د خپل عبادت او ښېرا له اغېزه مکمل انکار کوي!! او د کلیسا کرامت (!) نه مني...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک