آيا واقعي علماء د انبياوو وارثان دي؟ کوم ډول علماء د انبياوو وارثان دي؟

آيا واقعي علماء د انبياوو وارثان دي؟ کوم ډول علماء د انبياوو وارثان دي؟ علماء چا ته وويل کيږي؟ دا پوښتنه بايد ځواب شي چې علماء څوک دي؟ دا خبره درسته ده چي په صحيح حديث کي علماوو ته د انبياوو وارث ويل شوي ليکن کوم علماء يي مصداق دي؟ او بل دا چې وراثت د معنی او مطلب مصداق مسوليت دي او که فضيلت؟

آيا ټول هغه علماء چې منهج نظامي خلاص کړي وي ورکي شامل دي؟

آيا ټول هغه چې د مدرسې شهادت نامه تر لاسه کړي وي؟

 آيا هغه علماء چې منطق ، حکمت ، بلاغت ، صرف ، نحوه ، اصول فقه او اصول حديث کتابونه لوستي وي؟

د رسول الله صلی الله عليه وسلم وخت کي خو نه درس نظامی وو ، نه د مدارسو نظام وو، نه دغه ډول درسي نصاب وو چې نن سبا په مدارسو کي لوستل کيږي او په اخر کي د عالم ټايټل ورکول کیږي !

نو بيا هغه وخت کي د علم څخه مراد څه وو؟ علماء چا ته ويل کيده؟ د صحابوو علما کومو علومو حاملين ول؟

که د نبوت زماني ته ورشو - هلته خو علم په خپل ساده ترين حالت کي وو- د ټولو چالاکيو ، مناظرو او بحثونو څخه پاک وو- هلته خو بنياد د علم په عمل ايښودل شوي وو!

ليکن اوس خو د اسماء و رجال پيژندنې ، بخاري او مسلم د راويانو احوال يادول ، يا د يوناني منطقو ، حکمت او فلسفي لويو لويو ګردانونو باندی پوهيدونکو ته لوي عالم وايي! صحيح ده يو وسيله ګرځيدلي شي ليکن د قرآن او حدیث عالم مصداق خو خامخا نشي کيداي!

قران کريم د علماوو تعارف د عمل پر بنياد کوي او هغه هم اعمال القلوب - لدي لپاره قرآنکريم صراحتا وايي چې علماء د الله تعالی څخه خشيت اختيارونکي دي او خشيت د زړه فعل دي چې د کوم ځانګړي تعليمي نصاب او يا ډيرو کتابونو د لوستنې څخه نه پيدا کيږي بلکې خشيت د الهي معرفت څخه پيدا کيږي.

 هغه چي د اسماء او صفاتو د کلامي بحثونو ، منطقي ، فلسفي او مختلف فقهي مسلکي غير ضروری کشمکشونو څخه پاک وي ،

هغه څه چي د صحابوو او سلفو صالحینو زمانه کي وه ، هغوي د دغه ډول عمل په اساس لوي لوي عارفان ، داعيان او د انبياوو وارثان ول،

زمونږ ټولنه ډيره غلطه تلقین کيږي چې د ديني عالم ټايټل د لوي دنيوي شهادت نامي او ډګريو پوري تړلې .

په قرآن کریم کي الله تعالی مومنانو ته د جنت بشارت ورکړي - آيا مؤمن توب کومه ډګري ده؟ کوم نصاب دي؟ کورس دي؟ چي د لوستلو او ډګري اخیستې وروسته سړي مؤمن شي او د جنت مستحق شي- واضح خبره ده چې مومن توب د ځينو صفاتو نوم دي که هغه صفات چا کي وي مومن دي، ليکن دغه صفاتو د موجوديت په صورت کي هم څوک د ځان په هکله د مومن توب دعوه نشي کولای که څوک يي کوي هغه ته کم عقل او بي وقوف ويل کيږی ، دغه معامله د علماوو هم ده، په قرآن او سنتو کي چي چا ته عالم ويل شوي تر څنګ ځيني صفات بيان کړي ، عالم جوړيدل د کومي شهادت نامي ، ځانګړي نصاب او کورس لوستني نوم ندي که څوک يي ورسره تړي اصلا دا ناپوهۍ ده ، له بده مرغه اوس تري همدا مصداق اخيستل شوي،

که چېرې د مومن جوړيدو لپاره ځانګړي اته کلن نصاب او ډګري شرط کړي او بيا د مومن ټايټل ورکړي بيا هم د کتاب او سنت مومن مصداق نشي جوړيدي - يواځې ستا د نظرياتو مومن دي- ستا په دماغو کي فهرست شوي مومنانو باندي نيوکه او تنقيد د کتاب او سنت په مومن باندي تنقيد ندي!

 علماء حق هغه دي چې د زړونو حالت يي کتاب او سنت مطالعې بدل کړي وي! هغه چي قرآن کريم د هغوي په اړه ويلي: د اهل علم سينو کي موجود آيات بينات دي چې هغه د الله تعالی د معرفت دليل شي، يعني په هغه کي د الله تعالی څخه خشيت پيدا شي -- اصل کي دغه علماء دي.

نه پوهيږم چي اوسني وخت کي به دغه ډول علماء څومره وي چي قران او سنت مصداق دي؟

حضرت علي رضي الله تعالی فرمايي:

داسې زمانه به راشي چي د علماوو د علم او عمل تر منځ به توپير وي

علماء به خپل ځانګړي مجالس او خاصي حلقي جوړي کړي او په خپلو اعمال به فخر کوي او د وياړونه په شکل به يي يادونه کوي .

هغوي به عام خلک په خپلو مجالسو کي نه پريږدي

ياد ولري ! چې اعمال خاص مجلس او ځانګړي حلقي پوري تعلق نه لري بلکه الهي ذات پورې تعلق لري

اي عالم د قرانه ! عامل په قران جوړ شه!

راځي د حضرت حسن بصري رحمه الله څخه يي واورو!

کله چي هغه څخه پوښتنه وشوه چي علماو او فقهاء ستا فتواګانو پوري ټوقې کوي!

حسن بصري رحمه الله ورته وويل: آيا ته پوهيږي چې عالم او فقيه چا ته وويل کيږي؟

عالم او فقيه هغوي دي چي په خپلو کشرانو ټوقې نه کوي او د لويانو په وړاندې په اشارو او کنايو خبري نه کوي د خپل علم په وسیله په خلکو کي واړه حرکتونه نه کوي!

او که ما حقير ، ګنهګار او نادان څخه څوک پوښتنه وکړي چي عالم چا ته وويل کيږي نو زه به ځواب ورکړم چې پدي زمانه کي عالم هغه دي چې د بل عالم بد ګويي، غیبت ، او سپکاوي نه کوي، د نورو مسلکونو علماوو او همدارنګه دنيوي علومو علماوو قدر او عزت وکړي ، او هغه کسانو ته هيڅ کله د عالم لقب نه ورکوم چې په ښکاره او پټه د نورو علماوو او خلکو سپکاوي کوي ، کوښښ کوي چې خلک د خپل علم نه متاثره کړي ، د دي پر ځای چي د خلکو تعلق د الله تعالی سره جوړ کړي عملاً کوښښ کوي چې خپل فردي نظرياتو پوري وتړي ،

 دغه ډول علماء نه د انبياوو کار کوي او نه دا ډول د انبياوو وارثان دي،

ځکه چې اکثريت محدثينو د وراثت مصداق او معني مسوليت ښودلې او د انبياوو مسوليت معلوم دي.

 بل دا چې محدثينو د فضيلت مصداق او معنا ته يي چندان دومره توجه هم نه ده ورکړي .

