احمد ارشاد احرار
د احمد ارشاد احرار لیکنی
خلک ټاکنې کوي، موږ یوازې ښونځی غواړو
نن په امرېکې کې د ټاکنو ورځ ده. د نړۍ حالات داسې دي چې نن دا ټاکنې د بشر د تاریخ لوری ټاکي. خو بله خوا په افغانستان کې ورځ تر بلې له حکومت څخه د خلکو تمه حداقل ته راټیتیږي.
په شرقي آلمان کې چې کله کمونیستي حکومت حاکم و، د هغې سیمې آلمانیانو ته د غربي آلمان د ژوند سبک یو آرمان و، ټول ورتښتېدل، تر څو چې لوی دیوار یې د برلین ښار تر منځ ودرولو تر څو د تېښتې بهیر ودروي ځکه خو وروسته ځوانانو هڅه کوله چې د سر په بیه د برلین له دېوار څخه واوړي تر څو خپل خیالي ژوند ته ورسیږي. هغې وخت کې حتی رسنیو ته هم دا اجازه نه ورکول کېده چې غربي ښارونه او د ژوند سبک خلکو ته وښیي. له همدې وجې په یوه دوره کې چې د شرقي آلمان حکومت د خلکو له نارضایتۍ ډېر په تنګ شول او فیصله یې وکړه چې یو څه د خلکو غوښتنو ته رسېدن...
نور ولوله
افغانستان کې دوه لسیزې جمهوریت (!)
په افغانستان کې د ماډرنیزم د تجاربو په اوږدو کې تر ټولو ځانګړې تجربه د تېر جمهوریت ده چې تر ننه پورې چا جدي څه ورباندې ندي لیکلي، تر اوسه یې تصویر ډېر تور او سپین ښکاري او تر ډېره پورې یې قضاوت ته یو څه وخت هم شته خو څو ټکي یې په هکله لیکلی شو.
دا دوره د افغانانو د بې مضمونۍ دوره ده، خپله اجنډا د هېڅ چا سره نه وه، لویه دعوا هم د یو قوم تر حدودو پورته نه تله، دلته هر څه افغانانو ته نا پېژانده او مبهم و، هر څه د افغانانو تر سویې جګ و، هېڅ چا مشخص لوری پکې نه درلود او نه یې د لوري ټاکلو وړتیا درلوده.
له ط.البانو وروسته هېڅ داسې سیاسي بهیرونه افغانستان کې و نه غوړېدل چې د بېارغونې او پرمختګ داعیه ولري، هېڅ داسې بهیرونه پیدا نشول چې د قانون د حاکمیت ملاتړ وکړي...
نور ولوله
فقه د اخلاقو په بیه!
دا څو ورځې د ملا دین محمد ودیوګانې ډېرې ښکته او پورته کیږي. که رښتیا ووایم زه یې په اورېدو شرمېږم. لکه په دین کې چې د سره بل بحث نه وي، یوازې همدا چټیاټ دي چې ښکته او پورته کیږي. په همدې اړوند دا څو کرښې لیکم.
د اسلام په تاریخ کې ناڅاپه داسې یوه دوره راغله چې د فقهې علم پر اخلاقو، تزکیې، کلام او فلسفې غلبه ومونده، عالم به هغه ته ویل کېدل چې په فقه به ښه پوهېدو او پرهېزګاره به هم هغه و چې خپل کړه وړه به یې د فقهې د معیارونو سره برابر و. تر ټولو ناوړه څه چې له دې سره رواج شول هغه دا ګمان و چې فقه د انسانانو د کړو وړو اړوند ټولو پوښتنو ته ځواب ورکوي! له همدې وجې د فقهې او فتاواو کتابونه ټول له دې مباحثو ډک دي چې بولې به څه ډول کوې! استنجا به څه ډول کوې. یو ځلې د پوهنتون دوره کې په حنفي...
نور ولوله
حِلف الفضول (د مخورو تړون) څه و؟
له اسلامه مخکې مکې ته یو کس د تجارت مال راوړی و تر څو ویې پلوري، پدې کې یو زورور د عاص بن وائل په نوم له دې سړي نه مال واخیست خو پیسې یې ورنکړې. مظلوم سړي ډېرې دروازې وټکولې چا یې غږ وانورېد. په سبا سهار یې په کعبه کې چیغه کړه او له خلکو یې مدد وغوښت، پدې کې زبیر بن عبالمطلب جګ شو چې دا څه وایي؟ هماغه و چې بني هاشم، بني زهره او بنی تیم د عبدالله بن جدعان تیمي* په کور کې سره راټول شول، دوی دا ژمنه سره وکړه چې موږ به له هر ظالم نه د مظلوم حق اخلو او څوک به نه پرېږدو چې د چا حق وخوري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې لا په نبوت نه و مبعوث شوی خو د دې تړون شاهد او غړی و. دوی د هغه مظلوم حق واخیست او پس له هغې چا جرئت ونکړ چې د چا حق وخوري.
کلون...
نور ولوله
دیني درایت ته څنګه رسېدی شو؟
ښه به دا وه چې پدې هکله داسې خلکو لیکل کړي وی چې هغوی خپله د هسک دیني درایت خاوندان دي. زه هغې سطحه کې نه یم خو د هغه خلکو تجربې او خبرې شریکولی شم چې هغوی دې درایت ته رسېدلي و.
که چېرې تاسې د محمد غزالي مصري د لیکلو انداز وګورئ، هغه په ځینو ځایونو کې حتی د بخاري روایات ډېر په آسانه رد کوي، وایي دا د دین د روح سره په ټکر کې دي! د دین له روح سره انسان هغه وخت آشنایي پیدا کوي کله چې د رسالت په موخو، د قرآن په ذاتي او اساسي پیغامونو او د خدای په کلام کې د بشري ناخوالو، ظلمونو، خرافاتو اوبې عدالتیو پر وړاندې د مبارزې له پیغام سره پوره آشنایي پیدا کړي. هغه وخت یو انسان له ورایه پوهیږي چې آیا د خدای رسول به دغسې خبره کړې وي؟ آیا دا ممکنه ده چې خدای دې دغسې امر کړی وي؟ آیا دا به ممکنه وي چې هغه...
نور ولوله
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اتباع به څنګه کوو؟
پرون مې په لیکنه کې لنډ غوندې ویلي و چې د نبي علیه السلام ځینې کردارونه محض انساني افعال و. هغه په یوه ځانګړې ټولنه کې د تاریخ په یوه ځانګړې موده کې اوسېدو، هغه په ټوله معنا د خپلې زمانې پیداوار و. هغه د خپلې زمانې جامې اغوستې، د هغه زمانې په فرهنګي چاپېریال کې رالوی شوی و، د هغه زمانې مروج مهارتونو باندې پوهېدو او د هماغه زمانې د ارزښتونو پر اساس یې په خپله ټولنه کې د امین لقب ګټلی و.
کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړه وړه وګورو، د هغه ځینې تصرفات د عربي ټولنې د یو وګړي په توګه دي، ځینې کړه وړه یې د قوم د یو مخور په شان دي، ځینې افعال یې د یو ستر رهبر د لارښونو په شان دي، ځینې کردارونه یې د خاوند، پلار او نیکه په توګه دي. او بالاخره یو ستره برخه د هغه د ژوند، هغه د ده د نبوت سره ت...
نور ولوله
آیا د امر بالمعروف پر قانون نیوکه په اسلام نیوکه ده؟
په وروستیو کې چې د امر بالمعروف قانون د فرمان په وسیله نافذ شو، د ط د ویاند له قوله وویل شول چې که څوک پدې قانون نیوکه وکړي، دا داسې ده لکه په اسلام یې چې نیوکه کړې وي.
لومړی؛ دا چې د دې قانون اکثریت مواد، د اسلامي فقهې اختلافي موارد دي. حنفي فقه په آسانۍ، تعقل او ټولنیزه تجربه درېدلې ده، دا فقه او مذهب تر بل هر مذهبه د نوې نړۍ سره د تعامل ډېره وړتیا لري خو له بده مرغه پدې قانون کې په ټولو اختلافي مواردو کې سخت دریځ ته ترجیح ورکړل شوې چې دا نه یوازې د حنفي فقهې له طبیعت سره ټکر لري بلکه د نبي علیه السلام د تګلارې سره هم ټکر لري. عائشه رضی الله عنها فرمایي چې نبي علیه السلام به د دوه چارو تر مینځ هغه ته ترجیح ورکوله چې هغه به آسانه و، خو نن سبا پالیسي دا ده چې هغه څه ته ترجیح ورکول کیږي چې...
نور ولوله
آیا د امیر ړوند اطاعت سم دی؟
په اسلام کې د امیر اطاعت د نظم او دسپلین د ټینګښت لپاره راغلی. عرب سرزوری قوم و، چا ځان له چا نه کم نه ګڼلو، سخته وه چې یو عرب دې بل ته کمه ووایي، ځکه نبي علیه السلام د امیر په اطاعت ډېر ټینګار کولو، حتی یو ځای کې وایي چې تک تور حبشي غلام چې سر یې د ممیز په شان وي که مې په تاسې باندې امیر کړلو، تاسې به یې اطاعت کوی. دا د دې لپاره چې مغرور عربان پدې پوه کړي چې د امیر اطاعت څومره اړین دی. بل ځای کې وایي که چېرې تاسې په سفر کې دری تنه وی، یو درکې امیر وټاکئ او د هغې خبرې منئ. دا ټول د دې لپاره چې په ټولنه کې شخړې رانشي، د شخړو د حل لپاره مرجع وي.
ښا؛ اوس ړوند اطاعت څنګه ده؟
د بدر په غزوه کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم په یو ځای کې خپل مورچل نیولو پدې کې حباب بن منذر رضی الله عنه چې د...
نور ولوله
أنتم أعلم بأمر دنياكم؛ د دنیا په چارو کې خپله ښه پوهېږی!
دا حدیث د مسلم څخه روایت شوی، کله چې د مدینې خلکو د خرما په ونو باندې د القاح عملیه ترسره کوله، نبی علیه السلام ورته وویل چې که دا ونکړئ نو څه به وشي؟ دوی ونکړه. په هغې کال د خرما حاصلات ډېر ژوبل و. نبي علیه السلام وپوښتل چې دا ولې؟ هغوی ورته وویل چې تاسې موږ د القاح کولو څخه منع کړي و ځکه داسې شول. بیا نبي علیه السلام ورته وویل چې د دنیا په چارو کې تاسې تر ما ښه پوهېږی. مطلب له ما څخه د دین مسائل مو اخلئ، دنیوي چارو کې تاسې خپله ښه پوهېږی.
دې حدیث ته په کتو، که د ژوند ټولې چارې وګورو، سیاست، اقتصاد، حکومت، ټولنیز ژوند.. په دې ټولو کې اسلام یوازې ستر ارزښتونه بیانوي، کلي اصول پکې بیانوي، ظلم به نکوئ، د بل حق په نخورئ، عدالت به قایموئ، مینه او ورورګلوی به کوئ، د الله له محرماتو به ځان ساتئ...
نور ولوله
کامل دین او ناکامل فهم
د دین د کاملیت په اړه باید پدې هم پوه شو چې د وحی له پای او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له رحلت سره شریعت بشپړ شو او آسماني کتاب تکمیل شو خو د دین تفسیر او په دین پوهېدل به هېڅ کله کامل نشي. زموږ پیغمبر خاتم الشرائع دی خو هېڅ عالم، هېڅ دین پوه خاتم المفسرین ندی. که په بل انداز ووایو، شریعت تقدس لري خو د شریعت هېڅ تفسیر تقدس نلري یوازې د شریعت په اړه د مفسرینو هڅه او اجتهاد تقدس لري. که چېرې د دین تفسیر د پای ټکی درلودی بیا دا دین د هر عصر لپاره د تطبیق جوګه کېدی نشوی.
د نبي علیه السلام له رحلت وروسته د ځمکې او آسمان رابطه وشکېده، د ده د وفات له لومړۍ ورځې د صحابه کرامو تر مینځ اختلاف پیل شو او دا ټول اختلافات بیا د هغه یارانو په خپلو اجتهاداتو حل کول خو د هېڅ اجتهاد د رد او ت...
نور ولوله
د دین کاملیت په څه مانا دی؟
ډېری وخت چې زه کومه لیکنه کوم، د ځینو ملګرو له خوا دا ویل کیږي چې زموږ دین کامل دی، هېڅ څه یې ندي پریښي، هر څه پکې بیان شوي. کله نا کله لوی ملایان هم دغه خبره کوي.
د دین د کاملیت په موضوع کې یوه غلط فهمي شته، هغه دا چې دوی فکر کوي دین په هر څه کې کامل دی. ځینې یې وایي چې غیر مسلمانانو دا تول پرمختګ زموږ له دین څخه کړی! د دوی په نزد په دین کې طبابت شته، انجنیري شته، اقتصاد شته، ښار جوړونه شته.. هر څه شته! حال دا چې الله تعالی دین د دې لپاره نه دی لېږلی چې موږ ته د پنسلین فورموله راوښیي، بلکه دا دین د دې لپاره راغی چې انسان ته خپل خدای ور وپېژني او د هغې سره یې رابطه قایمه کړي او د ژوندانه لپاره هغه اساسي خطوط ورته وټاکي چې هغه په ټولنه کې د هرج او مرج او بې نظمۍ مخه ونیسي. تمدن جوړونه خپل...
نور ولوله
عدالت؛ هېر شوی ارزښت
قرآنکریم د پیغمبرانو د لېږلو فلسفه ډېره ښه بیانوي؛ لقد أرسلنا رسلنا بالبينات وأنزلنا معهم الكتاب والميزان ليقوم الناس بالقسط. موږ خپل پیغبران له ښکاره نښانو سره واستول او هغوی ته مو کتاب او میزان ورکړو تر څو د خلکو تر مینځ عدالت پلی کړي. له دې آیته داسې ښکاري چې عدالت پلي کول تر هر څه مهم کار او پیغمبري رسالت دی.
اوس پوښتنه دا ده چې عدالت څنګه وپېژنو؟ څنګه تعریف کیږي؟ کوم صورتونه لري؟ په دې هکله تاسې هېڅ څه په نصوصو کې نشی پیدا کولی. ولې؟ العیاذ باالله دا نقصان په دین کې دی؟ نه. نقصان د دین ندی، عدالت پېژندنه انساني امر دی. دین دې حوزه کې مسکوت دی او سکوت انساني اجتهاد ته مجال ورکول دي. عدالت په هره ټولنه او هره زمانه کې بېل تصویر لري او یوازې پوهان او د حکمت خاوندان هغه درک کولی شي. دا پ...
نور ولوله
