No-IMG

هابيل - قابيل له بلې زاویې؛ قرآني ذره بین

د هابیل او قابیل قصه ډیریو اوریدلي، خو که چیرې یواځې پدې قصې کې په قرآن شریف اکتفا وشي، او د قصې هر اړخ د قرآن په ایتونو تحلیل شي، نو یوه نوې زاویه رامنځته کیږي چې پکې خورا زیات درسونه پراته دي .

" مخکې له دې څخه چې قصه پیل کړو اړین دی چې د قرباني طرز او څرنګوالی باندې پوه شئ : د پخوانیو پیغمبرانو د پیژندلو دپاره یو کار معمول وه، چې قرباني به یې وړاندې کړه او له اسمانه به اور راغی او هغه به یې وخوړ، لاندې آیت کې همدا غوښتنه له پیغمبر علیه السلام څخه وشوه، خو په آیت کې ځواب داسی ورکړ چې پخوانیو پیغمبرانو چې د تاسې دا درخواستونه قبول کړل او دا نښانې وړاندې کړې او تاسې مطمین شوی چې پیغمبران دي بیا مو هغوی ولې ووژل؟ "

د آدم علیه السلام له اولادوو څخه دوه تنه په یوې موضوع شخړه راغله، په قصې کې دواړو اړخونو ته ضمیرونه کارول شوي، نومونه یې روښانه ندي، خو دوه کرکټره دي چې یو کرکټر پخپله ځان صالح او نیک انسان معرفي کوي او بل اړخ د قهر او غصې په حالت کې وي نو د هغه د خبرو انداز لوستونکي ته داسې احساس ورکوي چې د قصې بد کرکټر همدی دی .

کله ناکله څښتن تعالی قصدا خبره ګونګه پریږدي ځکه چې کومې قصې چې په قرآن کې یادې شوي هغه د ساتېرۍ یا هم ځان تسلا کولو دپاره ندي، او نه هم قرآن د تاریخ کتاب دی چې مونږ ته تاریخ بیان کړي، بلکې د پند او نصیحت کتاب دی، نو په هرې قصې کې مونږ ته درسونه پراته دي چې باید راټول یې کړو .

دا دوه، قرباني وړاندې کوي، څښتن تعالی نه وايي چې ما د چا قبول کړه، خو دومره وايي چې د یوه قرباني قبوله شوه . له بل اړخه د دنیوي ظاهري نښو په اساس د هغه چا قرباني چې اور وخوړه هغه خوشحاله شو چې الله تعالی یواځې د صالحو بنده ګانو قرباني قبلوي نو مقابل اړخ کله چې د قهر او غصې په حالت کې وویل چې : زه دی وژنم، هغه ورته وویل : چې څښتن تعالی یواځې د تقوا لرونکو څخه قبلوي.

بیا مخ ته ځي او ورته وايي : که لاس دی دما پلو اوږد کړ چې ما ووژنې نو زه تا نه وژنم، ځکه چې زه د الله تعالی څخه ویره لرم ( مطلب همغه د تقوا لرلو دعوا یې تکرار کړه ) .

بیا له دی هم زیاتوي: زه غواړم چې زما ګناهونو او خپلو ګناهونو کې ګیر راشې او د دوزخیانو څخه شې. له دې وروسته آیت ( المائدة ٣٠) کې څښتن تعالی مونږ ته خبر راکوي چې : [ فطوعت له نفسه قتل أخيه فقتله فأصبح من الخاسرين ] نو پدې اساس زړه یې ورته د خپل ورور وژل روا کړل او ویې واژه او د بایلونکو څخه وګرځیده .

تحليل:

١. د قرباني قبلیدو طرز چې له اسمان څخه اور راځي یواځې د پیغمبرانو په حق کې په لاندني آیت کې تصدیق شوی، دوی دواړه د پیغمبرانو څخه نه ول، نو پدې اساس امکان لري چې د قبلیدو او نه قبلیدو کوم نښه چې دوی دواړو لیدلی وه د هغه موخه د دواړو ازمایښت وه تر څو ددی شخړې په نتیجه کې هر یو څرنګه عمل ترسره کوي، په بله مانا، ایا دوی د خپل څښتن تعالی په لارې عمل کوي او که د خپلو زړونو مني ؟

٢. څښتن تعالی په قران عظيم الشان كې تقوا لرونکو مؤمنانو ته لارښوونې کړي چې مهم ټکي یې لاندی یاد شوي، خو له هر څه مهم دا دی چې الله تعالی مونږ له دی منع کړي یو چې د ځان په اړه د پاکي خبرې وکړو، او په قصې کې دغه اړخ چې نیک بریښي، پدې مورد کې ډیرې سرغړونې کوي، او له هر څه بدتر ددې د خبرو طرز غصه پارونکی ده او بل اړخ ته د دوزخي کیدو هیلې څرګندوي . او د نرمښت او احسان او د الله پلو راګرځیدو ته یې نه هڅوي:

[سُوۡرَةُ النّحل : 125]

ادْعُ إِلٰى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ ۖ وَجٰدِلْهُم بِالَّتِى هِىَ أَحْسَنُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضَلَّ عَن سَبِيلِهِۦ ۖ وَهُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ.

