بعضې ناپوهی د خندا وړ وي !
پرون ما د البقرة سورت ١١٣ آیت نشر کړ، او بعضې کومنټونه د خندا وړ وو، لیکلي : مونږ خو په حقه یو !
ډیری کومنټونو کې پر ځای ددې چې خپل ناپوهي ومني او ووايي چې دغه آیت خو د الله تعالی کلام دی، راځه، یوه پوښتنه وکړه چې ولې الله تعالی فرمایلي، دغو کومنټونو کې د قهر او غصه او لیکونکو ډیر هڅه کړې چې د دین ټیکه دار او پهره دار شي:
"او همداشان هغه خلک چې نپوهیږي هغوی به همچنان د همدو [ یهود او نصاری] په شان خبرې وکړي."
مونږ همغه احساساتي خلک یو چې که یو چا وویل غوږ یې درنه یووړ ، نو سړي پسې ټوپک را اخلو خو یوځل غوږ ته لاس نه ور وړو چې په ځای شته او که نشته.
یهود او نصاری څوک دي؟
که هر چا وویل چې اسماني دینونه دي، نو په دا خوله یې ورته لاس کیږدئ ، ځکه چې نور د شرم خبره ده چې د الله تعالی لاره مو ندې پیژندلی او فلسفې ویل مو له حده زیات شوي ، یو چا به یوه ورځ قرآن پرانستلی نه وي ، درته به لیکلي وي : د هغوی دین خو باطل شو ، زمونږ حق دی ...
مونږ خپلو خبرو ته پام نکوو ، د الله تعالی له خوا رالیږل شوی هر کتاب او هره خبره حق وي، او له اولې ورځې تر قیامته حق وي ، هغه هیڅ وخت او په هیڅ وجه تاریخ تیر یا باطل کیدلای نشي، لږ د خپل پروردګار سره ادب مراعات کړئ.
[سُوۡرَةُ فَاطِر : 31]
وَالَّذِىٓ أَوْحَيْنَآ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتٰبِ هُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ بِعِبَادِهِۦ لَخَبِيرٌۢ بَصِيرٌ
[اې پېغمبره (ص)!] كوم كتاب چي موږ تا ته د وحيي په وسيله درلېږلی دى، همغه حق دى، د هغو كتابو تصديقوونكى دى چي (د ده څخه مخكي راغلي ول] . بېشكه الله د خپلو بندګانو له حاله باخبر او په هر شي باندي نظر لرونكى دى.
آیت کې لیکلي چې تصدیق کونکی د هغه کتابونو دی [ تورات او انجیل] چې د همدغه کتاب تر مخه دی ، پدې مانا دواړه همهاله څنګ تر څنګ دي . اما تفسیر کې به درته لیکلي وي چې له دې مخکې راغلی ول
په هر حال، په چا اعتماد مکوئ چې هر یو فردي حساب ورکوئ بیا د قیامت په ورځ ویلای نشئ چې ټولو یهودیت او نصرانیت ته اسماني دینونه ویل نو ما هم وویل ، ټولو تفسیرونو داسې لیکلي ول نو ما ومنل.
باید ځان په آیت پوه کړئ چې ولې الله تعالی هغه دوه ډلې غندلی او ویلي چې همداسې خبرې نور ناپوهان هم کوي. دا ناپوهان څوک دي، او دوی ولې خدای تعالی غندلي؟
زه یې ځواب نه ورکوم، چې بیرته له ما پوښتنه ونکړئ.
په درنښت،
