د رفيع الله کليم لیکنی
ناكاره ميراثي نسل
د الله لاره د بې منطقو خرافاتي خبرو او منترونو لاره نده. نه هم الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه غافل او بې خبره دی. په قران کریم کې د هغو ټولو حالاتو په اړه پیش ګویانې شوي چې د تاریخ په اوږدو کې د هغو خلکو حقیقت روښانوي چې ځانونه ددغې تګلارې پلویان معرفي کوي خو په اصل کې دوی هغه نا اهله نسل دی چې د الله کتاب ورته په میراث رسیدلی او په زړونو کې دغه سپیڅلي کتاب او عملي احکامو ته یې هیڅ ارزښت قایل ندي.
سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 169]
بیا له مخكينېو نسلونو څخه وروسته داسي ناكاره خلكو د هغوى ځاى ونېوی چي د الهي كتاب وارثان شول. د همدې دنيا بې ارزښته ګټې راغونډوي او وايي چي موږ به وبښل شو
او كه بيا یې هماغه دنيوي ګټې په مخه ورشي بيا یې په منډه را اخلي. ايا ...
نور ولوله
مرضونه او ازمایښتونه د مسلمان ګناهونه مینځي
د ازمایښت دوه ډولونه
یوه راته میسج وکړ چې قرآن کریم کې چیرته یاد شوي چې مرضونه او په عامه توګه مصیبتونه او د ژوند ازمایښتونه الله پاک پخپل ګرانو او هغه ته نږدی بنده ګانو باندې راوړي او دا ازمایښتونه- مصیبتونه-مرضونه څښتن تعالی ته د نږدی والی باندی دلالت کوي [سُوۡرَةُ الفَجر : 15]
فَأَمَّا الْإِنسٰنُ إِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهُۥ فَأَكْرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَكْرَمَنِ
خو د انسان حال دا دی چي د هغه رب يې كله په ازمېښت کښي واچوي او هغه ته عزت او نعمت ورکړي، نو وايي: "زما رب زه د عزت خاوند کړم."
[سُوۡرَةُ الفَجر : 16]
...
نور ولوله