[د خپل رب د لاري په لوري په حكمت او غوره نصيحت سره بلنه ورکړه، او له خلكو سره په داسي ډول مباحثه وکړه چي ډېره غوره وي. ستا پروردګار ډېر ښه پوهیږي چي څوك د هغه له لاري څخه اووښتى دى او څوك پر سمه لاره برابر دی.

[سُوۡرَةُ النّجْم : 32]

الَّذِينَ يَجْتَنِبُونَ كَبٰٓئِرَ الْإِثْمِ وَالْفَوٰحِشَ إِلَّا اللَّمَمَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ وٰسِعُ الْمَغْفِرَةِ ۚ هُوَ أَعْلَمُ بِكُمْ إِذْ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَإِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِى بُطُونِ أُمَّهٰتِكُمْ ۖ فَلَا تُزَكُّوٓا أَنفُسَكُمْ ۖ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقٰىٓ.

هغه كسان چي له لويو لويو ګناهونو او ښكاره څرګندو ناوړو کړنو څخه ډډه كوي مګر دا چي څه (کوچني) ګناه ترېنه صادر شي. پدې کښي شك نشته چي ستا د رب د بښني لمن ډېره پراخه ده. هغه پر تاسي له هغه وخت څخه ښه پوهيږي چي كله يې له ځمکي څخه پيدا کړاست او كله چي تاسي لا د خپلو مېندو په ګېډو کښي اومه ماشومان (جنين) واست. نو د خپل نفس د پاكۍ دعوا مكوئ. همغه ډېر ښه پوهیږي چي رښتينى پرهېزګار څوك دى.

[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 49-50]

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يُزَكُّونَ أَنفُسَهُم ۚ بَلِ اللَّهُ يُزَكِّى مَن يَشَآءُ وَلَا يُظْلَمُونَ فَتِيلًا ■ انظُرْ كَيْفَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۖ وَكَفٰى بِهِۦٓ إِثْمًا مُّبِينًا.

ايا تا هغه خلك ليدلي نه دي، چي د خپلي زياتي پاك نفسۍ غورې وهي؟ - په داسي حال کښي چي الله چا ته وغواړي سپېلڅلتیا ور په برخه كوي. او  پر هغو د يوې ذرې په اندازه هم ظلم نه کوي * ښه نو، وګوره پر الله باندي د درواغو له تړلو څخه د دوى چورت نه خرابیږي او د دوى د څرګندي ګناهګارۍ لپاره همدا يوه ګناه كافي ده.

٣. [ نو د بایلونکو څخه وګرځیده] د قصې اخري برخه، کله چې خپل ورور وژني، نو آیت مونږ ته دومره مالومات راکوي چې ددی قتل وروسته د بایلونکو څخه وګرځیده، مطلب له دی مخکې نوموړی په سمه روان وه او د بایلونکو څخه نه وه . پدې اساس دا مالومیږي چې وژنه هغه بد کرکټر نده کړی بلکې دا کوم چې ځانته نیک صالح ویلې او د ځان پاکي یې بیانوله او ځان یې د تقوا لرونکو څخه شمیرلو، او له دی زیات دا چې قرباني یې الله تعالی قبوله کړی، دا ټول فکټرونو دده زړه دی ته اماده کړي چې ته خو د څښتن تعالی محبوب یې ستا ژوند ارزښت لري، دا ګنهګار که ووژنې هسې هم دوزخي دی، نو څښتن تعالی به دې پرې نه نیسي . خو کله چې نوموړي دا کار تر سره کړ نو څښتن تعالی د بایلونکو څخه وشمیره .

په یاد ولرئ چې څښتن تعالی د هغو بنده ګانو صفتونه وړاندی کړي چې هغه ته نږدی دي، اما انسان پخپله دا حق نلري چې د دغو صفتونو د ترلاسه کولو په اساس خلکو ته ځان د الله ولي یا دوست معرفي کړي. او یهودو چې دا خبرې کولې نو ورته یې بیان وکړ: که تاسې واقعا زما دوستان اوسی نو بیا مو زه ولې د ګناهونو په نتیجه کې تاسې ته عذاب درکوم، تاسې زما د مخلوقاتو یوه برخه یاست، بس همدومره .

نوټ: کومه قصه چې زمونږ په ټولنې کې رواج ده، او د هابیل او قابیل تر نومونو لاندی اورول کیږي، ډیری تفصیلات یې د یهودو له کتابونو اخستل شوی . اما دا پدې مانا نده چې کوم اړخ ما وړاندې کړی هغه سل په سلنه همداسې شوی، یواځې کوښښ مې کړی چې دا قصه که د قرآني اصولو له زاویې ارزیابي شي نو دغه نتايج تر لاسه کیږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک