No-IMG

د دین کاملیت په څه مانا دی؟

ډېری وخت چې زه کومه لیکنه کوم، د ځینو ملګرو له خوا دا ویل کیږي چې زموږ دین کامل دی، هېڅ څه یې ندي پریښي، هر څه پکې بیان شوي. کله نا کله لوی ملایان هم دغه خبره کوي.

د دین د کاملیت په موضوع کې یوه غلط فهمي شته، هغه دا چې دوی فکر کوي دین په هر څه کې کامل دی. ځینې یې وایي چې غیر مسلمانانو دا تول پرمختګ زموږ له دین څخه کړی! د دوی په نزد په دین کې طبابت شته، انجنیري شته، اقتصاد شته، ښار جوړونه شته.. هر څه شته! حال دا چې الله تعالی دین د دې لپاره نه دی لېږلی چې موږ ته د پنسلین فورموله راوښیي، بلکه دا دین د دې لپاره راغی چې انسان ته خپل خدای ور وپېژني او د هغې سره یې رابطه قایمه کړي او د ژوندانه لپاره هغه اساسي خطوط ورته وټاکي چې هغه په ټولنه کې د هرج او مرج او بې نظمۍ مخه ونیسي. تمدن جوړونه خپل بېل عناصر لري چې په هر ځای کې چې زمینه ورته برابره شي  هلته وده کوي، که هغه شرقي خاوره وي که غربي.

نو د دین کاملبت په څه مانا دی؟ د قرآنکریم هغه آیت،« الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ» څنګه تفسیریږي؟

د دین د کاملیت معنی دلته دا ده چې، دا دین منحیث دین کامل دی. د یو دین نه چې کومې تمې بشر درلودی شي، دا دین تر نورو کامل دی. د مثال په توګه موږ له یو موټر څخه دا تمه لرو چې د ځمکې پر مخ موږ له یوه ځایه بل ځای ته په څټکتیا او خوندیتوب سره ورسوي، که نن ورځ دا معیار په نظر کې ولرو نو ویل شو چې لندکروزر د افغانستان لپاره یو کامل موټر دی، په پخه او خامه کې ښه زغلي، لوکس دی، ښایسته دی، تر دې بل جګ موټر دلته نشته! اوس که څوک له لندکروزره غواړي چې پرواز دې وکړي، دا د دې په مانا نده چې لندکروزر موټر نور کامل موټر نده! د دین کیسه هم کټ مټ همداسې ده،  له یو دین څخه چې بشر کومې تمې درلودی شي، هغه پدې دین کې شته. نو موږ ته پکار ده چې له دین څخه خپلې تمې وپېژنو. له دین نه هغه تمې وکړو چې الله دین د هغې لپاره رالېږلی. نن ورځ په دین پېژندنه کې «له دین څخه تمې» یو بېل بحث دی چې ډېر کتابونه ورباندې لیکل شوي خو له بده مرغه زموږ په علماو کې دا مباحث بیخي لا مطرح شوي ندي. ځکه خو چې لږ د دوی د میل خلاف خبره وشي دوی وایي چې ته د دین کمال نه منې!؟ همدارنګه بل بحث چې پدې برخه کې مطرح کیږي هغه د دین اصلي او فرعي پیغامونه دي، دا چې اصالتاً دا دین د څه لپاره راغی او بیا د هغه اصلي پیغام د رسولو لپاره کومې فرعي تګلارې د الله تعالی او د هغه د پیغمبرانو له خوا خپلې شوې، دا بحثونه ډېر ژور دي، لږ لږ به یې راتلونکي کې بیان کړو که یې ملګرو کې زغم و. ځکه چې دا بحثونه د قرآني علومو په پخوانیو کتابونو کې ډېر سطحي بیان شوي او معاصر کتابونه څوک سم نه لولي. د معاصرې نړۍ پوښتنو ته پکار ده چې معاصره مطالعه ولرو کني بیا به دین داسې رانه بیان شوی وي چې خلک به مو ترې تښتولي وي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک