No-IMG

اهل الذکر

یوه ورور پوښتنه وکړه چې هر کله دیني مسایل مطرح شي بیا دغه آیت پکې په جزئي توګه لوستل کیږي چې :

فاسئلوا اهل الذكر إن كنتم لا تعلمون

کومه ترجمه چې وړاندې کیږي هغه پدې توګه وي چې دا امر الله تعالی کړئ چې له علماوو څخه د هغه څه په مورد پوښتنې وکړئ چې تاسې نپوهیږئ.

اما حقیقت کې ددې آیت ترجمه پدې توګه نده بلکې موضوع بل څه ده . پر پیغمبر د ایمان نه راوړونکو له ډلو څخه یو ډلې خلکو دا سوال راپاروه چې څرنګه لکه ځانونو غوندې پر یوه انسان ایمان راوړئ ؟!

نو پیغمبر علیه السلام ته وايي چې دوی ته ووایه تاسې له هغو چا چې مخکې رسالت ورته لیږل شوی له هغو دا مالومات ترلاسه کړئ چې دوی ته رالیږل شوي پیغمبران انسانان ول که نه؟

اما دا چې مونږ ته پکې امر شوی وي چې که په څه نپوهیدو نو له علماوو پوښتنې وکړو، دا پدې آیتونو کې محاله ده ، ځکه چې د آیت یو اړخ پیغمبر علیه السلام دی او د پیغمبر علیه السلام په وخت کې د دینې لارښوونو لوړترینه مرجع خپله پیغمبر علیه السلام وو او الله تعالی هیڅکله امر نکوي چې د پیغمبر علیه السلام په موجودیت کې دې خلک بله مرجع او سرچینه خپله کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک