د الله تعالی پر وړاندي د خپلي خاموشي هم مسؤل يو
بر صغير کي دا مقوله مشهوره ده که خبرې کول سپين زر شي نو خاموشي سره زر دی.
ليکن هره خاموشي دغه مقام نلري!
حکماء وايي:
درواغو پر وړاندي خاموشي بزدلي ده
د خفګان پر مهال خاموشي وياړ دي
د ازمايښت پر وخت خاموشي حکمت دي
د ټوقو ټقالو پر وخت خاموشي فصاحت دي
د بريا پر مهال خاموشي عاجزي ده
د رښتيا ګواهي پر مهال خاموشي خيانت دي
د غصي پر مهال خاموشي قوت دي
د فيصلې پر مهال خاموشي زړه تنګ والي دي
د منفي تغير پر وړاندي خاموشي خود غرضي ده
د غدر، خيانت او فساد پر وړاندي خاموشي فساد دي.
د ظلم پر وړاندي خاموشي ظلم دي.
محترمو او قدرمنو ورونو:
لکه څرنګه چی د خپلو خبرو مسول يو همدارنګه د الله تعالی پر وړاندي د خپلي خاموشي هم مسؤل يو...
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
