د دوکتور عبد الحميد جليلي لیکنی

د ټيري فاکس لخوا د کينسر ريسرچ، تحقیق او علاج پخاطر تر C$715 مليونو څخه زيات فڼډ جمع شوي

ټیری فاکس د کینسر (سرطان) مريض وو، هغه له مړينې مخکي يواځې په 143 ورځو کي 5373 کلو متره پياده مزل په کاناډا کي وکړ. ټيري فاکس د مزل څخه يو ځانګړي هدف درلود، هغه مهال د کاناډا نفوس 24 مليونه وو، هغه غوښتل چي د هر فرد مقابل کي يو کاناډايي ډالر چنده جمع کړي. هغه دا هدف د 1981 ميلادي کال په فبروري میاشت کي پوره کړ او 24.7 ميليونه کاناډايي ډالر يي جمع کړل.. ټيري فاکس د مړينې څخه يو کال ورسته پدي پيسو د ٹیری فاکس فاؤنڈیشن بنياد کيښودل شو، د فاوڼډيشن هدف د کنسر په خلاف جګړه وه او مريضانو علاج وو، دغي اداري په کاناډا او نورو هيوادونو کي د ذکر شوي هدف پخاطر فڼډ راغونډاوو او دغه ډول مقابلو انعقاد به يي هم کاوه.....
نور ولوله

زينب په مدينه منوره کی په جنت البقيع کي خاورو ته وسپارل شوه

اسټريايي اداکاره ماري کولي کوفسکي چې د ,, قنديل ام هاشم,, فلم کي د شکري سرحان محبوبي په حيث کار وکړ، په دغه وخت کي هغه په جرمني کي په طبي برخه کي په زدکړو مصروفه وه اصل کي ماري يوه منتشره او آزاد خياله کورني کي زيږيدلی وه. د هغي مور هم ډيره عياش طبيعته ميرمن وه په نتیجه کي د هغي اولاد ژوند هم تباه شو، ورونو او خویندو يي په ناجايزه کارونو مصروف ول ليکن ماري کوښښ وکړ چې ځان محفوظ وساتي او جايزي لارې خپل ژوند تر سره کړي ، هغي په يوي کيفي کي د کاريګري په حيث کار پيل کړ . يو ورځ يو پروډيوسر هغه وليده او په فلمونو کي د وړو وړو کردارونو پشنهاد ورته وکړ پدي ډول جرمني او اسټريا په ځينو فلمونو کي يي د اضافي کردار په حيث کار شروع کړ. کله چي د ,, قنديل ام ها...
نور ولوله

د امام شافعي رحمة الله عليه څخه د اختلاف آداب زده کړې!

امام شافعي له شاګردانو څخه د يوه نوم يونس وو.  د خپل استاد ,, امام ,, سره يي په کومي مسئلې اختلاف راغي د خپلي رأيي ورکونې ورسته درس په نيمايي کي پريښود او خپل کور ته لاړه..  چي ماښام شو د يونس دروازه چا وټکوله ، کله چي يونس دروازي ته ووت هغه وخت حيران شو چې ګوري امام يي دروازي ته ولاړ دي. امام شافعي رحمة الله عليه ورته وفرمايل! اي يونسه!  په لسګونو داسې خبري شته چې مونږ يي سره متحد کړي يو او صرف يوه مسله مونږ سره جدا کوي؟ اي يونسه! په ټولو اختلافاتو کي په خپلو ملګرو د بريا کوښښ مه کوه کله کله زړونو ګټلو کوښښ هم کوه تبادل د افکارو او علمی بحث د بريا څخه اهم وي. ...
نور ولوله

د ښځو په اړوند نرمه رويه غوره کړي ځکه هغوي ستاسې شراکت داره دي!

انسایکلوپیډیا برټانيکا په 1984 د بشر د حقوقو Human Rights یوه مفصله مقاله ده، د هغه په لمړي پروګراف کي راغلی اګر که بشري حقوق د پخواني زمانې شاعرانو ، فلسفيانو او يو شمېر سياستوالو په نزد موجود ول ليکن عملي صورت يي د اتلسمې پېړۍ په اواخرو کي د امريکا او فرانسې انقلابونو وروسته ظهور کړي، که څوک يواځي د مرجع په شکل دا مقاله ولولي سخت د غلط فهمي ښکار کيږي او د بشري حقوقو تاريخ په اړه ناقص فهم څخه واقف شي. د بشري حقوقو انساني انقلاب په اصل کې د مغربي تهذيب څخه زر کاله وړاندې عربي نړي کې د کامل دين او تګلاري په حيث د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا راوړل شو،  پدې اړه غربي علماء خپله معترف دي مثلاً مشهور انګرېز مصنف ايچ جي ولز ( 1866-1946) د رسو...
نور ولوله

د کنجوسی نړيوال ريکارډ جوړونکي ښځه

بويټي ګرين په,, ګنيز ورلډ ريکارډ,, کي د تاريخ تر ټولو کنجوس تريني ښځی او کاميابي سرمایه داری په حيث ثبت شوي هغه په 1834 کي د امريکا يوه سرمایه داره کورني وزيږده ، هغه د يوه سرمایه دار سړي  يواځينۍ لور وه ، په 21 کلنۍ کي پلار ومړ او په ميراث کي ورته 7.5 مليونه ډالر پاتي شول ، د پلار مرګ ورسته هغه نيويارک ته لاړه تر څو وال اسټريټ کي سرمایه ګزاری وکړي ، هغي ډير ژر د وال اسټريټ ملکي مقام او ټايټل حاصل کړ.. د هغي سرمایه تر 2.3 مليارده ډالره ورسېده ليکن دغي سرمايي باوجود انتهایي غربت ژوند تيراوو ، هغي د يوه مليونر سره واده وکړ بيا هم هغي به د دوکانونو څخه پاتي او ټوټي کيک او کوکيز د ارزاني پخاطر اخيستل ،هغي هره ورځ خپل سپي ته مفت هډوکي له قصابانو او دوکانونو غوښتل او راوړل ، يواځ...
نور ولوله

ژنيوا کي د ماشومانو د حقوقو پرزنټيشنونه

دغه ډول ماشومان افريقايي هيواد آئيوري کوسټ کي د سويس مشهوري کمپنۍ نيسلي باغونو کي مزدوري کوي د ککو د ونو پاخه زړي ټولوي او هره ورځ 12 ساعته مسلسل کار کوي. د 3 ټنو دانو يا تخم ټولولو مزدوري 1 ډالر ده بيا کمپنۍ دغه تخم سويزرلينډ ته انتقالوي او قيمتي چاکليټونو او کافي کي استعماليږي چې تقريباً يو کلو يي بيا تر 84 ډالرو پوري خرڅوي له هغي ورسته بيا د سويزرلينډ ښار ژنيوا کي د نړي مالداره هيوادونه سره راټوليږي او د ماشومانو د حقوقو پرزنټيشنونه ورکوي او پدی فکر کوی چې نړي څخه څرنګه غربت ختم کړي او په اقداماتو يي تاکيد کوي منافقت ...
نور ولوله

الله تعالی د زمونږ ټولو اخري خاتمه په ايمان کړي

په دغه تصويرونو يو شخص مشهور امریکايي جوزف اسټس ( Joseph Estes) دي چې د پام وړ تاجر وو او انتهای درجې متعصب عيسوي وه او په مسلمانانو او اسلام طنز او خندا د هغه ورځينۍ عمل وو ، د مثال په ډول هغه به په تلويزنونو کي د کعبې په اړه ويل:  مسلمانانو يو تور صندوق په صحرا جوړ کړي او د هغه عبادت کوي.. بل تصوير د حرمينو ( سعودي) له هيواد څخه د عبدالله القصيمي دي مشهور عالم, داعي او مبلغ وو ، تر هغي چې خلکو ورته د دوهم ابن تيميه لقب ورکړ ، د هغه يو کتاب ډير شهرت ترلاسه کړ ( الصراع بين الاسلام والوطنيه) په اهل علم کي دغه کتاب ډير مقبوليت وموند تر دي چې د حرم مکي د وخت امام د هغه په اړوند پوره قصيده ولوسته - مشهور عالم صلاح منجد دغ...
نور ولوله

ترڅو چې انسانيت زده نشي اسلاميت دعوي ټولي درواغ دي..

دا د امریکا تر ټولو مشهوره براډکاسټره اوپرا ونفري ده ،  چې کله يي د خپل تقاعد اعلان وکړ د هغه ځاي خلکو د فوټبال په لوي سټيډيم کي د هغي د اعزاز په خاطر يو لوي پروګرام جوړ کړ ، اوپرا ونفري هغه مهال ډيره حيرانه شوه چې ورته معلومه شوه چې هغي په خپل ژوند او کيرير کي په مختلفو طريقو تقريبا تر 65000 غريبو خلکو کفالت کړي چي اکثريت هغه خلک د سټيډيم په اعزايه پروګرام کي شامل ول. څلور سوه پنځوس کسانو د اوپرا ونفري پروتوکول لپاره څراغونه لاسونو کي نيولو وه چې په هغو کي پنځه د هارورډ پوهنتون پروفېسران هم ول. د دوي په نمايندګي يو پروفيسر لڼډه وينا وکړه او وويل: که چېرې اوپرا ونفري نه واي اوس به مونږ مختلف واي.. محترمو ورونو: يوه غير...
نور ولوله

په دغه مظلوم ملت کبر مه کوي ډير بد ازار لري..

په 2005 کال د برازيل په Campina سيمه کي د يو څو شرابي دوستانو ګروپ چيرته د چکر لپاره تلل ، د يوي انجلي مور د خپلي لور په هکله فکرمنده وه نو د تللو وخت کي لور ته وويل: زه الله تعالی د مل شه او هغه دي حافظ شه!  لور يي ورته وویل: که الله تعالی مونږ سره سفر کوي نو مونږ ګاډي داخل کي ځاي نلرو صرف په ډاله کي ځاي شته هلته د اوسي.. العياذ باالله يو ساعت ورسته يي کورني ته خبر راورسېد چې په ټکر کي ټول دوستان سره د انجلي ووژل شول.. چې کله ګاډي ټرافيکو وليد د حيرانتيا خبره دا وه چي ټول ګاډي تباه شوي وه او يواځې ډاله مکمله روغه پاتي وه. په مارلين (ډاؤن مونرو) کي په يو پارټي ناسته کي د مبلغينو څخه يو وویل: الله تعالی په دغه اړه داسې ...
نور ولوله

دا خود ساخته د مړو مزارونه او دربارونه لوي لوي تجارتونه دي

يو ځل د پاکستان سند ايالت يو مشهور غل او ډاکو څه وخت لپاره بی روزګاره او غريب شو ، چا ورته مشوره ورکړه چې فلاني مشهور بزرګ او ولي مزار ته دعا لپاره ورشه. هغه همداسې وکړل ظاهرا شاندار او مزين مزار ته لاړه لمړي يي دعا وکړي او بيا چت پوري ونښته او د مزار د ټولو قيمتي زوړند فانوس يي راخلاص کړ او ځان سره يي يوړه. په مزار کي ناست مجاورو او ملنګانو هغه پيژانده نو ځکه يي له ډاره هغه مهال څه ونه ویل. ډاکو قيمتي فانوس ښه په لوړه بيه خرڅ کړ او پيسې جيب کي واچولې ، د مزار ګدي نشينو او مجاورو په غل عريضه وکړه او قضيه محکمې ته لاړه ، محکمې ډاکوو راوغوښت.. قاضي د ډاکو څخه پوښتنه وکړه او وویل:  تا فانوس له مزار څخه وړي؟ ډاکو...
نور ولوله

د فلسطين مقاومت جبهې غړي ليلي خالد او فلسطین مقاومت ځانګړې نښي او سټايل ( برګ دسمال) ايجاد کونکي

ليلي خالد په 1944 کال د فلسطين په حيفا ښار کي وزيږده ، هغه په ماشومتوب کي د فلسطين د ازادۍ تحريک غړي شوه او په څو کلونو کي يي د يوي متحرکي او فعالي غړي په حيث شهرت ترلاسه کړ ليلي خالد د خپلو ملګرو سره يو ځاي د 1968 څخه تر 1971 کال پوري څلور ځلې د هوايي جهازونو هائي جیکنک وکړ او طياري يي وتښتولي. تاسې ته معلومه ده چې دنيا د مشکل ترينو کارو څخه يو هم د هوايي جهازونو هائي جیکنک دي چې د کوم هېواد طياره تښتول او د هغي په ذريعه خپلې غوښتنې پوره کول دي په هائي جیکنک کي د يوې ښځې لاس لرل او ملوث کيدل د حيرانتيا خبره وي ليکن د يوه پيغلې لخوا جهاز تښتول او بيا د ځان پلاسټک سرجري کول او بيا ځلي  هائی جيکنګ کول يقينا د حيرانتيا خبره ده چې يواځې دغه ډول کارونه په فلمونو کي تمث...
نور ولوله

د فرعون جسد او ډاکټر مارس د اسلام منل!

د مصر په موزيم کي يو جسد پروت دي چې د هغي په هکله څيړونکو او محققينو منلې چې دا د موسي عليه السلام د زماني د فرعون جسد دي. په بائبل کي هم دغي زماني فرعون ته د يوولسم راموس يا راميس Rameses -11 خطاب شوي دي. پر دغه جسد د تحقیق او څيړني دوران کي د تحقیق کونکي ډلي مشر او مشهور لرغون پېژندونکي او ساينس دان ډاکټر مارس اسلام ومانه او مسلمان شو.. په 1898 کي اکسر (مصر) داسې يو ښار وو چې د هغه په هکله ويل کيږي چې د پخواني فرعونانو پايتخت وو. دغه ځاي ته چي د باچاهانو مسکن هم ويل شوي ، په اصل د 1799 عيسوي کال راهيسي د دغي سيمې مختلفو ځایونو کي د تير شوي اثارو او ابداتو لټون روان و...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک