راځي شيطان خوشحاله کړو
تيرو نږدي ورځو کي د کراچۍ ښار يو مشهور پوهنتون کي چي د اڼډس يونيورسټي شهرت لري د نوي محصلينو لپاره يي يو لوي پروګرام ترتيب شوي وه چي د هغه عنوان وو چې راځي شيطان خوشحاله کړو..
په نړي کي د شيطان مشهور شوي ټيټو يا تصوير په لوي سکرين ښکاره کيده او ورسره په انګليسي ژبه ليکل شوي ول.......
Sata is happy with your progress
شيطان ستاسو له کارکردګۍ خوشحاله دي..
دغه پروګرام کي جينکو او هلکانو ښکاره يو ځاي ګډا کول ، چي ځيني يي نيمه برهنه وي او ښکاره ورکي د الکولي مشروباتو څښل کيدل..
دلته هدف دا چې شيطان راځي کړو د شيطان خوشحالولو لپاره دغه ځانګړي پروګرام ترتيب شوي وه.
د تعجب خبره خو دا چې په همدغه کراچۍ کي د مولانا تقي عثماني او دیوبند قکري لوي جامعه الاسلامیة ، همدارنګه جامعة الرشيد د مولانا عبدالرحيم او جامعه فاروقيه د مولانا منظور هم موجودې دي او ورسره په لسګونو نور اسلامی مراکز ، مذهبي ګوندونه او داسې نور...
من حيث يو انسان او ګنهګار مسلمان ما ته خو خامخا دغه پوښتنه ذهن ته راځي چې دلته زما په هيواد کي همدي فکر ته منسوب د خپل بل مسلمان ورور چې معمولي او جزوي اختلاف په اساس نه برداشت کيږي او هلته دغه ډول پروګرامونه....
اقلا لفظي اختلاف يا يوه وړه مظاهره او يا کوم مطبوعاتي کنفرانس هم ونه ليدل شوه
بس دغه دعا به کوو....
الهم ارنا الحق حقا و ارزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه..
تصوير د اڼډس يونيورسټي پروګرام څخه......
