د پخواني انګلسي استعمار د قاضي (جج) فيصلې خلاصه چې اوس يي هم د قانون برخه ده!
يو ځل پوليسو د لاهور ښار يوه برخه کې دوه ډلې مسلمانان چي هتګړي په لاسونو وي او اکثريت يي زخميان او وهل شوي ول محکمې ته راوستل او انګریز جج ته وړاندې کړل شول.
جج له پوليسو او وکيلانو پوښتنه وکړه دا دومره ډير خلک ولي زخميان او مات او ګوډ دي آيا کومه طبيعي پيښه شوي ؟
وکيلانو وویل: نه دوي يو بل سره جګړه کړي!
جج: ولي جګړه کړي؟
وکيلان: د ,, امين,, لفظ پر سر
جج: ,,امين,, څه شي دي؟
وکيلان: مسلمانان يي په لمانځه کي وايي
جج: خو وايي دي پدی کي څه مشکل دي؟
وکيلان: نه يوه ډله وايي چي جهري( لوړ آواز ) د وويل شي او بله وايي چې پټ د وويل شي
جج: چې څوک وايي جهري د وويل شي هغه د جهري ووايي او چې څوک وايي خفيه د وويل شي هغه د پټ ووايي پدي کي د جګړې څه خبره ده؟
وکيلان: يوه ډله وايي چي جهري د رسول الله صلی علیه وسلم نه راجح قول دي او دا بله وايي چې پټ راجح قول دي.
جج: چې چا ته څه راجح ښکاري پري عمل د وکړي.. ما ته تر اوسه د جګړې علت واضح ندي .. غواړم پوه شوم چې جګړه په څه شوي؟
وکيلان: يو بل په زور او جبر منع کوي نو ځکه د يو بل سرونه يي وهلی او زخميان دي.
جج: موسکي شو او نور تحقيق څخه ورسته د فيصلې اورلو لپاره يي وخت ورکړ..
فيصله!
دا چې د مسلمانانو لمانځه کې دري قسمه امين موجود دي
لمړي: په خفيه ( پټه ) امين ويل
دوهم: په جهر ( لوړ غږ) امين ويل
دريم: د امين لفظ څخه شر او فساد جوړول.
دوه لمړني اقسام د مسلمانانو د پيغمبر نه ثابت دي مسلمانان کولاي شي د خپلې خوښې په اساس پري عمل وکړي ليکن دريم چې امين په شر او فساد سره دي د مسلمانانو د پيغمبر تعليماتو څخه ندي ثابت او د انګلستان قانون..... مادو خلاف هم دي..
دواړو ډلو مسلمانانو په دريم قسم عمل کړي نو ځکه د قانون په اساس قابل ضمانت په دري مياشتې زندان محکوم دي...
قدرمنو او محترمو ورونو:
نن سبا چې کومي مناظري، جګړي او دعوي تاسو په سوشل میډیا کي ګوري چي يو ملا صېب يو څه وايي بل يي بيا بل څه وايي ،
چرته بيا سره دوه ډلي مخامخ ناستې وي او يو بل ملامتوي يقين وکړي دا ټول د انګرېز قاضي فيصلي مطابق دريم قسم ولا دي ، هم د دين بدنامي سبب ګرځي او هم يي ځانونه سپک او بي عزته کړل او هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم او سلفو صالحینو خلاف عمل دي..
