No-IMG

عدالت؛ هېر شوی ارزښت

قرآنکریم د پیغمبرانو د لېږلو فلسفه ډېره ښه بیانوي؛ لقد أرسلنا رسلنا بالبينات وأنزلنا معهم الكتاب والميزان ليقوم الناس بالقسط. موږ خپل پیغبران له ښکاره نښانو سره واستول او هغوی ته مو کتاب او میزان ورکړو تر څو د خلکو تر مینځ عدالت پلی کړي. له دې آیته داسې ښکاري چې عدالت پلي کول تر هر څه مهم کار او پیغمبري رسالت دی.

اوس پوښتنه دا ده چې عدالت څنګه وپېژنو؟ څنګه تعریف کیږي؟ کوم صورتونه لري؟ په دې هکله تاسې هېڅ څه په نصوصو کې نشی پیدا کولی. ولې؟ العیاذ باالله دا نقصان په دین کې دی؟ نه. نقصان د دین ندی، عدالت پېژندنه انساني امر دی. دین دې حوزه کې مسکوت دی او سکوت انساني اجتهاد ته مجال ورکول دي. عدالت په هره ټولنه او هره زمانه کې بېل تصویر لري او یوازې پوهان او د حکمت خاوندان هغه درک کولی شي. دا پوهان زموږ په عصر کې دیني علما ندي بلکه د سیاسي  او حقوقي علومو متخصصین او  صاحب نظران دي.

د مثال په توګه که موږ وغواړو چې یو عادل سیاسي نظام په ۲۱ پېړۍ کې ولرو، څنګه یې باید جوړ کړو؟ سنتي ملایان تاسې ته وایي چې هر څه په دین کې شته، خو دا کفایت نکوی. په دین کې منصوصه توقیفي سیاسي نسخه د سره نشته. دین ستر خطوط او ارزښتونه معرفي کوي تر څو د هغه په رڼا کې موږ خپل سیاسي چوکاټونه جوړ کړو. څلور خلفای راشدین په څلور ډوله ټاکل شوي. د هغوی اداري سیستمونه د هغې عصر تر ټولو ابتدایي سیسټم و چې د وخت په تېرېدو سره د فارس او روم تجربو څه نا څه غني کړ مګر اکمال ته تر پایه ونرسېد خو د هغې زمانې لپاره یې د عدالت ښه تمثیل کړی و. تر ننه پورې هېڅ څوک تاسې ته دا نشي ثابتولی چې د عمر رضی الله عنه د مشورې په بورډ کې څوک و، څو تنه و، په کوم معیار ټاکل شوي و، د هغوی مسئولیتونه څه و، د هغوی کاری امتیازات څنګه و او هغوی څرنګه د امیر المومنین او امت پر وړاندې حساب ورکونه کوه، ځکه چې په هغې زمانه کې دا پوښتنې لا نه وې زېږېدلی، د دې پوښتنو تشویش هم د هغې عصر له انسان سره نه و، دا سیاسي پوښتنې زموږ د زمانې پیداوار دي، دا د داسې زمانې پوښتنې دي چې د مکلفیت منلو پر ځای ډېر تمرکز پر حق اخیستنه لري. د اوس زمانې انسان لومړی دا پوښتنه کوي چې ولې باید ته رئیس وې او زه دې نه وم؟

نن په نړۍ کې اساسي قوانین د همدې لپاره تصویب کیږي چې د هر چا حق او مکلفیت پکې واضح شوی وي او د هغې په آئینه کې هر څوک پوهیږي چې څه وکړي. چېرې چې دا حق او مکلفیت واضح تعریف شوی نه وي هلته نه یوازې چې عدالت نشي تمثیل کېدی بلکه ظلم او له قدرت څخه د ناوړه استفادې لپاره هم زمینه برابریږي. له دې چې ور تېر شو، ډېر علماء د حل او عقد د شوری خبره کوي،  تاسې د اسلام تاریخ مطالعه کړئ، وګورئ چې دا شوری په کوم ځای کې کله جوړه شوې ده که نه؟  غړي یې څوک و؟ څنګه ټاکل کېدل؟ په سترو مشهورو علماو کې څوک کله د دې شوری غړي پاتې شوي؟ زه به یې لنډه کړم؛ څومره چې ما اسلامي تاریخ لوستی داسې څه مې تر سترګو شوي ندي. حل و عقد شوری یوه ښه خو ناپلې شوې تیوري ده

د اسلامي نظام لومړی مکلفیت د عدالت تعریف او پلې کونه ده، د اسلامي نظام لومړۍ تشویش باید همدا وي. امر بالمعروف د سره د حکومتونو کار ندی، دا د امت کار دی، قرآنکریم دې امت ته ځکه امت وسط ویلی چې امر بالمعروف کوي، که دا دنده له امت څخه حکومت اخلي نو دا حکومت ته به معروف او منکر څوک په ګوته کوي؟ حکومت ته به څوک وایي چې کوږ روان یې ځان سم کړه؟ د حکومتونو معروف او منکر ټول سیاسي وي، ځکه هر حکومت د خپل بقا لپاره هغه څه ته معروف وایي چې د ده په ګټه وي او هغه ته منکر وایي چې د ده په تاوان وي. په همدې بهانه امویانو له امام حسین رضی الله عنه څخه رانیولي تر عبدالله بن زبیر رضی الله عنه او بیا آن تر محمد بن قاسم رحمه الله پورې ستر انسانان او غازیان یې له تېغه تېر کړي. عباسیانو ستر ستر علما د امام اعظم په وزن، په زندانونو کې وژلي، عثمانیانو خو عرب ته د انسان په سترګه نه کتل، د دوی د ظلم له وجې عربانو فرانسویانو او انګلیسانو ته پناه یوړه او محصول یې دغه څه دي چې نن یې موږ اسلامي نړۍ کې ګورو

عدالت فریضه ده، سیاسي نظام د عدالت د پلې کونې آدرس دی، په سیاسي ساختار کې د عادل سیسټم جوړونه د سیاسي زدکړو تخصص او د دیني عالم په تائید ترسره کیږي. هر عادل نظام که شرقي وي که غربي د دین مقاصدو ته نږدې دی خو هر دیني نظام عادل ندی. د اسلام تاریخ کې عادل حکومتونه بیخي کم و، ځکه خو موږ د معاصرې نړۍ د غوښتنو سره سم عادل نظام باید تعریف کړو چې له بده مرغه ټول اسلامي تحریکونه له اخوان المسلمینه رانیولي تر نورو ټولو وړو ډلو او ټپلو هېڅ یوه تر اوسه د یو اسلامي عادل نظام تیوري او موډل نړۍ ته نده تعریف کړې او دا د مسلمانانو ستره نیمګړتیا په نن عصر کې ده.

دا موضوعات نن سبا سرې کرښې دي سړی پکې زغرده خبر هم نشي کولی خو تر خپل وسه پورې به لږ لږ وضاحت پکې ورکوو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک