د دوکتور عبد الحميد جليلي لیکنی
"ابراهیمي تړون" د دین یووالی نه، بلکې د اسلام بېخاصیته کولو هڅه ده!
ولسمشر ټرمپ وایي: که سعودي اسرائیل په رسميت وپيژني، دا به زموږ لپاره ویاړ وي؛ او هیله لري چې سعودي به هم د "ابراهیمي تړون" برخه شي.
"ابراهیمي تړون" ظاهراً د عربو او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو جوړولو نوم دی، خو تر شا یې یوه ژوره نقشه روانه ده: دینونه یوازې د عقیدې او اخلاقو پورې محدود شي، او له سیاست، اقتصاد او ټولنیز ژوند څخه بېبرخې شي. دا هغه فلسفه ده چې غربي ځواکونه یې پر نړۍ مسلط کول غواړي، خو تر ټولو ستر خنډ پکې مسلمان ملتونه دي، ځکه دوی دین د ژوند هر اړخ ته اړین ګڼي.
د دې فلسفې یوه بله بڼه دا ده چې ټول دینونه – اسلام، یهودیت، عیسویت، آن هندویت – د حضرت ابراهیم علیهالسلام سره تړي، او غواړي ...
نور ولوله
د حجاج بن یوسف او سعید بن جبیر تر منځ مشهور بحث (مکالمه)
د حجاج بن یوسف او سعید بن جبیر تر منځ مشهور بحث (مکالمه) یو تاریخي او ډېر عبرتناک مجلس و، چې د اسلامي تاریخ له مهمو پېښو ګڼل کېږي. دا مکالمه نه یوازې د یوه ظالم واکمن او یوه پرهیزګار عالم ترمنځ ټکر و، بلکې د حق او باطل تر منځ د فکر، عقیدې، او باور جګړه هم وه.
حجاج بن یوسف الثقفي د اموي خلافت له خوا د عراق والي و. یو ظالم، سختزړی، خو فصیح ، حافظ د قرآن ، فاتح او پیاوړی خطیب و.
سعید بن جبیر د تابعینو له جملې ستر فقیه، محدث، او د عبدالله بن عباس رضي الله تعالی عنه شاګرد و.
سعید د حجاج پر ظلمونو ، پاليسيو او استبداد نیوکه کوله او د هغه په مستبدانه فيصلو يي هميشه اعتراض کاوه خو وروسته ونیول شو او د حجاج دربار ته راوس...
نور ولوله
اقتصادي تړونونه او د ټرمپ شخصي ګټې
دډونالډ ټرمپ وروستی سفر سعودي عربستان ته یو پېچلی جیوپولیټیکي حرکت و چې د اقتصادي، سیاسي، او ستراتیژیکو اهدافو یوه ګډه بڼه یې درلوده. په دې تحلیل کې به د دې سفر اړخونه د مستندو سرچینو په رڼا کې وڅېړو، او د هغو رامنځته شوو اغېزو به یې په سیمهایز او نړیواله کچه بررسی کړو.
د سفر اصلي اهداف: اقتصادي، سیاسي او ستراتیژیک
اقتصادي تړونونه او د ټرمپ شخصي ګټې
د سعودي پانګه اچونې په برخه کې، د ۶۰۰ میلیارده ډالرو ژمنې په څېر تړونونه وشول، چې یوه برخه یې د Trump Organization سره د املاکو او هوټلونو پروژو ته اړوند وه.
د The Guardian یوه څېړنه ښیي چې ټرمپ د خپل ولسمشرۍ په دو...
نور ولوله
د افغانستان لپاره د سپېک (CPEC) پروژه: یو فرصت که یو خطر؟
په دې وروستیو کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ يوه درې اړخيزه ناسته ترسره شوه، چې پکې د اقتصادي همکاريو، امنيت، ترانزيټ او د چين-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) پروژې د پراخولو پر امکاناتو بحث وشو. د دې ناستې مهم ټکی دا و چې چين او پاکستان د افغانستان د شاملولو پر اصولي هوکړه سره موافق شول. دا پرمختګ د افغانستان لپاره هم ستراتيژيک فرصت ګڼل کېږي، خو له ګڼو ننګونو او خطرونو سره هم مل دی. د CPEC د اهميت، ممکنه ګټو، خطرونو، تخنيکي وړتياوو، سيمهييزو اغېزو، نړیوال غبرګونونو او د واخان د سرنوشت په اړه مختصر بحث کوم
د سپېک (CPEC) اهميت او ارزښت:
سپېک د چين د ستر "یو کمربند، یو سړک...
نور ولوله
د انجونو د تعلیم بندیز ـ يا خاموشه بم باري..
په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بندیز نه یوازې دا چې د ديني او د انساني حقونو ښکاره نقض دی، بلکې دا پریکړه د ټول ملت پر راتلونکي داسې اغېز کوي چې جبران یې لسګونو کلونه وخت غواړي. تعلیم د ټولنې د بنسټ د ودې اساس دی، او د نیم نفوس (ښځو) له دې حقه محرومول، افغانستان د یوې تیارې راتلونکې پر لور بیایي.
لنډمهاله زیانونه
۱. ستراتیژیک زیانونه:
نړیوال انزوا او د نورو هېوادونو سره د اړیکو کمزورتیا
د نړیوالو مرستو کموالی
په سیمه کې بې ثباتي دوام او د ګاونډیو سره شخړې
د ملي امنیت لپاره فکري او ټولنیز ګواښ
۲. علمي زیانونه:...
نور ولوله
جګړه بدله شوې ده – او که موږ بدل نه شو، موږ به پاتې شو!
موږ د داسې زمانې شاهدان یو چې جګړه نور د اتلولۍ، زړهورۍ او قربانۍ نوم نه دی. جګړه یو بېاحساسه، هوښیار او مسلکي صنعت ګرځېدلی دی. دا نور هغه وخت نه دی چې سرتېري د جذباتو په تودو څپو کې میدان ته کښته شي. نن ورځ جګړه د عقل، علم، استخباراتو، تکنالوژۍ او دقیقو محاسبو په وسیله پرمخ ځي.
یوه فشاري تڼۍ، یو ډرون، یا یو کوډ بس دی چې ښارونه ونړېږي او نسلونه له منځه لاړ شي. جګړه نور نه زړورتیا غواړي، نه هم فزیکي غښتلتیا — بلکې تخنیکي پوهه، سیسټم جوړونه، سایبري ځواک، استخباراتي چمتووالی، او مصنوعي ذکاوت (AI) غواړي.
د پاکستان او هندوستان د وروستۍ تقابل یوه ژوره بیلګه ده:
هلته د جنګي طیارو تر څنګ، سټ...
نور ولوله
هر ځای چې اوسو، داسې انسان شو چې اصول او ایمانداري ومنو
که تاسو په هوټل کې چای کې شکره یا شیدې د هغې اندازه زیات کړي چې تاسو یې په خپل کور کې اچوي، نو دا ښکاره کوي چې ستاسو کې د فساد تمایل موجود دی.
که تاسو په رستوران یا عامه ځایونو کې ټشو پیپر، صابون یا خوشبويي د خپل کور په پرتله زیات کاروي، نو دا ښايي که تاسو ته فرصت درکړل شي، تاسو ممکن د حکومتي مال نه غیر قانوني توګه ګټه واخلې
که تاسو په ودونو یا پرانیستې بوفې کې تر هغه اندازه زيات خواړه اچوي چې تاسو یې نه شي خوړلی، یوازې دي لپاره چې د بل مبلغ يي بل څوک ورکوي، نو دا ښايي چې که کله تاسو ته د عامه پیسو څخه ګټه اخیستلو موقع درکړ شي، تاسو به دغه ډول معامله ورسره وکړي
که تاسو فکر کوي چې عام سړک نه اخیستل شوی پیسې یا کوم بل څيز ستاسو حق دی، نو دا ستاسو کې د غلا لومړنۍ نښ...
نور ولوله
سوريي خپله لويه جرګه جوړه کړه
تر شپږ سوو پوري مختلفو اقشارو ، قومونو ، مختلف ګوندونو ، ديني علماوو ، مختلف مسلکي کادرونو ، سياسي او مدني نخبه ګانو ، د ښځو حقوقو فعالانو ، د اقليتونو او ټولني هر برخي استازو او د هيواد داخل او بهر څخه نمائنده ګانو څخه جوړ دغه جرګه نن رسماً د ولسمشر احمد الشرع په وينا پرانيستل شوه.
دا جرګه به څو ورځي دوام کوي ، د حکومت نوعيت ، اساسي قانون ، بيا رغونې ، خارجي او داخلي سياست ، خپلواک ملي ځواک په اړه به حکومت ته مشوره او کړنلاره ټاکی.
احمد الشرع په وينا کي وویل: سوريه آزاده شوه ليکن د جګړي ټپونه لا هم شته چې سوريه زوروي اوس بايد په ګډه د ټپونو علاج وکړو چې سوريه عزتمنده وي مونږ به عزتمند اوسو راځي په ګډه ځانونه نور عزتمند کړو.
...
نور ولوله
پنځوس خيالات چي تفاهم ، تعامل او مثبتي بقا ضمانت کوي او اختلاف قبلولو فن دي چې تر ټولو زيات ورته افغانان ضرورت لري!!!
*زه هغه څوک نه يم چې ته يي.
* ضروري نده چې ته زما نظريه قبوله کړي
*دا لازمي نده چې څه ډول زه ليدلوری لرم ته يي هم ولري
*اختلاف د ژوند يوه فطري برخه ده.
*360 زاويي سره ليدلوری ممکن ندي.
*خلک درک کړه ترڅو ورسره ژوند وکړي نه لدي لپاره چې هغوي تبديل کړي
*د خلکو مختلفي رويي مثبتي او تکميلي وي
*هغه څه چې ستا لپاره موزون وي ضروري نده چې ما لپاره هم موزون وي
*حالات او واقعات په انسان کي بدلون راولي
*ستا درک کول هيڅ کله يواځې پدي معنا نوي چې زه ستا خبری سره متفق اوسم
* کوم څيز چې تا پريشانه کوي ضروري نده چې ما هم پريشانه کړي
...
نور ولوله
په مکه کي ابوسفيان ډير ورخطا وه!!!
نن داسې ښکارې چې څه ناڅه کيدونکي دي او بار بار يي آسمان لوري ته کتل !
د هغه ميرمن,, هنده,, چې د حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه جيګر يي چيچلي وه د ابوسفيان پريشاني په ليدو سره يي خوا ته راغله او پوښتنه وکړه: څه خبره ده؟ ولي پريشانه يي؟
,,هوو,, څه خبره نشته ، هسي مي په طبيعت کي ويره ده ، لږ خواوشا ګرځم,, هماغه وه چي د کور له بيروني دروازي څخه ووت. د مکي په کوڅو کي په ګرځيدو ګرځيدو تر دي حده ورسيد چې:
سملاسي يي سترګې د مکي ښار څخه بهر په يو وسيع ميدان پريوتي.
په زرګونو څراغونه ښکاريده او د خلکو تل راتلل د څراغونو او بل اورنو په رڼا کي په نظر راتلل ،
داسې درانده آوازونه يي تر غوږه شول لکه ډير خلک چې يو څ...
نور ولوله
علم قيمت د سرو زرو سره برابر وي
په يوه ځاي کي د بانک څخه د غلا پر مهال ډاکو موجودو خلکو ته وویل: له ځايونو به نه خوريږي دا پيسي د حکومت دي ستاسو ندي!
بانک کي ټول موجود خلک په خاموشي سره خپل خپل ځاي کي پريوتل ,,
دغي ته وايي: ذهنونو بدلون لپاره بل تصور ورکول ,, د فکر کولو روايتي انداز بدلول ,,
کله چي يوه ښځه غلط ډول په ميز پريوته نو ډاکو ورته په غصه وویل: مهذبه شه! دا غلا ده جنسي تيرې ندي!
دغي ته وايي: مسلکيتوب ,, يواځې هغه لوري ته يي توجه وي چې کوم کار لپاره تربيه شوي وي,,
ډاکوان چې کله د بانک څخه خپلو کورو ته راغلل نو کشر ډاکو ( چي دولسم فارغ وه) مشر ډاکو ته ( چي لسم فارغ وه) وا...
نور ولوله
زما کور کی يواځې مور ده هغه هم مريضه ده
ملزم يو پنځلس کلن ماشوم وو ، د يوه سټور څخه د غلا پر مهال نيول شوي وه ، د تيښتې کوښښ پر وخت د ګارډ سره په کشمکش کي د سټور يوه شيشه هم ماته شوه .
قاضي د پوليس څخه د قضيې اوريدو ورسته د ملزم نه پوښتنه وکړه چې آيا واقعي تا غلا کړي ؟
ماشوم: هو ما يو پاکټ پنير او بريډ ( ډبل ډوډۍ) غلا کول
قاضي: ولي؟
ماشوم: زما ضرورت وه
قاضي: په پيسو به دي رانيولی واي؟
ماشوم: پيسې نه وي .
قاضي: د کور څخه به دي راوړي واي ؟
ماشوم: زما کور کی يواځې مور ده هغه هم مريضه ده ما بريډ او پنير هغه ته وړه .
قاضي: ته کوم کار نه کوي؟
ماشوم: په يوه کار واش کي مي کار کاوه يوه ورځ م...
نور ولوله
