د الله تعالى له اړخه په دین کې د اجازې سرحدونه
زمونږ د دین د اساسي او جوهري موضوعاتو څخه د [ الله تعالی د اجازې] موضوع ده. اما دا موضوع به د هیچا له خولې وانورئ. ځکه چې ددې موضوع په روښانیدو سره به ډیر وهمي دیني څهرې او وهمي کتابونه او وهمي دیني موضوعات به داسې ونړیږي لکه د ریږو محل چې د سمندر په یوې څپې له منځه ځي.
تر دې مهاله پدې به پوه شوي یاست چې دین د الله تعالی ملکیت دی ، او پدې ملکیت کې هیڅوک لاس وهلی نشي حتی پیغمبران پکې اضافوالی یا کموالی راوستلی نشي. پدې ملکیت کې د هر رنګه تصرف دپاره ددغه دین د مالک او څښتن اجازه اړینه دی.
*لاندې تاسې ته د دغو اجازو نمونې وړاندې کوم:
پیغمبر د الله تعالی په اجازې استول شوی او دعوت کوي:
سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 45]
يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ إِنَّآ أَرْسَلْنٰكَ شٰهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ● [46] وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِۦ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا●
اې پېغمبره (ص)!] موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكۍ لېږلى یې. او د الله په اجازې د هغه لوري ته بلونكى او بله ډېوه مو وګرځولې.
* د پیغمبر اطاعت د الله په اجازې کیږي:
﴿وَمَاۤ أَرۡسَلۡنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا لِیُطَاعَ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ إِذ ظَّلَمُوۤا۟ أَنفُسَهُمۡ جَاۤءُوكَ فَٱسۡتَغۡفَرُوا۟ ٱللَّهَ وَٱسۡتَغۡفَرَ لَهُمُ ٱلرَّسُولُ لَوَجَدُوا۟ ٱللَّهَ تَوَّابࣰا رَّحِیمࣰا﴾ [النساء ٦٤]
موږ هر پېغمبر یوازي ددې لپاره لېږلی دی چي د الله په اجازې د هغه اطاعت وشي. كه هغوى دا لاره غوره کړې واى چي كله پر خپلو ځانونو ظلم كوی، نو تا ته راتلای او له الله څخه یې بښنه غوښتلای، او پېغمبر هم ورته د بښني غوښتنه كولای، نو شك نشته چي الله به یې بښونكى او رحم كوونكى موندلی وای .
* پیغمبر په دین کې د هرې موضوع په لړ کې دلیل له ځانه څخه نه بلکې د الله تعالی له اړخه او د هغه په اجازې وړاندې کوي :
﴿قَالَتۡ لَهُمۡ رُسُلُهُمۡ إِن نَّحۡنُ إِلَّا بَشَرࣱ مِّثۡلُكُمۡ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ یَمُنُّ عَلَىٰ مَن یَشَاۤءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۖ وَمَا كَانَ لَنَاۤ أَن نَّأۡتِیَكُم بِسُلۡطَـٰنٍ إِلَّا بِإِذۡنِ ٱللَّهِۚ وَعَلَى ٱللَّهِ فَلۡیَتَوَكَّلِ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ﴾ [إبراهيم ١١]
پېغمبرانو هغو ته وويل: "په رښتيا سره چي موږ ستاسي په څېر انسانان یوو، نور څه نه یوو؛ خو الله چي كله له خپلو بندګانو څخه پر چا وغواړي، احسان كوي. او دا زموږ په واك کښي نه ده چي تاسي ته كوم سند راوړو. سند خو یوازي د الله په اجازې سره راتلای شي. او پر همغه الله دي مؤمنان توكُل وکړي.
نو په حقیقي مانا مسلمان مخکې له دې چې د دین د کومې برخې په اړه خبرې کوي نو دغو ټکو ته پام ساتي چې:
ایا پدې موضوع کې د خبرو کولو دپاره د الله تعالی اجازه شته؟
ایا کوم دلیل چې وړاندې کوم، دا دلیل د الله تعالی اجازه لري؟
لنډه دا چې د الله تعالی په ملکیت کې، د الله تعالی د اجازې له سرحدونو څخه اوړیدل او هغه نادیده نیول سخت عواقب لري چې متاسفانه ډیری هغه افراد چې ځانونه یې ددغه دین ویاندویان ټاکلي، په ډیر بې تفاوتي او غفلت پکې تصرف کوي ، دوی پدې اند دي چې د الله دین ته خدمت کوي خو ځانونه یې د هلاکت کندې ته نا آګاهانه غورځولي.
نمونه * :
﴿قُلۡ أَرَءَیۡتُم مَّاۤ أَنزَلَ ٱللَّهُ لَكُم مِّن رِّزۡقࣲ فَجَعَلۡتُم مِّنۡهُ حَرَامࣰا وَحَلَـٰلࣰا قُلۡ ءَاۤللَّهُ أَذِنَ لَكُمۡۖ أَمۡ عَلَى ٱللَّهِ تَفۡتَرُونَ﴾ [يونس ٥٩]
[سُوۡرَةُ یُونس : 59]
دوى ته ووايه: "تاسي كله په دې فكر کړی دى چي كومه روزي چي الله تاسي ته راكوزه کړې وه، له هغې څخه تاسي په خپله ځیني حرام او ځیني حلال وګرځول!" -
له دوى څخه پوښتنه وکړه: ایا الله تاسي ته ددې اجازه درکړې - او كه تاسي پر الله درواغ تړئ؟
[سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 21]
أَمْ لَهُمْ شُرَكٰٓؤُا شَرَعُوا لَهُم مِّنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنۢ بِهِ اللَّهُ ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةُ الْفَصْلِ لَقُضِىَ بَيْنَهُمْ ۗ وَإِنَّ الظّٰلِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
ايا دغه خلك له خداى سره داسي شريكان نيسي، چي د دوى لپاره یې د دين داسې احکام ایښي چي الله د هغې اجازه نده کړې؟ - كه د فېصلې خبره مخکي نه واى سرته رسول شوې، نو د دوى تر منځ پرېکړه به صادره کړاې شوې وه. په باوري توګه د دغو ظالمانو لپاره دردناك عذاب دى
