د دوکتور عبد الحميد جليلي لیکنی
په اسلام کی حکمراني مسولیت دی امتیاز ندی
په اسلام کی حکمراني مسولیت دی امتیاز ندی په شريعت کي حاکم ، رعیت تور ، سپین ،عرب ، عجم ، نر او ښځه پر یو بل برتری نلری مګر په تقوا سره,,
رعیت د خپل حاکم د څارنی او محاسبی حق لری کله چی دا حق ورکړ شو بیا د خالق معصیت پرته د حاکم ټول آوامر منل په رعيت واجب دی او که دغه حق ورنه کړل شو او د محاسبې او حق غوښتنې لپاره ځانګړی جوابده منظم، عادل او شفافه سیستم او فضا موجوده نه وه او حاکم ځان له محاسبې او رغنده نيوکي پورته ګاڼه او يا د رياست امورو چلند په رابطه رعيت ته اړين وضاحت نه وي او هر څه په مبهم ډول ترسره کيږي بیا هغه مهال وجوب هم مبهم شي... رعیت ته د حاکم د څارنی او محاسبی حق د قران کریم، رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو ، مبارک سیرت، خلفاوو راشیدنو کړنو او اقوالو ثابت...
نور ولوله
د پخواني انګلسي استعمار د قاضي (جج) فيصلې خلاصه چې اوس يي هم د قانون برخه ده!
يو ځل پوليسو د لاهور ښار يوه برخه کې دوه ډلې مسلمانان چي هتګړي په لاسونو وي او اکثريت يي زخميان او وهل شوي ول محکمې ته راوستل او انګریز جج ته وړاندې کړل شول.
جج له پوليسو او وکيلانو پوښتنه وکړه دا دومره ډير خلک ولي زخميان او مات او ګوډ دي آيا کومه طبيعي پيښه شوي ؟
وکيلانو وویل: نه دوي يو بل سره جګړه کړي!
جج: ولي جګړه کړي؟
وکيلان: د ,, امين,, لفظ پر سر
جج: ,,امين,, څه شي دي؟
وکيلان: مسلمانان يي په لمانځه کي وايي
جج: خو وايي دي پدی کي څه مشکل دي؟
وکيلان: نه يوه ډله وايي چي جهري( لوړ آواز ) د وويل شي او بله وايي چې پټ د وويل شي
جج: چې څوک وايي جهري د وويل شي هغه د جهري ووايي او چې څوک وايي ...
نور ولوله
آيا واقعي علماء د انبياوو وارثان دي؟ کوم ډول علماء د انبياوو وارثان دي؟
آيا واقعي علماء د انبياوو وارثان دي؟ کوم ډول علماء د انبياوو وارثان دي؟ علماء چا ته وويل کيږي؟ دا پوښتنه بايد ځواب شي چې علماء څوک دي؟ دا خبره درسته ده چي په صحيح حديث کي علماوو ته د انبياوو وارث ويل شوي ليکن کوم علماء يي مصداق دي؟ او بل دا چې وراثت د معنی او مطلب مصداق مسوليت دي او که فضيلت؟
آيا ټول هغه علماء چې منهج نظامي خلاص کړي وي ورکي شامل دي؟
آيا ټول هغه چې د مدرسې شهادت نامه تر لاسه کړي وي؟
آيا هغه علماء چې منطق ، حکمت ، بلاغت ، صرف ، نحوه ، اصول فقه او اصول حديث کتابونه لوستي وي؟
د رسول الله صلی الله عليه وسلم وخت کي خو نه درس نظامی وو ، نه د مدارسو نظام وو، نه دغه ډول درسي نصاب وو چې نن سبا په مدارسو کي لوستل کيږي او په اخر کي د عالم ټايټل ورکول کیږي...
نور ولوله
د ولسونو ځواک عادي ځواک نه وي، خاموشي د ضعف انتها نه وي بلکي د اعتراض يوه قوي بڼه وي
د اسلامي نړي هيوادونو سقوط او صعود داستانونه چې مطالعه کړي
دا يي درسونو دي....... فاعتبرو يا الوالالباب
واک او قدرت حرص په انسان کي طغيان ، فرعونيت ، استبداد او انحصار زيږوي
تاريخ دا تصوير مسلسل تکراروي چې د پرون مظلوم او مبارز چې کله قدرت تر لاسه کړي بيا تري د سبا او نن ظالم او مستبد جوړ شي
د ولسونو ځواک عادي ځواک نه وي، خاموشي د ضعف انتها نه وي بلکي د اعتراض يوه قوي بڼه وي
چی نظامونه د ملت مشروعيت بي برخي د قدرتمند نظامي ځواک او هيوادونو د ملاتړ باوجود د تش لاسي ملت ارادې پر وړاندي رانړيږي
څوک چي د ملت ملي واکدار نه وي بلکي پر ملت واکمن اوسي استبداد او انحصار دي چې اخر کار د بشارالاسد سرنوشت به يي .....
د قدرت او واکمنۍ ځواک به...
نور ولوله
راځي يو څه واقعيت لوري ته زير شو!
✅ ستا د تکفين، تجهيز او خاوره سپارلو ورسته به اکثره خپلوانو توجه د يو شمېر ملمنو رخصتولو او يو شمير ته د خوراک او څښاک لوري ته شي چې ورسته به يو يو رخصتوي
✅ يوي هفتي تيريدو ورسته به مکتبونو ته د ماشومان تللو سلسله شروع شي
✅ دوه هفتو له تيريدو ورسته به د تعذيت کونکو خلکو تګ او راتګ سلسله هم بنده شی
✅ درې هفتو تيريدو ورسته به قبر ته د خپل خپلوانو او کورنی تل او راتلل د نشت سره برابر شی
✅ يوه مياشت تيريدو ورسته به بيا ځل په کور تلويزيون کتل پيل شي
✅ تقريبا يوه نيمه مياشت ورسته به ستا اولادونو او کورنی ته د فلمونه کتل ، بدلو اوريدل او ماشومان لپاره به کارټونه ليدل عادي شي
✅ ستا څلويښتي به د عادي ډوډي خوراک او شکلياتي ختم سره هم تيره شي....
نور ولوله
د اسلامي امت اوسني حال د قلم په ژبه
يو طاقتور حکمران چې ځان ته يي خليفه او امير المومنين لقب ورکاوه او خپل اطاعت يي په خلکو واجب ګاڼه او مخالفت يي بغاوت! د خپلي زمانې يو نامتو عالم امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ته د خپل حکومت د قاضي القضات منصب پشنهاد کړ ليکن د امام انکار څخه ورسته امام زنداني کړاي شو.. دغه حکمران نوم امير المومنين ، خليفه المسلمين ابو جعفر عبدالله بن محمد المنصور وو چې دوهم عباسي خليفه يادېږي..
امام ابوحنيفه رحمة الله عليه د حکمرانانو او چارواکو له دربارونو د لريوالي کوښښ کاوه - کله چي امير المومنين خليفه منصور امام ابوحنيفه رحمة الله عليه ته د قاضي القضات ( ستري محکمي ريس) منصب پشنهاد وکړ نو امام ورته وویل: زه دغي عهدي لپاره مناسب نه يم ، نشم کولاي چي عدالت تامین کړم.
منصو...
نور ولوله
تر ټولو لويه ګناه جهالت!!!
د اسلام د مخه په ايران کې د شيوانا په نامه يو مفکر ژوند کاوه ، يو ورځ ورته يو ماشوم په منډه او ژړا راغي او ورته يې وويل: مور مي د معبد د کاهن په هدايت زما معصومه او وړه خور د معبد لوي بت د پښو لاندې قرباني کوي مهرباني له مخې د خلاصون لپاره يي څه وکړه!!
شيوانا ماشوم سره په مڼډه معبد ته ورسېد ! ګوري چې د ماشوم مور انجلي د پښو او لاسونو تړلي او په ژړا يي غاړه ښکلوي او بل لوري ته کاهن په ډير غرور د لوي بت تر څنک ناست او دغه حالت ننداره کوي!
خلک د ښځي ترشا او خوا ورټول شوي او ښځه په محبت او ولولي سره خپلې لور څخه غيږه چاپيروي او مسلسل يي ښکلوي او غواړي چې د بت خوشحالۍ لپاره يي قرباني کړي!
شيونا له ښځې پوښتنه وکړه ولي خپله ...
نور ولوله
دغه حالت ليدو سره ما فخر محسوس کړ او د الله تعالی شکر مي ادا کړ چې زه مسلمانه يم
الجزایر هیواد نامتو او عربی نړي منل شوي تلويزيوني ويانده او ژورناليسټه خديجه بنت قنه امريکا کي د خپل ژوند پر مهال يوه قصه تحرير کړي..
هغه وايې په يوه سوپر سټور کي د سودا اخيستو پر مهال کاونټر سره د پيسو ورکړي لپاره په قطار کي منتظره وم چې يوه باحجابه مسلماني ښځي يو لوي بکس ځان پسي راښکه سوپر سټور ته داخله شوه ، بکس د چمن د ريبولو ماشين وه چي د راوړلو پر مهال په هغي مسلماني ښځي لورايه د ستړیا اثار ښکاريده.
ښځه په کاونټر ولاړي يوي کارمندي ته ودريده او په ډير آدب او احترام يي ورته وویل : ما دغه ماشين تيره ورځ د نورو شيانو سره يو ځاي په 500 ډالر واخيست..
کيشير کارمندي ورڅخه پوښتنه وکړه:
آي...
نور ولوله
اي عمر عدالت دی کړي ، ځان دي په امن کړي نو ځکه دغه ډول ويده يي
دا د امريکا مشهور قاضي Frank Caprio دي
مشهور لدي لپاره دي چې د هغه محکمه کي دوسيي په خپل وخت فيصله کيږي. عدالت او شفافيت ورکي وي. خلکو ته ګران دي او ورسره په ټوله نړي کي هم مشهور دي.
د هغه عدالت او شفافيت په دومره اندازه دي چې د فيصلو او عدالتي اجرااتو پر مهال يي کړني په ژوندي بڼه په تلويزونونو کي ښودل کیږی..
په ټوله امريکا کي عامو خلکو په منځ کي په عادي ډول ګرځي يواځې سفرونه کوي. نه ورسره کوم پروتوکول وي ، نه هم کوم نوکر ، نه کوم باډي کارډ خپل بيګ يي خپله په لاس کي نيولي وي او يواځې تګ او راتګ کوي..
بل لوري ته زموږ اسلامي نظام کي د ستري محکمي ريسانو او نورو وزيرانو او واليانو او...
نور ولوله
دا دنيا به دغه ډول روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي
اسټریچر پر سر جنازه او فرش پر سر دسترخوان پروت دي، دا دنيا به دغه ډول روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي، نه ستا د تدفین سره او نه له فاني دنیا څخه د رخصتيدو سره به څوک ستا لپاره خوراک پريږدي، له جنازي څخه به زيات ستا په خيرات کي حاضر وي، ستا په نشتون کي څوک ژوند نه پريږي، دا نړي به هماغه ډول روانه وي، دا څراغونه به روښانه او دا رونقونه به تازه وي،
آيا ته پدي يقين لري چې ستا له وفات ورسته ستا خپل او خپلوان، دوستان او احباب به له تا لپاره دومره عمل صالح وکړي چې ستا لپاره صدقه جاریه شي او ته وبښل شي ؟
دغه اولاد به ستا لپاره عمل وکړي چې ستا په وينا حتي لمونځ نه کوي؟
آيا دغه خپلوان به ستا لپاره صدقه جاریه شي چې حتي پر ژوندون درسره په ماديانو خفه وي؟
آيا دغه دوستان به درته څه وکړي چې ...
نور ولوله
راځي شيطان خوشحاله کړو
تيرو نږدي ورځو کي د کراچۍ ښار يو مشهور پوهنتون کي چي د اڼډس يونيورسټي شهرت لري د نوي محصلينو لپاره يي يو لوي پروګرام ترتيب شوي وه چي د هغه عنوان وو چې راځي شيطان خوشحاله کړو..
په نړي کي د شيطان مشهور شوي ټيټو يا تصوير په لوي سکرين ښکاره کيده او ورسره په انګليسي ژبه ليکل شوي ول.......
Sata is happy with your progress
شيطان ستاسو له کارکردګۍ خوشحاله دي..
دغه پروګرام کي جينکو او هلکانو ښکاره يو ځاي ګډا کول ، چي ځيني يي نيمه برهنه وي او ښکاره ورکي د الکولي مشروباتو څښل کيدل..
دلته هدف دا چې شيطان راځي کړو د شيطان خوشحالولو لپاره دغه ځانګړي پروګرام تر...
نور ولوله
د الله تعالی پر وړاندي د خپلي خاموشي هم مسؤل يو
بر صغير کي دا مقوله مشهوره ده که خبرې کول سپين زر شي نو خاموشي سره زر دی.
ليکن هره خاموشي دغه مقام نلري!
حکماء وايي:
درواغو پر وړاندي خاموشي بزدلي ده
د خفګان پر مهال خاموشي وياړ دي
د ازمايښت پر وخت خاموشي حکمت دي
د ټوقو ټقالو پر وخت خاموشي فصاحت دي
د بريا پر مهال خاموشي عاجزي ده
د رښتيا ګواهي پر مهال خاموشي خيانت دي
د غصي پر مهال خاموشي قوت دي
د فيصلې پر مهال خاموشي زړه تنګ والي دي
د منفي تغير پر وړاندي خاموشي خود غرضي ده
د غدر، خيانت او فساد پر وړاندي خاموشي فساد دي.
د ظلم پر وړاندي خاموشي ظلم دي...
نور ولوله
