No-IMG

د ولی الأمر د واک سرحدونه

منازعة اختلاف

د ولی الأمر د واک سرحدونه

 دغه دوه موضوعات د قرآن کریم له مهمو موضوعاتو څخه شمیرل کیږي، یو یې حقوقي شخړو دپاره حل لاره وړاندی کوي او بل یې عقیدوي مسایلو دپاره حل لاره وړاندی کوي .

 منازعة :  شخړه

سُوۡرَةُ النِّسَاء : 59]

اې مؤمنانو! د الله، رسول او ولي الامر اطاعت وکړئ، بيا كه ستاسي تر منځ په كومه چاره کښي شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته محوله (وړاندي) کړئ. كه تاسي په رښتيا سره پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لرئ، همدا د كار يوه سمه طريقه ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده.

په طبیعي حالاتو کې، ولی الأمر زمونږ روزمره چارې تنظیموي او د ټولنې د چارو ښه پرمختګ دپاره اړین دی چې یو سیسټم موجود وي. د ټولنې د افرادو خپلمنځي شخړو دپاره د ولی الأمر شتون مهم دی تر څو اول ددغسې شخړو رامنځته کیدو څخه مخکې اړین تدابیر ونیسي او د شخړو رامنځته کیدو په صورت کې اړین خدمات وړاندی کړي. خو که ولی الأمر پخپله د شخړې طرف وګرځي بیا د څښتن تعالی د لارښوونو او حکم په اساس هغوی د [  اطاعت ] له امتیاز څخه محرومیږي او مسله د الله تعالی د احکامو او د [ رسول علیه السلام] قضاوت ته پریښودل کیږي . په اوس حالاتو کې محکمه او قاضي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دنده مخ ته وړي.

 اختلاف

کله چې په مسلمانې ټولنې کې عقیدوي اختلاف رامنځته شي ، پدې صورت کې الله تعالی د دین واحد او یواځني مالک دى :

سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 29]

قُلْ أَمَرَ رَبِّى بِالْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ

[اې محمده (ص)!] دوى ته ووايه: زما رب خو د رښتينولۍ او عدالت امر کړيدى، او د هغه حكم خو دا دى چي په هر عبادت کښي خپل لوري سم کړئ، هماغه وبلئ، خپل دين د همغه لپاره خالص کړئ. هغه چي په كومه توګه اوس پيدا کړي ياست، په همدې ډول به بيا تاسي پيدا کړای شئ.

سُوۡرَةُ یُوسُف : 40]

مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِۦٓ إِلَّآ أَسْمَآءً سَمَّيْتُمُوهَآ أَنتُمْ وَءَابَآؤُكُم مَّآ أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطٰنٍ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوٓا إِلَّآ إِيَّاهُ ۚ ذٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ

له هغه خدای پرته چي تاسي د چا بندګي [پیروي/اطاعت] كوئ، هغوى له دې پرته نور هيڅ نه دي چي یوازي څو نومونه دي چې تاسي او ستاسي پلرونو ايښي دي، الله د هغو لپاره كوم سند نه دى نازل کړی. د فرمانروائۍ قدرت له الله څخه پرته د بل هيچا لپاره نشته. د هغه حكم دى چي پخپله له هغه څخه پرته تاسي د بل هيچا بندګي [پیروي/ اطاعت] مه كوئ. دا د ژوند سمه سيخه لاره ده، خو زياتره خلك نه پوهیږي.

سُوۡرَةُ النّحل : 52]

وَلَهُۥ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَلَهُ الدِّينُ وَاصِبًا ۚ أَفَغَيْرَ اللَّهِ تَتَّقُونَ

هر هغه څه چي په اسمانونو او ځمکه کښي دي د هماغه (الله) دي او په خالصه او دائمي  توګه د همغه دين (په ټولو كائیناتو کي) چليږي. نو ايا له الله پرته تاسي له كوم بل چا څخه وېرېږئ؟

سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر : 65]

هُوَ الْحَىُّ لَآ إِلٰهَ إِلَّا هُوَ فَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۗ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ

همغه تل تر تله ژوندى دى. له هغه پرته هیڅ معبود نه شته، تاسې همغه د خپل دين په خالص ګرځولو سره وبولئ. ټوله ثنا او ستاينه د مخلوقاتو د پروردګار الله لپاره ده.

سُوۡرَةُ الزُّمَر : 3]

أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ۚ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِۦٓ أَوْلِيَآءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَآ إِلَى اللَّهِ زُلْفٰىٓ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِى مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِى مَنْ هُوَ كٰذِبٌ كَفَّارٌ

خبردار اوسه، خالص دين د الله حق دى. پاتي شول هغه كسان چي له هغه پرته یې نور سرپرستان- پیروانان-دوستان نيولي دي (او د خپل دغه كار دا توجيه كوي چي) «موږ خو د هغو پیروي یوازي په دې خاطر كوو چي الله ته مو ورسوي.» - الله به په يقيني ډول د دوی په منځ کي د ټولو هغو خبرو پرېکړه وکړي چي دوی په کښي اختلاف كوي. الله داسي يو چا ته هدايت نه کوي چي درواغجن او د حق منكر وي.

نو پدې حالت کې انسان د دیني اختلاف حلولو له معادلې څخه الله تعالی کاملا وباسي ، او یواځې او یواځې د دیني او عقیدوي اختلاف حل کولو دپاره یواځنۍ اړخ الله تعالی او د هغه کلام دی:

سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 10]

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِن شَىْءٍ فَحُكْمُهُۥٓ إِلَى اللَّهِ ۚ ذٰلِكُمُ اللَّهُ رَبِّى عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ

په هره چاره کښي چي ستاسي تر منځ اختلاف وي، د هغه فېصله كول د الله كار دى. هماغه الله زما رب دى، پرهغه باندي ما توكُل وکړ، او د هغه لوري ته زه رجوع كوم

که چیرې مسلمانانو د الله تعالی دغه حلا لاره عملا په کار اچولای وای نو نن به مونږ په دومره عقیدوي ستونزو ، اختلافونو او ډلو باندی نه وو ویشل شوي."

هیله لرم چې د دغو آیتونو په اړه ستاسې غلط فهمیانی حل شوی وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک