رفيع الله کليم

No-IMG

رفيع الله کليم

د رفيع الله کليم لیکنی

بسم الله الرحمن الرحیم

زمونږ د دین ستر راز پدې جملې کې پروت دی چې هر ورځ یې په تکرار وایو خو لا سر مو ددې په راز خلاص نشو. په ساده الفاظو به یې بیان کړم: په یاد مو دي چې زه همیشه وایم چې د دین یواځنی مالک څښتن تعالی دی او یواځې همغه ذات دی چې د کایناتو پادشاه ګڼل کیږي. د اسلام په قبلولو مونږ په اصل کې پر همدغه ذات ځان خرڅوو، او د دغه قرارداد له مخې نور فرد پدې ځان د هر رنګه واک اختیار له لاسه ورکوي او یواځنی د همدی بدن مالک حق لري چې ددی بدن رفتار او ګفتار تعیین کړي. نو په اساس یې چا چې واقعا ځان په څښتن تعالی خرڅ کړئ هغه د هر کار او خبرې پیل پدې جملې کوي. مانا یې څه دی؟ چونکې نوموړي په بدن...
نور ولوله

بعضې ناپوهی د خندا وړ وي !

پرون ما د البقرة سورت ١١٣ آیت نشر کړ، او بعضې کومنټونه د خندا وړ وو، لیکلي : مونږ خو په حقه یو ! ډیری کومنټونو کې پر ځای ددې چې خپل ناپوهي ومني او ووايي چې دغه آیت خو د الله تعالی کلام دی، راځه، یوه پوښتنه وکړه چې ولې الله تعالی فرمایلي، دغو کومنټونو کې د قهر او غصه او لیکونکو ډیر هڅه کړې چې د دین ټیکه دار او پهره دار شي: "او همداشان هغه خلک چې نپوهیږي هغوی به همچنان د همدو [ یهود او نصاری] په شان خبرې وکړي." مونږ همغه احساساتي خلک یو چې که یو چا وویل غوږ یې درنه یووړ ، نو سړي پسې ټوپک را اخلو خو یوځل غوږ ته لاس نه ور وړو چې په ځای شته او که نشته. یهود او نصاری څوک دي؟ ...
نور ولوله

أعوذ بالله من الشيطان الرجيم؛ قرآني لارښوونې او زمونږ بې تفاوتي

له پیړیو راهیسې د قرآن کریم سره زمونږ چلند بی انتها سطحي چلند ګرځیدلی. همدا زمونږ بې غوري او بې تفاوتي دی چې کومې خاصې مثبتې پایلې ته نه رسیږو. راځئ چې یو داسې آیت سره مو معرفي کړم چې په اصل کې یوه حکیمانه لارښوونه ده چې مونږ ورته روزمره اړتیا لرو او زمونږ ډیری ټولنیزو ستونزو ته د پای تکۍ کیښودلی شي اما چونکې مونږ اصلا په زړونو کې د دغه لارښوونو په مقابل کې بې تفاوته یو نو د تکلف له مخې ، هغه هم ډیر کم شمیر یې وايي او زیاتره لا له دی هم مایوسه شوي ، هغه د [ اعوذ بالله من الشیطان الرجیم ] لارښوونه ده . آیت څه وايي [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 200]:  كه كله دې شيطان ولمسوي، نو د الله پناه وغواړه. هغه د هر څه اورېدونكى او په ه...
نور ولوله

اهل الذکر

یوه ورور پوښتنه وکړه چې هر کله دیني مسایل مطرح شي بیا دغه آیت پکې په جزئي توګه لوستل کیږي چې : فاسئلوا اهل الذكر إن كنتم لا تعلمون کومه ترجمه چې وړاندې کیږي هغه پدې توګه وي چې دا امر الله تعالی کړئ چې له علماوو څخه د هغه څه په مورد پوښتنې وکړئ چې تاسې نپوهیږئ. اما حقیقت کې ددې آیت ترجمه پدې توګه نده بلکې موضوع بل څه ده . پر پیغمبر د ایمان نه راوړونکو له ډلو څخه یو ډلې خلکو دا سوال راپاروه چې څرنګه لکه ځانونو غوندې پر یوه انسان ایمان راوړئ ؟! نو پیغمبر علیه السلام ته وايي چې دوی ته ووایه تاسې له هغو چا چې مخکې رسالت ورته لیږل شوی له هغو دا مالومات ترلاسه کړئ چې دوی ته رالیږل شوي پیغمبران انسانان ول که نه؟ اما دا چې مونږ ته پک...
نور ولوله

د اسمانونو او ځمکې خلقت په شپږو ورځو کې

په قرآن عظیم الشان کې د اسمانونو او ځمکې جوړښت ته اشاره شوې چې په شپږو ورځو کې شوی: [سُوۡرَةُ الفُرقان : 59] الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهِۦ خَبِيرًا●  هغه ذات چي په  شپږو  ورځو کښي یې اسمانونه او ځمکه او ټول هغه څه پېدا کړل چي د اسمانونو او ځمکي په منځ کښي دي.  بيا هغه پر عرش باندي استوا وکړه. ډېر مهربان دی، نو د هغه پوښتنه له كوم ماهر څخه وکړه.  اول یې ځمکه پیدا کړه، بیا یې اسمانونه پیدا کړل: [سُوۡرَةُ ال...
نور ولوله

د الله تعالى له اړخه په دین کې د اجازې سرحدونه

زمونږ د دین د اساسي او جوهري موضوعاتو څخه د [ الله تعالی د  اجازې] موضوع ده. اما دا موضوع به د هیچا له خولې وانورئ.  ځکه چې ددې موضوع په روښانیدو سره به ډیر وهمي دیني څهرې او وهمي کتابونه او وهمي دیني موضوعات به داسې ونړیږي لکه د ریږو محل چې د سمندر په یوې څپې له منځه ځي. تر دې مهاله پدې به پوه شوي یاست چې دین د الله تعالی ملکیت دی ، او پدې ملکیت کې هیڅوک لاس وهلی نشي حتی پیغمبران پکې اضافوالی یا کموالی راوستلی نشي. پدې ملکیت کې د هر رنګه تصرف دپاره ددغه دین د مالک او څښتن  اجازه اړینه دی. *لاندې تاسې ته د دغو اجازو نمونې وړاندې کوم: پیغمبر د الله تعالی په  اجازې استول شوی او دعوت کوي: سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 45...
نور ولوله

رڼې او سوچه خبرې

تیر ورځ مې د [ پوهې ] ستاینه وکړه، بالخصوص د هغې پوهې چې ګټه یې خلکو ته رسیږي، او الله تعالی دغه پوهه ځانته منسوب کړی چې هغه یې خپلو بنده ګانو ته ورزده کوي تر څو په روزمره ژوند کې ترینه ګټې واخلي او په مقابل کې د [ شکر ] کولو غوښتنه کړې چې د الله تعالی په کلام کې د [ مننې ] په مانا نده بلکې هغه اعمال ترسره کول دي چې د ګټې رسولو دایره فعاله وساتي. یوه ورور پوښتنه وکړه چې ایا دا پدې مانا ده چې دیني پوهه هیڅ ګټه نلري ؟ غواړم چې دغه لیکنه هغه ته ډالی کړم تر څو د خپل سوال ځواب پکې پیدا کړي : د دیني پوهې لنډ تعریف : هغه پوهه چې له لارې یې پدې پوهیږې چې ستا پروردګار له تا څه غواړي . دنيوي پوهه: هغه پوهه چې تا ته درښیئ چې څرنګه اس...
نور ولوله

د قرآن کریم سره سطحي چلند زمونږ د بربادی راز دی

که چیرې امکان درلود چې وخت بیرته شا ته شي نو ما به خپل د ژوند دویم فرصت کې هڅه کړی وه چې یا ډاکټر یا انجینر او یا داسې پوهه مې ترلاسه کوله چې تل د ټولنې سره په اړیکه کې وای او ګټه می ور رسیده ، نه دا چې اوس ټوله ګټه مې یو څو حرفونه دي چې په مجازي پلیټفورم کې وړاندی کوم. هر څوک چې دغه علوم لري، باید روزمره سهر اول د شکر سجده وکړي چې الله تعالی پدې پوهې نازولئ . زمونږ په ټولنه کې امکان لري چې تاسې د مباح علم د خاوندانو په نوم ستاسی رول تهمیش کړي، اما تاسې قرآن ته رجوع وکړئ نو تاسې به خپل قدر او منزلت هلته ووینئ ، د خپل تخصص په چوکاټ کې ستاسی هر حرکت عبادت دی ، همغه ستاسی لمونځ او تسبیح ده ، تاسې ټولنې ته روزمره د قرآن هغه لارښوونه په عملي توګه ورښېئ چې ویلي: نیک اعمالو باندی قایم اوسئ...
نور ولوله

