No-IMG

د قرآن کریم سره سطحي چلند زمونږ د بربادی راز دی

که چیرې امکان درلود چې وخت بیرته شا ته شي نو ما به خپل د ژوند دویم فرصت کې هڅه کړی وه چې یا ډاکټر یا انجینر او یا داسې پوهه مې ترلاسه کوله چې تل د ټولنې سره په اړیکه کې وای او ګټه می ور رسیده ، نه دا چې اوس ټوله ګټه مې یو څو حرفونه دي چې په مجازي پلیټفورم کې وړاندی کوم.

هر څوک چې دغه علوم لري، باید روزمره سهر اول د شکر سجده وکړي چې الله تعالی پدې پوهې نازولئ . زمونږ په ټولنه کې امکان لري چې تاسې د مباح علم د خاوندانو په نوم ستاسی رول تهمیش کړي، اما تاسې قرآن ته رجوع وکړئ نو تاسې به خپل قدر او منزلت هلته ووینئ ، د خپل تخصص په چوکاټ کې ستاسی هر حرکت عبادت دی ، همغه ستاسی لمونځ او تسبیح ده ، تاسې ټولنې ته روزمره د قرآن هغه لارښوونه په عملي توګه ورښېئ چې ویلي: نیک اعمالو باندی قایم اوسئ .

آیتونه ډیر زیات دي، خو څه چې کم دي یو عقل او بل د الله کلام ته احترام ، نو ځکه اوس مونږ د انسانانو د ژغورنی او هر بل اړتیا پوره کولو بخش کې تخصصونو او صنعتونو ته مباح ، دنیوي بې ارزښته علم خطاب کوو .

لاندې آیت کې څښتن تعالی وايي چې ما داود علیه السلام ته د زغری لباس ورزده کړ تر څو تاسې له خپلمنځي پر یو بل زور ازمايلو څخه وساتي . له همدې مخې هر څوک چې په دنیا کې د هغو پوهو څخه برخمند کیږي چې پکې بشریت ته ګټه وي ، هغه پوهه همغه انسان ته یو الهي تحفه ده . او څوک چې د دوی ګتې ترلاسه کوي یا په مستقیمه توګه یا غیر مستقیم نو هغوی ته څښتن تعالی وايي: ایا تاسې شکر نباسئ !

البته د قرآن شکر الفاظ ندي چې ووايې مننه ، بلکې داسې عمل وکړې چې د دغه شکر ښکارندوی اوسي.

په پای کې یو ځل بیا وایم : کاشکې مستري وای ، کاشکې دهقان وای، کاشکې برقي وای ، ....... او هغه کسان چې الله تعالی پدې پوهو نازولي ، تاسې د آخرت په اړه هیڅ تشویش مکوئ ، ستاسی هر قدم عبادت دی. زما غوندې خلک (ملایان) دې پخپل آخرت وډار شي چې د کولو دپاره څه نلري او یواځې خبری کوي.

[سُوۡرَةُ الاٴنبیَاء : 80]

او موږ هغه ته ستاسي د ګټي لپاره د زغري جوړولو صنعت ورښودلى ؤ، تر څو چي تاسي يو د بل د زور ازمايلو څخه وژغوري، نو ايا تاسي شكر ايستونكي ياست؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

عبدالرشید

ستاسی لیکنه می ډیره خوښه اوپه زړه پوری ده که قران څوک ښه په غور ولولی لسها وو ایتونه دعلم په وجوب دلالت کوی هغه که اخروی دی او که دنیاوی په پیغمبر صل لومړی وحی د لوست اوقلم ښکارندوی دی داوسپنی رالیژل او دهغی نه ګټه اخستل دعلم په وسیله ممکن دی د دم او دعا په وسیله به هیڅکله د اوسپنی نه توغوندی او الوتکه جوړ نشی تر څو د هغی د جوړولو علم حاصل نه شی د دښمن په مقابل کی ځان قوی کول د الله ج حکم دی.

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک