په اسلام کی حکمراني مسولیت دی امتیاز ندی
په اسلام کی حکمراني مسولیت دی امتیاز ندی په شريعت کي حاکم ، رعیت تور ، سپین ،عرب ، عجم ، نر او ښځه پر یو بل برتری نلری مګر په تقوا سره,,
رعیت د خپل حاکم د څارنی او محاسبی حق لری کله چی دا حق ورکړ شو بیا د خالق معصیت پرته د حاکم ټول آوامر منل په رعيت واجب دی او که دغه حق ورنه کړل شو او د محاسبې او حق غوښتنې لپاره ځانګړی جوابده منظم، عادل او شفافه سیستم او فضا موجوده نه وه او حاکم ځان له محاسبې او رغنده نيوکي پورته ګاڼه او يا د رياست امورو چلند په رابطه رعيت ته اړين وضاحت نه وي او هر څه په مبهم ډول ترسره کيږي بیا هغه مهال وجوب هم مبهم شي... رعیت ته د حاکم د څارنی او محاسبی حق د قران کریم، رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو ، مبارک سیرت، خلفاوو راشیدنو کړنو او اقوالو ثابت دي
دغه حق ته د بیان آزادی وایی,, د تنقید او نیوکی حق وایی ,, په ښه کارونو د أمر او له بدو پر وړاندی دریدلو ایمانی دنده وایی ,, د خپل ځان او نورو مسلمانانو د مشروع حق غوښتنی آواز وایی ,, په حاکم واجب دی چی د رعیت دغه حق لپاره منظم قانونی مجرا او سیستم ولری تر څو د رعيت قناعت حاصل کړي.
تاسو د سورت بقري دغه ايتونه په غور سره ولولي!
واذ قال ربك للملاىكة انى جاعل في الارض خليفة قالوا اتجعل فيها من يفسد فيها و يسفك الدماء و نحن نسبح بك و نقدس لك..
و علم ادم الأسماء كلها ثم عرضهم على الملايكة.. الى اخره...
لدي څخه د بيان د آزادۍ کوم لوي ثبوت شته چې ملایکو د الله تعالی پر وړاندې په زمکه د انسان پر خلافت او خپلو اعمالو په اړه اظهار د نظر وکړ او بله پلوه الله تعالی ملایکو ته د خپل نظر د اظهار حق ورکړ او بيا چي الله تعالی د ملایکو په شمول د ټولو کائناتو او مخلوقاتو رب ، خالق او مالک دي د ملایکو د اظهار د نظر او د انسان د کمزوريو يادونې مقابل کي هغوي ته سرزنش نه ورکوي بلکه په علمي شکل قناعت ورکوي او ادام عليه سلام ته د ځينو دنيوي شيانو علم ورکوي او بيا يي ملایکو ته وړاندې کوي چې وروسته ملايکي د الله تعالی تسبيح وايي..
څو موضوعات له دغه اياتونو استنباط کولای شو!
لمړي: بيان آزادي,, الله تعالی چي په خپل وحدانيت او خالقيت کې شريک نلري بيا هم ملايکو ته د اظهار نظر حق ورکړ نو د مسلمانانو حاکم د الله تعالی څخه لوي ندي پدي اساس په رعيت د خپل حق غوښتنې په پار د اظهار نظر او نيوکي بنديز نشي لګوي او ځان له محاسبې پورته نشي ګڼلي!
دوهم: په انسان کي د فساد او ويني تويوني عمل فطري دي,, نو پدي اساس پرته له پيغمبر څخه په نړي کي هيڅ څوک معصوم ندي , بناءً هيڅ څوک د ځان د عصمت دعوه نشي کولای او قابل د محاسبې دي!
دريم: په علمي او منطقي شکل مقابل ته قناعت,,
لکه څرنګه چي الله تعالی ملايکو ته د انسان مقابل کي اظهار د نظر په اساس سرزنش ورنه کړ بلکه ادام عليه سلام برتري يي د زمکې خلافت په اړه په علمي ډول ثابته کړه نو بناءً هيڅ حاکم حق نلري چې په جايز اظهار د نظر چا ته سرزنش ورکړي او يا يي په نورو نومونو محکوم کړي بلکې په منطقي شکل به د هغه قناعت لاس ته راوړي.
څلورم: د اکثره مفسرينو د اقوالو په اساس الله تعالی ادام عليه سلام ته د دنيوي څيزونو نومونو علم ورکړ,,, پدي معني چي انسان د الله تعالی پر ځمکې د خلافت لپاره د وحي تر څنګ دنيوي علم هم ضروري دی او د انسان فضيلت په ملايکو په همدې برخه کي دي . ځکه يي د خلافت مستحق کړ نو پدې اساس د وحي وروسته دنيوي علم هم ضروري او حتمي دی که انسان سره نه وي د زمکې ظاهري سيادت او قيادت به هم د لاسه ورکوي!
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی: المومنون شهداء الله فی الارض . مومنان په ځمکه کی د الله ګوهان دی . نو د حاکم کړنو په اړه د مومنانو قضاوت د الله تعالی قضاوت دی.که مومنان درنه راضی وو . الله تعالی درنه راضی دی او که مومنان ناراضه وو .پوه شه چی الله تعالی درنه ناراضه دی .
امام ابويوسف په کتاب الخراج کې له حسن بصري رحمه الله څخه روايت رانقل کړی چې يوه ورځ حضرت عمر رضي الله عنه چا سره خبرې کولې هغه شخص ورته وويل. اميرالمومنينه! له الله تعالی وډار شه,, بل سړي پرې راغږ کړ چې ته اوس اميرالمؤمنين ته نصيحت کوې او ورته وايي چې له الله تعالی وډار شه ؟ حضرت عمر ورته وويل: پريږده چې خپله خبره وکړي ډېره ښه خبره يې وکړه، که تاسو مونږ ته داسې خبرې ونه کړې بيا په تاسو کې خېر نشته او که مونږ ورته غوږ کينږدو او ويې نه منو بيا په مونږ کې خېر نشته !
په اسلام کې دنده انسان ته عصمت نه وربخښي بلکې لا يې هم د الله تعالی او د هغه د بنده ګانو پر وړاندې د مسئوليت او جوابدهې پر کرښه دروي.
که یو نظام د اصلاح او سمون لپاره قانونی مجراګانی او چوکاټونه ونه لری بیا په غیر قانونی توګه آوازونه پورته کیږی چی ډیر ځله تری دښمن هم استفاده کولی شی چی په ټوله کی بیا مسولیت د وخت د حکومت او حاکم پر غاړه وی نه د رعیت پر غاړه.
د اشخاصو پر کړنو او یا پالیسیو نیوکه دا پر اسلام یا اسلامی نظامونو د نیوکی پر معنا نه وي که دا پولی سره جلا نشي بد عواقب لري ځکه هر فاسد، غل او خاين ته بيا د اسلام په نامه عصمت او حفاظت ورکول کيږي او همدارنګه په حکومتي امورو کې به هري غلطي پاليسۍ ته تقدس ورکړ شي!
په اسلامی نظامونو کی حاکم نشی کولای چی د رعیت د احتساب غږ ، نظر او نیوکه او یا په اجتهادی امورو کی ځانګړی موقف په مختلفو نومونو خاموشه کړی. نشی کولای پرته د قانوني دليله د رعیت خبره او نیوکه په بد نیتی ، تخریب، عامه ذهنیتونو اغتشاش او نورو نومونو حمل او تورن کړی.
زيات کم يو لک او څلوریشت زره پیغمرانو په شمول د اولوالعزم پیغمبرانو پرته له غیابه د خلکو په منځ کی په ښکاره ژوند کړی او د ځان احتساب حق یی رعيت ته وړکړی او احتساب ته يي ځان وړاندې کړي
خوږ حبيب محمد صلی الله علیه وسلم د خپل ژوند په اخرنیو شیبو کې د سختی مریضی په حال کی چی د دوه جلیل القدر صحابو په اوږو یی لاسونو مبارک پراته ول د خپل کوټی د خلکو حضور ته خپل اخرنۍ پيغام او ورسره دغه حق ورکونې لپاره راووت او دري ځل يي مکرر وويل که پر ما د چا حق وي راشي خپل حق ترلاسه کړي او بیا څو شېبې وروسته د حضرت عايشي رضی الله تعالی عنها کوټه کي د الله تعالی لوری ته رخصت شو.
صلوات الله علیه وسلم...
