تر ټولو لويه ګناه جهالت!!!
د اسلام د مخه په ايران کې د شيوانا په نامه يو مفکر ژوند کاوه ، يو ورځ ورته يو ماشوم په منډه او ژړا راغي او ورته يې وويل: مور مي د معبد د کاهن په هدايت زما معصومه او وړه خور د معبد لوي بت د پښو لاندې قرباني کوي مهرباني له مخې د خلاصون لپاره يي څه وکړه!!
شيوانا ماشوم سره په مڼډه معبد ته ورسېد ! ګوري چې د ماشوم مور انجلي د پښو او لاسونو تړلي او په ژړا يي غاړه ښکلوي او بل لوري ته کاهن په ډير غرور د لوي بت تر څنک ناست او دغه حالت ننداره کوي!
خلک د ښځي ترشا او خوا ورټول شوي او ښځه په محبت او ولولي سره خپلې لور څخه غيږه چاپيروي او مسلسل يي ښکلوي او غواړي چې د بت خوشحالۍ لپاره يي قرباني کړي!
شيونا له ښځې پوښتنه وکړه ولي خپله لور قرباني کوي؟
ښځي وويل: معبد کاهن هدايت کړي چې د لوي بت خوشحالۍ لپاره خپله تر ټولو عزيز ترينه هستي قرباني کړم ترڅو لوي بت خوشحاله شي او زما د ژوند مشکلات د تل لپاره ختم شي!
شيونا ورته په خندا شو او وويل: دا ماشوم خو ستا هغومره عزيز ترينه هستي نده لکه څومره چې هغه په تيګه ناست کاهن دي ځکه ته د هغي په هدايت او امر خپله کمه عزيزه هستي قرباني کوي! آيا فکر کوي چې بت دومره احمق دي؟؟ هغه له تا د خپل عزيز تريني هستي قرباني غواړي چې هغه کاهن دي! او ته غواړي په غلطی خپله لور د غزيز تريني هستي پر ځای قرباني کړي! بت هيڅکله په دغه ډول دوکه نه خوشحاليږي!
ښځي د يوي شيبې فکر ورسته د ماشومه لور لاس او پښې خلاصی کړی او چاړه په لاس کاهن لوري ته په مڼډه شوه! کاهن هغه ته د ښځي د ورسيدو تر مخه وتښتېد او بیا هیڅکله چا هغه منطقه کي ونه ليد!
محترمو او قدرمنو ورونو
د دنيا تر ټولو لوي نعمت پوهه او شعور دي او تر ټولو لويه ګناه جهالت دي په کومه ورځ چې مونږ خپل کاهنان وپيژندل زموږ ټول مسايل به خپله حل شي!
