د اسمانونو او ځمکې خلقت په شپږو ورځو کې
په قرآن عظیم الشان کې د اسمانونو او ځمکې جوړښت ته اشاره شوې چې په شپږو ورځو کې شوی:
[سُوۡرَةُ الفُرقان : 59]
الَّذِى خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا فِى سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰى عَلَى الْعَرْشِ ۚ الرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهِۦ خَبِيرًا●
هغه ذات چي په شپږو ورځو کښي یې اسمانونه او ځمکه او ټول هغه څه پېدا کړل چي د اسمانونو او ځمکي په منځ کښي دي. بيا هغه پر عرش باندي استوا وکړه. ډېر مهربان دی، نو د هغه پوښتنه له كوم ماهر څخه وکړه.
اول یې ځمکه پیدا کړه، بیا یې اسمانونه پیدا کړل:
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 29]
هُوَ الَّذِى خَلَقَ لَكُم مَّا فِى الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ اسْتَوٰىٓ إِلَى السَّمَآءِ فَسَوّٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ ۚ وَهُوَ بِكُلِّ شَىْءٍ عَلِيمٌ●
هماغه ذات دى چي ستاسي لپاره يې د ځمکي ټول شيان پيدا كړل. بيا يې د اسمان خوا ته توجه وكړه، اووه اسمانونه يې برابر كړل او هغه د هر څه پوهه لري.
په اول قدم کې ځمکه په دوو ورځو کې جوړه شوه:
[سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : 9]
قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِى خَلَقَ الْأَرْضَ فِى يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُۥٓ أَندَادًا ۚ ذٰلِكَ رَبُّ الْعٰلَمِينَ●
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي پر هغه خداى باندي كافران کېږئ او نور د هغه سیالان ګرځوئ چي هغه ځمکه په دوو ورځو کښي پيدا کړه؟ - هماغه خو د ټولو مخلوقاتو رب دى.
په دویم قدم کې اسمانونه په دوو ورځو کې جوړ شول:
[سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : 11]
ثُمَّ اسْتَوٰىٓ إِلَى السَّمَآءِ وَهِىَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ ائْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَآ أَتَيْنَا طَآئِعِينَ●
بيا هغه د اسمانو خوا ته متوجه شو چي په هغه وخت کښي محضي لوګى و. هغه اسمان او ځمکي ته وويل: "منځ ته راشئ، كه تاسي وغواړئ او كه ونه غواړئ." - دواړو وويل: "موږ د فرمان منونكو په توګه رامنځ ته شوو."
نوټ:
اسمان له نیست څخه پیدا ندی بلکې د اسمان د جوړښت عناصر شتون درلود چې په ایت کې د [ لوګي] لفظ ورته کارول شوئ.
طوعا او کرها : رضایت او نا رضایت په مانا ندې، دا دواړه الفاظ د انسانانو احساساتو ته په اشارې دا مانا ورکوي اما د خلقت په مسله کې دا دوه الفاظ د هغو عناصرو خصوصیاتو ته اشاره دی چې دغه ترکیب او جوړښت ته اماده ول، نو طوعا ورته وکارول شو.
[سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : 12]
فَقَضٰىهُنَّ سَبْعَ سَمٰوَاتٍ فِى يَوْمَيْنِ وَأَوْحٰى فِى كُلِّ سَمَآءٍ أَمْرَهَا ۚ وَزَيَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْيَا بِمَصٰبِيحَ وَحِفْظًا ۚ ذٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ●
هله نو هغه په دوو ورځو کښي اووه اسمانونه پيداکړل او په هر اسمان کي یې د هغه قانون مقرر کړ. او موږ د دُنيا اسمان په ډېوو سره سينګار کړ او هغه مو ښه محفوظ کړ. دا هر څه د يو برلاسي پوه ذات پلان دى."
په دریم قدم کې په ځمکې کې د ژوند وسایل برابر شول:
[سُوۡرَةُ حٰمٓ السجدة/فُصّلَت : 10]
وَجَعَلَ فِيهَا رَوٰسِىَ مِن فَوْقِهَا وَبٰرَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَآ أَقْوٰتَهَا فِىٓ أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَآءً لِّلسَّآئِلِينَ●
هغه (د ځمکي د منځ ته راوړلو څخه وروسته) پرهغې د پاسه غرونه مېخ کړل او په هغې کښي یې بركتونه واچول؛ او په هغې کښي یې د ټولو غوښتونكو لپاره د هر يوه له غوښتني او اړتیا سره سم، په صحيح اندازه خوراكي مواد برابر کړل. دغه ټولي چاري په څلورو ورځو کښي سرته ورسېدلې.
ټولټال د ځمکې څلور ورځې ونیوه او د اسمان دوه ورځې، مجموعه یې شپږ ورځې شوه.
سوال : ولې د ځمکې هر څه په همغه اولو څلورو ورځو کې ترسره نه شول
د اوبو عنصر. اوبه له اسمانه راغلي چې اسمان نه وي بیا ځمکه څنګه زرغونیدله او د ژوند قابل کیدله:
[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 30]
أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوٓا أَنَّ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنٰهُمَا ۖ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَىْءٍ حَىٍّ ۖ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ
ايا کافران په دې نه پوهیږي، چي دغه ټول اسمانونه او ځمكه يو له بله سره نښتي ول، بيا موږ دوى دواړه بېل کړل. او له اوبو نه مو هر ژوندى شى پيدا کړ. ايا هغوى (زموږ دغه خلاقيت) نه مني؟
[سُوۡرَةُ عَبَسَ : 25]
أَنَّا صَبَبْنَا الْمَآءَ صَبًّا●[26] ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا [27] فَأَنۢبَتْنَا فِيهَا حَبًّا ●
موږ ښې اوبه راتوی کړي دي● بيا ځمکه مو شلولې (څیرلې) ده● بيا په هغې كي مو غلې، دانې را زرغونې کړي دي●
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 22]
الَّذِى جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرٰشًا وَالسَّمَآءَ بِنَآءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَأَخْرَجَ بِهِۦ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزْقًا لَّكُمْ ۖ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ●
هماغه ذات دى چي ستاسي له پاره يې ځمكه فرش وغوړوله، اسمان يې چت جوړ كړ، له پاسه يې اوبه راوه اورولې او په هغو سره يې هر ډول حاصلات راوايستل؛ تاسي ته يې روزي ورسوله. نو كله چي تاسي په دې پوهېږئ، نو نور د الله سيالان مه انګېرئ.
[سُوۡرَةُ النَّازعَات : 30]
وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذٰلِكَ دَحٰىهَآ [31] أَخْرَجَ مِنْهَا مَآءَهَا وَمَرْعٰىهَا●
له هغه وروسته یې ځمکه غوړولې ده ● له هغې څخه یې اوبه او شينلي (واښه) رايستلي دي●
[ دحاها : د ځمکې جوړښت ته نه وايي بلکې هغې پروسې ته چې ځمکه پرې د ژوند قابل ګرځیدلی] .
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 164]
إِنَّ فِى خَلْقِ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلٰفِ الَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَالْفُلْكِ الَّتِى تَجْرِى فِى الْبَحْرِ بِمَا يَنفَعُ النَّاسَ وَمَآ أَنزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَآءِ مِن مَّآءٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَآبَّةٍ وَتَصْرِيفِ الرِّيٰحِ وَالسَّحَابِ الْمُسَخَّرِ بَيْنَ السَّمَآءِ وَالْأَرْضِ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَعْقِلُونَ
(ددې حقيقت پېژندني لپاره كه كومه نښه نښانه په كار ده، نو) د اسمانونو او ځمكي په جوړښت کي، يوه په بلي پسي د شپې او ورځي په پرله پسې راتګ کښي، په هغو بېړېو کښي چي د انسانانو د ګټي وړ شيانو د وړلو راوړلو لپاره په سيندونو او سمندرونو کښي ګرځي راګرځي، د باران په هغو اوبو کښي چي الله یې له پاسه را اوروي او د هغو په وسيله ځمكه ژوندۍ كوي او په خپل دغه انتظام سره یې په ځمكه کښي هر راز ساه كښان خواره کړيدي، د بادونو په لګېدو کښي او په هغو ورېځو کښي چي د اسمان او ځمكي په منځ کښي د امر ښكيل دي؛ د هغو خلكو لپاره بې شمېره نښانې دي چي د تعقل څخه كار اخلي.
