د احمد ارشاد احرار لیکنی

له خلکو دین مه اخلئ، اوس هم دین ته اړتیا ده، سبا هم ورته اړتیا ده، دیانت اصلاح کړئ

نن به اهل کتابو ته یو څو کرښې ولیکم زه کشر وم، شاید ۱۵ کاله مخکې به و، یوې غونډه کې چې ښه ډېر ملایان هم پکې و د سید جمال الدین افغان په هکله مې خبرې کولې، هلته مې ډېر بې باکه وویل چې سید جمال الدین بې علمه ملایانو له وطن پسې واخیستلو. یو مولوي صېب وروسته جګ شو ښه یې سپک کړم. زموږ یو استاد به هر وقت بیا په ګپه کې راته ویل؛ ارشاد بایی هغه سید جمال الدین خو یو ځل بیا معرفي کړه! زموږ یو استاد به ویل چې د کتاب شاګرد بې ادبه وي، علم باید له استاده زده شي، د استاد شاګرد علم او ادب دواړه لري. یوه ورځ یې په تفسیر کې د خضر او موسی علیهم السلام کیسه کوله، وېل الله تعالی موسی علیه السلام ځکه خضر ته ولېږلو، چې له موسی علیه السلام څخه چا پوښتنه وکړه چې تر تا بل پیاوړی عالم په نړۍ کې شته؟ هغه ...
نور ولوله

مقاصدي فقهې ته اړتیا!

محمد غزالي په خپل « تریخ حقیقت» کتاب کې لیکي چې امریکې کې مې یو مسلمان ځوان ولیدو چې په لاره کې یې په خوله کې مسواک وهلو، وایي ومې درولو، ورته مې وویل چې دا لاره ده، دا د مسواک وهلو ځای ندی. کله دې چې اودس کولو، هلته پدې خوله پاکوه، د خلکو زړه په عام محضر کې مه هسکوه. سنت عمل دا دی چې د خلکو خیال وساتو. پدې کتاب کې غزالي دغسې ډېرې ترخې خبرې لري، چې د سنتو په نامه خلک څه نادودې کوي. هغه پدې نظر و چې مسواک وهل ذاتاً د ثواب کار ندی، خوله پاکه ساتل د ثواب کار دی، او د خولې پاکولو ځای عام محضر ندی، تشناب او د اوداسه ځای دی. که بیا دې په مسواک غاښونه پاکول او یا په برش پروا نلري. دا مې تر دې وویل چې ما څو ځلې ځینې چارواکي لیدلي چې خلک ورته ناست دي او دوی خوله کې مسواک منډلی وي او یا هم د مسواک ببر سر یې له جېبه راو...
نور ولوله

آساني وکړئ، سختي مه کوئ، زیري ورکړئ نفرت مه خوروئ

زه چې کله د دیني موضوعاتو اړوند لیکنه کوم، هڅه مې دا وي چې هغه نظر بیان کړم چې پدې وخت کې خلکو ته پکې آساني وي. سنت طریقه هم همدا ده. ځکه چې نن عصر په مجموع کې له دین څخه د تېښتې عصر دی. له دې پیښې سره یوازې اسلام نه بلکې ټول ادیان مخ دي. د نوي عصر یوه ځانګړنه دین ځنډنه ده. په داسې شرایطو کې حداقلي دیانت ته پابندي هم غنیمته خبر ده. یعني که چېرې پدې عصر کې خلک فرایضو باندې ټینګښت هم وکړي، دا به ډېره ستره لاسته راوړنه وي ځکه چې عموم بلوا داسې حالت ته رسېدلې چې هره خوا داسې پدېدې وینو چې هغه مو د فرایضو څخه لرې کوي. سنتونه، مستحبات او نوافل خو بیخي پرېږدئ! سرګرمۍ، تجارت، اقتصاد، روزمره مصروفیتونو او د ژوند لومړیتوبونو دومره بدلون موندلی چې نور د انسانانو په لومړیتوبونو کې د خدای سره اړیکه ور...
نور ولوله

لنګۍ او خولۍ تر دیني اړخه ډېر فرهنګي او عرفي اړخ لري

یو چا رانه غوښتي و چې د لنګۍ او خولۍ په هکله لیکل وکړم. تېرو ورځو کې مو دا خبرې بیخي هېرې وې، دلته به یو څو لنډې کرښې یې په هکله ولیکم. لنګۍ او خولۍ تر دیني اړخه ډېر فرهنګي او عرفي اړخ لري. رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګۍ تړلې ځکه په هغه وخت کې دا د عزتمندو خلکو نښه وه، هر چا یې د تړلو وس هم نه درلود. د مشرکینو مشرانو هم تړله، په نه تړلو یې کوم توبیخ نده راغلی. لکه څنګه چې زموږ په کلیو کې که څوک څادر، پټو یا واسکټ ونلري، مسخرې پرې کوي، وایي هغه پلانی شاتوری روان دی. که چېرې فقهي کتابونو ته مراجعه وکړئ تقریبا ټول معتبر کتابونه لیکي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لنګۍ د زینت لپاره تړله، ډېری علما حتی د استحباب حکم هم نه ورکوي. هر هغه لباس چې په کومه سیمه کې د زینت حیثیت ولري، له هغې سره ...
نور ولوله

حماس نړۍ ته د اسرائیل بربنډه څېره وروښوده

اڅک صېب زما په مخکیني ليکنه یوه پوښتنه کړې وه، اړینه مې وبلله چې لږ وضاحت دلته ورکړم. امریکایي سیاستوالو د ویټنام د جګړې په هکله ډېرې لیکنې کړې، هغوی په ویتنام کې د جګړې ماتې ته ډېر دلایل لیکلي خو په ټولو کې یو دلیل مشترک دی؛ کابو ټول سیاست پوهان په دې باور دي چې په ویتنام کې د امریکې روایت مات شو، نه د امریکې پوځ! امریکايي پوځ په ویتنام کې کلونه کلونه نور هم جنګېدی شوی، اقتصاد یې هم ورته درلود، خو په کوم قیمت؟ کټ مټ لکه د افغانستان جګړه! امریکا په افغانستان کې شل کاله نوره هم جنګېدی شوی، خو د څه لپاره او په کوم قیمت؟ یوه خوا ویتنامیان و چې د آزادۍ لپاره جنګېدل، هر څومره چې وژل کېدل، نورو یې ځای ډکولو، بلې خوا ته یو ستړی پوځ و چې تر ډېره نه پوهېدو چې ولې جنګیږي....
نور ولوله

حماس ته پکار ده چې ځان ته نوي متحدین پیدا کړي

د غزې له وروستۍ جګړې سره د نړۍ ډېرو ملکونو د فلسطین د رسمیت پېژندو خبر وکړه او د دوه هېوادونو طرحه یې ومنله حتی کامیلا هریس هم د دې طرحې ملاتړې ده. د اوس مهال لپاره د فلسطین رسمیت او د دوه هېوادونو طرحه کېدای شي یوه لاسته راوړنه وي خو ایرانیانو دا طرحه نده منلې، ځکه یې سکوت کړی او د ځان په تاوان یې بولي. ایران د خپلې ډیپلوماسۍ لپاره په سیمه کې متخاصم اسرائیل ته اړتیا لري. اسرائیل چې څومره نښتی وي ایران هغومره امتیاز تر لاسه کوي.که چېرې جګړه ودریږي ایران بیا په نړۍوال سیاست کې هغه اهمیت له لاسه ورکوي چې اوس یې لري. دا اخ او ډب به روان وي. کله به غلي کیږي کله به تودیږي، ایران چې امتیاز غواړي جګړه به تودیږي، امتیاز یې چې تر لاسه کړ بېرته به یو موده جګړه سړې...
نور ولوله

د دین له ظاهري روایته لرې وګرځئ کني عرب درنه جوړیږي

دې ورځو کې هسې ملایي لیکنې راځي. پرون یو ملګري د پایڅو په هکله لیکنه کړې وه چې دا ټیټې مه پرېږدئ چې سخته ګناه ده. زه به لاندې څو موارد پدې هکله داسې درته ذکر کړم چې په اسلام پوهنه کې د قاعدې په توګه مو په مغز کې پاتې شي. ۱. اسلام کې هر ممنوعیت حکمت لري. بې حکمته ممنوعیت په اسلام کې نشته. پوښتنه دا ده چې ولې به خدای تعالی د یو مسلمان پر ټیټو پایڅو دومره غوسه کیږي؟ عرب شاته پاتې ټولنه وه، رخت پکې له یمن او شام څخه راتلو، هر چا دومره وس نه درلود چې ټول ځان په جامو کې پټ کړي. تاسې به د عمر رضی الله عنه پېښه لوستې وي چې هغه کس ورته جګیږي چې ولې د بیت المال رخت دې چې ویشلی و زموږ لپاره یې کفایت ونکړ خو ستا دنګه ونه ټوله پکې پټه ده؟ نو په دې ډول ټولنه کې هر هغه څ...
نور ولوله

منځنی ختیځ په نړۍوال سیاست کې د امریکې د ضعف ټکی دی

نن به بېرته سیاست ته راوګرځم. تېره ورځ نتانیاهو د امریکې کانګرس ته په ډېره سپین سترګۍ وینا وکړه او جمهوري غوښتونکو ښې ډېرې چک چکې ورته وکړې. د امریکې حکومت چې د ډموکراټانو په لاس کې ده، دې غونډه کې ګډون ونکړ او تېره ورځ کامیلا هریس په غزه کې د جګړې د عاجلې درېدنې غوښتنه هم وکړه او حتی داسې ښکاري چې د دوه هېوادونو د طرحې ملاتړې هم ده. په دې اړوند د نړیوال سیاست په هکله دا څو خبرې زه له خپل انده لیکم: ۱. منځنی ختیځ په نړۍوال سیاست کې د امریکې د ضعف ټکی دی. دلته د امریکې لاس خوږ دی. د دې سیمې د زخم پټۍ نه له عربو سره شته، نه له اسرائیل سره او نه له خپله امریکې سره، منځنی ختیځ د ایران دی، او یوازې ایران کولی شي دا پړسوب کېنوي. که چېرې جمهوري غوښتونکي...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک