دغه حالت ليدو سره ما فخر محسوس کړ او د الله تعالی شکر مي ادا کړ چې زه مسلمانه يم
الجزایر هیواد نامتو او عربی نړي منل شوي تلويزيوني ويانده او ژورناليسټه خديجه بنت قنه امريکا کي د خپل ژوند پر مهال يوه قصه تحرير کړي..
هغه وايې په يوه سوپر سټور کي د سودا اخيستو پر مهال کاونټر سره د پيسو ورکړي لپاره په قطار کي منتظره وم چې يوه باحجابه مسلماني ښځي يو لوي بکس ځان پسي راښکه سوپر سټور ته داخله شوه ، بکس د چمن د ريبولو ماشين وه چي د راوړلو پر مهال په هغي مسلماني ښځي لورايه د ستړیا اثار ښکاريده.
ښځه په کاونټر ولاړي يوي کارمندي ته ودريده او په ډير آدب او احترام يي ورته وویل : ما دغه ماشين تيره ورځ د نورو شيانو سره يو ځاي په 500 ډالر واخيست..
کيشير کارمندي ورڅخه پوښتنه وکړه:
آيا ته غواړي چې واپس يي کړي؟
مسلمان ښځه: نه
کيشير : ولي دا ماشين تا بل سټور کي زمونږ څخه ارزانه وموند نو دغه حالت کي زمونږ پاليسي په اساس به باقي مبلغ تاسو درکول کيږي ليکن د هغه لپاره بايد تاسي د بل سټور قيمت ثبوت راښکاره کړي.
مسلمانه ښځه: دغه وجوهات يو هم ندي په اصل کي ما تيره ورځ دغه ماشين د کريډت کارت په وسيله د نورو شيانو په شمول واخيست ، زما کور له دغه ځای تقريبا 2 ساعته د موټر مزل مسافه لري کله چي دغه سامان ما کور ته يووړ او هلته مي بل چک کړ نو معلومه شوه چې تاسو زما د نوري سودا قيمت اخيستې ليکن دغه ماشين قيمت له تاسو هير شوي او هغه مو ندي وصول کړي.
دغي خبري اوريدو سره کيشره کارمنده له خپل ځايه پاڅيده او دغه مسلماني ښځي ته يي غاړه ورکړه سترګې له وښکو ډګي شوي او يو ډول جذباتي شوه او بيا ورته وویل: آخر دا کوم څيز دي چې ته يي دومره مجبوره کړي چې د خپل کار څخه رخصتي واخلي او څلور ساعته مزل وکړي؟
مسلماني ښځي په ډيره سادګي ورته وویل: ,, امانت داري, او بيا يي د امانت داري په اړوند اسلامي احکام په انګليسي ژبه تشرېح کړل.
دغه خبرو سره ملازمه د خپل ځايه روانه شوه او ما ته نژدې د شيشي کوټي کي ناستي منيجري ته لاړه..
منيجري خپل کارمندي ته وویل: ما خو څه ندي اورېدلي ليکن د ښځي د باډي لينګويچ څخه د هغي تاثرات ښکاريده چې کوم خاص انداز کي کومه خاصه خبره کوي..
کارمندي توقف وکړ - منيجره له خپل ځايه پاسيده او بيرون ولاړه .
دغه لوي جنرل سټور ټول کارمندان يي راټول کړل ورسره هلته موجود نور خريداران خلک هم ورټول شول - دغه مهال منيجري د مسلماني ښځي امانت داری په اړوند ورته خبري وکړي - مسلمانه ښځه په حياناک شکل په خپل ځاي خاموشه ولاړه وه..
دغه خبرو اوريدو سره کارمندان او خلک د مسلماني ښځي لوري ته ورټول شول او هغوي دغه ښځي څخه په اسلام کي د امانت داري او ديانت داري په اړوند پوښتني پيل کړي چي مسلماني ښځي په پوره وضاحت او ښکلي انداز ځوابونه ورکړل..
منيجري مسلماني ښځي ته وړانديز وکړ چې دا ماشين د هغوي لخوا په تحفه کي قبول کړي ليکن مسلماني ښځي په ډيره خوش اسلوبي شکريه وکړه او تحفه يي قبوله نه کړه او وويل: دغه ماشين څخه زيات اهميت د هغه ثواب لري ، مسلماني ښځي د ماشين قيمت ورکړ او د منني او شکريي سره سټور څخه ووتله..
دغه واقعه په سوپر سټور کي لسګونو خلکو وليده . د حجاب اغوستونکي مسلماني ښځي عمل دلکش منظر پريښود د محبت ، خلوص او ديانت داري سره د هغي خوش اسلوبي او خوش اخلاقي دومره پر خلکو تاثير وکړ چي د هغي د وتلو ورسته هم د سټور ټوله فضا حيرانتيا او چچکو نيولي وه..
خديجه بنت قنه زياتوي چې دغه حالت ليدو سره ما فخر محسوس کړ او د الله تعالی شکر مي ادا کړ چې زه مسلمانه يم..
لا الہ الااللہ محمد رسول صلی اللہ علیہ وسلم