بناءً د مدارسو ټولو هغه کسانو ته چي ځانګړي نصاب لوستي وي علماء رباني ويل نامناسب دي که څوک ورکي موندل کيږي هغه به د خپل صلاحيت او ظرفيت پر بنياد وي يواځې سيسټم د علماء رباني نه توليدوي نو له همدې امله له څرنګه چې په مسلمانانو انتقاد په اسلام انتقال ندي همدارنګه د اوسني زماني د يو شمېر علماوو په اخلاقو ، کردار او رويوو تنقيد په هغه علماوو نقد او نيوکه نده چې کوم په قران او سنت کي ذکر شوي او نه دي څوک کوښښ کوي چې دغه عنوان تر شاه ځانونو ته د خلاصون لپاره پټنځاي جوړ کړي،

يو شمېر معاصر علماء مي هغه وخت ښکاره له سترګو وغورزيږي چې عوامو ته په مختلفو لارو تاثر ورکوي چې مونږ د هغه علماوو مصداق يو چي کوم په قران او سنت کي ذکر شوي او د وراثت معنی هم يواځې او يواځې فضيلت بيانوي چې دوي د انبياوو په ډول فضيلت لري!

 او بيا د وارثت په مصداق کي يواځي خپل استادان ، شيوخ ، پيران او فرقې او مسلک پيروان شاملوي او نورو مسلکونو او مخالف علماو ورته ګمراه ښکاري ،

او يواځې ځان ورته د انبياوو وارث او د قران او سنت مصداق ښکاري ،

تاسو به شخصيت پرستي کی د غلو او افراط له امله داسې مبالغه امیزه او درواغ القاب وګورئ چې ذوالجلال رب العالمين به وايي چې ما خو داسې ندي پيدا کړي ،

شيخ العرب والعجم ، نجم العلماء، جامعة العقول والمنقول، استاذ الاساتذه ، مناظره الاسلام ، فقيه الزمان ، حضرت اقدس شيخ فلان بن فلان.... او داسې نور مبالغه امیزه القاب....

همدا نن د هر مسلک ، ډلي او فرقې علماوو تقريرونه ، افکار او نظريات تاسو په سوشل ميډيا او نورو لارو وګوري چې پرته له خپلي ډلي نورو په اړه څه ډول برداشت او تعامل لري؟

آيا دا د انبياوو تعليمات ول؟ آيا دغه ډول افکارو لرونکو ته د قران او سنت علماوو لقب ورکړو؟ آيا دا د انبياوو وارثان دي؟ آيا دوی ته د انبياوو وارثانو مقدس ټايټل ورکړو چي پرته له خپل شيخ څخه د بل هيڅ چا خبره ورته حق نښکاري؟

آيا دوي هغه څوک دي چې په اړه يي د رسول الله صلی الله عليه وسلم حدیث ذکر شوي؟

د دي پر ځای چي د انسانانو رابطه د خالق سره پياوړي او تقويه کړي چې د انبياوو رسالت ، صحابوو او سلفو صالحینو عمل وو له بده مرغه اوسني مروج کلچر خو د الله پرستي پر ځای ډلي پرستي ، فرقه پرستي ، مسلک پرستي ، شيخ پرستي او علماء پرستي لوي ته روان دي!

شخصيت پرستي يو ناسور دي په ټولنه کي د حق او باطل تصور او مفهوم ورکي زيانمند شي او زمونږ د خوښې شخصيتونو افکار ، عادات او اطوار معيار وګرځي چي په ټوله کي د دين او اسلام څخه خلک فاصله اخلي!

 د الله لپاره!!! که علماي حق د پيژندنې پولي مي د نورو سره جلا نه کړي خطرناکه نتایج به ولري او د روايتي او نصابی علماوو کردار به د علماوو او دين تقدس او احترام هيکل زيانمن کړي او دا الزامي تقدسونه او د زور احترام به په نفرتونو بدل شي پرته لدي چې ټولنه منافقه کړو هيڅ شي لاس ته نه راوړو!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک