رڼې او سوچه خبرې
تیر ورځ مې د [ پوهې ] ستاینه وکړه، بالخصوص د هغې پوهې چې ګټه یې خلکو ته رسیږي، او الله تعالی دغه پوهه ځانته منسوب کړی چې هغه یې خپلو بنده ګانو ته ورزده کوي تر څو په روزمره ژوند کې ترینه ګټې واخلي او په مقابل کې د [ شکر ] کولو غوښتنه کړې چې د الله تعالی په کلام کې د [ مننې ] په مانا نده بلکې هغه اعمال ترسره کول دي چې د ګټې رسولو دایره فعاله وساتي.
یوه ورور پوښتنه وکړه چې ایا دا پدې مانا ده چې دیني پوهه هیڅ ګټه نلري ؟ غواړم چې دغه لیکنه هغه ته ډالی کړم تر څو د خپل سوال ځواب پکې پیدا کړي :
د دیني پوهې لنډ تعریف : هغه پوهه چې له لارې یې پدې پوهیږې چې ستا پروردګار له تا څه غواړي .
دنيوي پوهه: هغه پوهه چې تا ته درښیئ چې څرنګه اسوده ژوند ځانته او نورو ته برابر کړی .
لاندې آیت ولولئ : [ بصائر - بصیرة :بصر ] دا ټول د بصر لفظ څخه منځته راغلي. [ بصر ] هله کارول کیږي کله چې د سترګو کتلو سره د عقل فعالیت هم شامل وي، او بیا ورسره ټول هغه نور الفاظ راغونډیږي چې د تعقل او تفکر سره تړاو لري.
"تاسې ته د ستاسې رب له لورې لارښوونې-دلایل-د تعقل او تفکر دپاره بلنې راغلي، که چا ترینه ګټه پورته کړه نو د ځان لپاره یې کړې او که څوک -ړانده شول- دغه یاد شوي موارد ته یې پام نشو نو ځان ته تاوان رسوي، -ای پیغمبره دوی ته ووایه- چې زه په تاسې څارونکی نیم ."
د مسلمان دپاره اصل دا دی چې اول پوه شي چې الله تعالی ترینه څه غوښتلي او بیا خپل أعمال د هغه په مطابقت کې وکړي.
خو زمونږ په ټولنې کې دوه ډلې ډیرې شوي، یوه ډله په دین پوهیږي خو له دنیا بې خبره ده، او بله ډله په دنیا پوهیږي خو له دین بې خبره ده.
که زه فیصله کونکی شم، نو زه خپله فیصله د دنیا پوهې لرونکو په حق کې کوم ځکه که څه هم له دین څخه یو څه ناخبره دي اما اقلا دنیا یې ګټلې، او که د دین ناخبره دي نو اقلا د یو انسان په حیث د نیک اعمالو د تعریف سره یو څه بلدتیا لري، خو د هغې پوهې یا کسب په اساس چې مخ ته وړي تل د صالح اعمالو لړۍ ته جریان ورکوي چې په ګټه یې تمام کیږي.
د دیني پوهې لرونکو اړخ ته که راشو، د اوسني ماحول په چوکاټ کې او څه چې معمول دي، د مخکني خلکو او راتلونکو خلکو په اړه نه غږیږو، یو دا چې دیني پوهه کسب ګرځیدلی، بل دا چې د دیني پوهې لرونکو کردار کې د [ انا خیر منه - د ابلیس مقوله] د برتري احساس د دوی په زړونو کې ریښې نیولي، ددې تر څنګه په هغه نا فرماني کې غورځیدلي چې په بارهاوو څښتن تعالی په قران کریم کې تکرار کړي :
*زه په تاسی څارونکی نیم؛
*زه ستاسی وکیل نیم؛
*زه پر تاسې مسلط نیم؛
*ستاسې أعمال ښه او بد ځانته دي؛
*پر چا جبر مکوئ؛
*ښه ژبه او اخلاق خپل کړئ؛
*د خلکو سره چلند کې، د الله تعالی لارښوونې په یاد ساتئ؛
* زما لارښوونې یادونې دي، او باید د زړه په خوښې عملي شي؛
لنډه دا چې دیني پوهه دې چې ترلاسه کړه نو دومره پوه شوې چې پروردګار درڅخه څه غواړي، اوس چې پوه شوې چې الله تعالی درڅخه څه غوښتلي، که عمل ونکړې نو ګټه یې څه شوه؟ او که ټولنې ته دې ګټه نه رسیږي نو ځان درته په څه له نورو ښه ښکاري؟ او ولې فکر کوې چې باید له نورو ستا عزت ډیر وشي؟
په هر حال، دا زما شخصي نظر دی او د قرآن کریم د آیتونو څخه د فهم په نتیجې کې رامنځته شوی، که چیرې دغه فهم په کومې برخې کې د آیتونو څخه سرغړونه وي نو د پوهیدو په صورت کې به نظر بدل کړم .