هابيل - قابيل له بلې زاویې؛ قرآني ذره بین

د هابیل او قابیل قصه ډیریو اوریدلي، خو که چیرې یواځې پدې قصې کې په قرآن شریف اکتفا وشي، او د قصې هر اړخ د قرآن په ایتونو تحلیل شي، نو یوه نوې زاویه رامنځته کیږي چې پکې خورا زیات درسونه پراته دي . " مخکې له دې څخه چې قصه پیل کړو اړین دی چې د قرباني طرز او څرنګوالی باندې پوه شئ : د پخوانیو پیغمبرانو د پیژندلو دپاره یو کار معمول وه، چې قرباني به یې وړاندې کړه او له اسمانه به اور راغی او هغه به یې وخوړ، لاندې آیت کې همدا غوښتنه له پیغمبر علیه السلام څخه وشوه، خو په آیت کې ځواب داسی ورکړ چې پخوانیو پیغمبرانو چې د تاسې دا درخواستونه قبول کړل او دا نښانې وړاندې کړې او تاسې مطمین شوی چې پیغمبران دي بیا مو هغوی ولې ووژل؟ " د آدم عل...
نور ولوله

برلاسي؛ څنګ تر څنګ ژوند کول

سُوۡرَةُ القَصَص : 83] د اخرت هغه كور خو به د هغو خلكو لپاره ځانګړی کړو، چي په ځمکه کښي خپله برلاسي نغواړي او نه د فساد كولو اراده لري. او نېک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دی. کله چې څنګ تر څنګ د اوسیدلو هوډ ولرو نو د یو بل حق ته قایل یو ، او د یو بل په حقونو تیرۍ نه کوو،  او ځان د بل سره مساوي ګڼو. خو کله چې ددی خبرې په فکر شو چې څرنګه د بل څخه ډیر حقونه ترلاسه کړم، او زما خبره او غږ دی د نورو پر تله ډیر واوریدل شي ، څرنګه نور کنټرول کړم، له دغه ځای څخه ستا د برلاسي غوښتلو مزل پیل شو ، همدا (اراده) د برلاسي غوښتلو خوا ته، د صفر نقطې څخه ، د همدغه هدف په لور لومړی ګام دی ، او انتها یې واکمني ده. کله چې په همدی سفر کې واکمن شی، د شیطان په...
نور ولوله

هر څه مه خپروئ؛ ټولنیز مصلحتونه مراعت کړئ

لاندنی آیت یو له هغو آیتونو څخه دی چې د مسلمانې ټولنې افراد هڅوي تر څو د ټولنې ګډ مصلحتونه مراعت کړي ، او په ټولنې کې د بې ځایه ګنګوسو او شایعاتو یا هم د داسې خبرو نشرولو څخه ډډه وکړي کوم چې ددغې ټولنې دنیوي مصلحتونو ته ضربه واردوي، او یا هم د ټولنې افرادو ترمنځ د ویرې، او یا هم تشویش ایجادولو باعث ګرځي. مسلمانې ټولنې کې ولی الامر د مصلحتونو ساتونکی دی او دا دنده لري تر څو ټولنه د هغو خبرونو او شایعاتو څخه وژغوري چې د هغوی په ژوند کې د ناارامي او تشویش لامل ګرځي. په مقابل کې د ټولنې افراد هم هڅول شوي چې د هر خبر ( مثبت یا منفي) په اوریدو سره هغه د ولي الامر سره شریک کړي او له دی هخوا ددی اجازه نلري چې هر څه په ټولنه کې نشر کړي. څښتن تعالی د دغسې کار ترسره کونکو ته د شیطان پیروي کونکی صفت...
نور ولوله

د ولی الأمر د واک سرحدونه

منازعة اختلاف د ولی الأمر د واک سرحدونه  دغه دوه موضوعات د قرآن کریم له مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي، یو یې حقوقي شخړو دپاره حل لاره وړاندی کوي او بل یې عقیدوي مسایلو دپاره حل لاره وړاندی کوي .  منازعة :  شخړه سُوۡرَةُ النِّسَاء : 59] اې مؤمنانو! د الله، رسول او ولي الامر اطاعت وکړئ، بيا كه ستاسي تر منځ په كومه چاره کښي شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته محوله (وړاندي) کړئ. كه تاسي په رښتيا سره پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لرئ، همدا د كار يوه سمه طريقه ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده. په طبیعي حالاتو کې، ولی الأمر زمونږ روزمره چارې تنظیموي او د ټولنې د چارو ښه پرمختګ دپاره اړین دی چې یو ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک