د محمد هاشم شاهين لیکنی
عبدالمنعم صالح چي په شیخ محمد احمد الراشد مشهور وو
انا لله وانا اليه راجعون
اسلام هیڅکله د استعمار مصنوعي کرښو ته ارزښت نه ورکوي؛ نه مسلمان په دغو کرښو کي محدود پاته کېدلی سي؛ شهید سید قطب رحمه الله فرمایي چي څوک د استعمار پر کرښو ایمان ساتي هغوی دي د اسلام خبره نه کوي. اخوان المسلمین د همغه اسلام پر لور دعوت کوي او په دې لړ کي ئې تر کوچنیو جعرافیو تل تجاوز کړی دئ.
عبدالمنعم صالح چي په شیخ محمد احمد الراشد مشهور وو او په همدې نوم ئې د اسلام ادبیات غني کول؛ له فاني نړۍ څخه سترگي پټي کړې. انا لله وانا الیه راجعون
نوموړی ۸۶-کاله وړاندي د عراق په بغداد کي زېږېدلی وو؛ خو د عراق جغرافیې د هغه ستر شخصیت یوازي تر ځانه محدود نکړی سو؛ نوموړی د عراق د اخوان المسلمین څانگي له مشرانو څخه وو. فعلاً په مالیزیا کي مېشت وو او هملته وفا...
نور ولوله
د يحيی سنوار ټاکنه؛ د ظرفیت تر څنگ د انتقام مهم اړخ لري
هنیه ویلي ول: یو مشر به ځي په هغه پسې به بل مشر راځي. نن شپه پر نټن یاهو خوب حرام دئ.
د انتقام لومړی گام؛ د ۷-اکتوبر طراح؛ د مقاومت اتل؛ د یو ویشتمي پېړۍ د مقاومتي تاکتیک مجدد؛ د خبیث قوم لپاره د خوف غر؛ د زمریانو نوی مشر وټاکل سو!
ان شاء الله چي نړۍ به د انتقام له نوي تعریف سره اشنا کړي... مقاومت په ژوندۍ بڼه را وړاندي سو...
اللهم احفظه وانصره و انصرنا الإسلام والمسلمين...
دا د اتلانو عادت دئ چي نړۍ حیرانه کړي؛ ۷-اکټوبر ته نړۍ گوته په غاښ پاته سوه؛ نن بیا د سنوار ټاکنه... بیا ئې کمال وکړ... تر سنوار غوره مرهم بل نه وو؛ د دې مقدس مقاومت هر مشر د دې وړتیا لري چي هم تنظیم اداره کړي او هم ملعون...
نور ولوله
په هر هغه بدلون خوشاله کېږو چي هغه د دیکتاتور د زوال باعث سوی وي
موږ مسلمانان یو؛ یوازي خپل ټپونه څټل د مسلمان سلیقه نه ده؛ له شرقه بیا تر غربه د هر مسلمان په خوښۍ خوشاله کېږو او غم ئې د ځان غم گڼو؛ زه د ځان په گډون ډېر داسي وروڼه او خوېندي پېژنم چي له ۷-اکتوبر وروسته ذهناً نا آرام دي، په هغوی داسي ځورېږي لکه خپل پر کورنۍ چي ئې دا ظلم روان وي... موږ ته د المسلم اخ المسلم وینا تش سمبولیک حیثیت نه لري بلکي دا له اسلامه خړوبه کېدونکی تلپاتی شعار دئ؛ زموږ ایماني اخوت تر سکنۍ ورورولۍ کم نه دئ... د دې وینا ریښې زموږ په زړونو کي ښخي سوي دي.
د همدې دعوې پر اساس ویلی سم چي دا ځل بیا د اگست میاشتي نوې نخره وکړه؛ دې میاشتي ته د انقلابونو او تحولاتو میاشت هم ویل کېږي؛ سږ کال ئې د حسیـنې د اقتدار د لمر ډوبېدلو زېری ورسره راوړ؛ ان شاء الله چي د خلیج د قضیې د بریاء ز...
نور ولوله
حزب التحریر ولایة بنگال
څوک ویلی سي چي د بنگالي پوځ مشر نن پر څو بجـو بیعت کوي او کله د نصرت اعلان کوي؛ او تر څه وخته به خلافة علی منهاج النبوة احیاء کړي تر څو موږ هم آنلائن واسو؟!
که غم وي که خوښي، که انقلاب وي که عادي حالات، که مقدسه زمکه وي او که برټانیه؛ دوی د انقلاب په پای کي را څرگند کېږي او سپین او تور بیرغونه پورته کوي او د خلافت شعارونه پیل کړي؛ پر مقدسه زمکه هم دوی د خلافت نعرې وهې او نور نصرت ته رابولي او په ترکیه، سوریه او نوره اسلامي نړۍ کي هم؛ خپله بلا وهلي که یا ځان په چا خوږ کړي او یا د الله دښمنان خوږ کړي... خو ټوله ورځ لگیا دي د اسلامي نړۍ اتلان تحقیروي؛ دوی آن سید جمال الدین افغان رح هم بد گڼي. پام مو وي دا کښته بیرغ د اسلامي امارت نه دئ بلکي دا په اصطلاح د حزب التحریر لواء ده چي د بنگالي انقل...
نور ولوله
سعودي، مراکش، مصر، بحرین او متحدہ اماراتو د اسماعيل هنيه پر شهادت هیڅ خواشيني څرگنده نکړه
سعودي، مراکش، مصر، بحرین او متحدہ اماراتو د اتل پر ترور هیڅ خواشني څرگنده نکړه او نه ئې د ملعون قوم په اړه څه وویل. دوی به ولي څه وایي چي په دې جگړه کي د هغوی ملگری دي؟!
د ملگرتیا ستر ثبوت ئې دا دئ چي اردن نن د فضائي اېمرجنسي اعلان وکړ؛ وایي که د هر هېواد الوتکو یا میـ.زائلونو د دوی د هوائي حریم له اوصولو څخه سرغړونه وکړه هغه به په نښه کېږي؛ د دوی دا اخطار د ایران لخوا پر ملعون قوم د ممکنه حمـ.لې په صورت کي هغوی ته متوجه دئ. همداسي ئې غوښتنه وکړه چي ټولي تجارتي الوتکي دي په خپلو الوتکو کي د ۴۵-دقیقو اضافي سوخت مواد وساتي، ممکن د کومي پېښې په صورت کي ئې کښتـه کېدل وځنډول سي.
۷-اکتوبر غلبېل وو؛ خبیث او طیب ئې سره جلا کړل...
نور ولوله
محمود عباس د مقدسي زمکي د اتل په جنازه کي د گډون توفیق ترلاسه نکړ
دا د فلسطین ولسمشر محمود عباس دئ چي په ۲۰۱۶م کال کي ئې د خبیث قوم د تروریـ.سټ صدراعظم شمون پېرېز په جنازې کې گډون وکړ. همداسي ئې د چارلي هبډو په پېښه کي هم غمرازۍ ته ځان ور ورسوی. خو نن ئې د مقدسي زمکي د اتل په جنازه کي د گډون توفیق ترلاسه نـکړ.
د ده تر څنگ ناست د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامع شکري هم لیدل کېږي چي په همدې ورځ ئې له ده سره گډون کړی وو، خو دی هم د اتل جنازې ته ورتگ خو څه چي آن د هغه لپاره ئې تسلیت هم ونه وایه او نه ئې پر دې ستر جنایت ملعون قوم ملامت کړ. همداسي نور عرب دیکتاتوران...
د خبیث او طیب دجلا کولو لپاره د ۷-اکتوبر شهکاره تجربه د معاینې خوندور لابراتوار ثابت سو؛ پخوا به ځینو ته غصه ورغله چي پام د فلاني په اړه به څه نه وایې؛ نې پېژ...
نور ولوله
د کوفې تاریخ بیا تکرار شو
ابوالعبد خو د خپلو نازولو بچیانو او ملگرو سره یو ځای سو؛ بریالی سو؛ پر کړې وعده ئې وفا وکړه؛ تاریخ به ئې تل د مخلصو اتلانو په نوم یادوي...
خو نامرده کوفیان به څه کوي؟!
دوی (ایران) به یو ځل بیا د تېر په څېر امریکا، ملگري ملتونه او اروپایي اتحاديه خبروي؛ تر هغه وروسته به د خبیث قوم پر ضد یو زر دانې زاړه میزائلونه ور شاټوي چي نیم به ئې عربان په هوا کي خنساء کوي او نیم ئې آئرن ډوم دفاعي سیسټم. یو دوه به ئې د گوتو په شمېر درختي په نښه کړي.
بیا به ځیگر ټکوي چي دا وو د معذور "ولایت فقیه" انتقام.
د ترکيې د اپوزیسیون مشر پروفیسر احمد داؤد اوغلو وايي:
"د ایران ولسمشر ته د مبارکۍ لپاره راغلي مېلمه ساتنه نه کول د دوی ډېره ستره نا اهلي ده؛ په تهران کي سید علي خامن...
نور ولوله
اسماعیل؛اسلامي ادبیات د قربانۍ په دې مثالي نوم غني شویدي!
د اسماعیل علیه السلام قرباني چي چاړې ته ئې په ورین تندي غاړه کښېښوده؛ اسماعیل هنیه د همغه په اقتداء په دې لار کي د خپلي کورنۍ نږدې یو درځن خپلوان له لاسه ورکړل؛ دی زموږ د زمانې حسین وو؛ د اسلامي نړۍ کوفیانو یوازي پرېښودی؛ تر ده وړاندي په لبنان کي د صالح العاروري پېښه هم موږ ولیده چی د لبنان پر زېړ بیرغي تنظیم تاوان سوه؛ دا همغه څه دي چي د دې پېـر کوفیان ئې له حسینیانو سره کوي.
د دغسي اتلانو په اړه قرآن فرمایي:
مِّنَ الْمُؤْمِنِيْنَ رِجَالٌ صَدَقُوْا مَا عَاهَدُوا اللّـٰهَ عَلَيْهِ ۖ فَمِنْـهُـمْ مَّنْ قَضٰى نَحْبَهٝ وَمِنْـهُـمْ مَّنْ يَّنْتَظِرُ ۖ وَمَا بَدَّلُوْا تَبْدِيْلًا. الاحزاب: ۲۳
ژباړه: له مؤمنانو څخه ځيني داسي شخصيتونه سته چي له الله سره ئې کړې ژمنه رښتيا کړې ده: ...
نور ولوله
له پښتو سره جفاء؛ د دین، کلتور او سیاست د انحصار هڅي!
ځیني حضرات نورو ته د اختلاف مجال نه پرېږدي خو خپله ئې ژوند د نورو په ټکولو، نقد کولو او کله کله حتٰی په سپکولو کي تېر سي؛ څه موده وړاندي عبدالباري جهاني صاحب یو کتاب (وهابیان څوک دي؟) ولیکی؛ زحمت ئې وکړ؛ ډېري تندي نیوکي ورباندي وسوې ځکه د کتاب عنوان د دوی د ذوق مطابق نه وو؛ زه وایم داسي کتابونه په لوستلو ارزي؛ سم او نا سم او د ښه او بد تبصرې هغه وخت معنٰی لري چي یو څوک ئې ولولي او بیا ئې یا تائید کړي او یا ئې په دلائلو رد.
جهاني صاحب د خپل اثر مطالعې ته د جذباتي مبصرینو د رابللو په جریان کي یوه جمله ولیکله؛ بلکي داسي به ووایم چي دې تبصرې ته اړ کړل سو؛ افراطيانو ډول ډول وښکنځی او ډېر بې باکه مهرونه ئې ورباندي ووهل؛ د نوموړي تبصره داسي وه: "هغه وخت تېر سوی دی چي دیني کتابونه یوازي په ع...
نور ولوله
د ایلات بندر مکمل وتړل شو
الحمد لله
د ایلات بندر مکمل وتړل سو؛ د یمني اتلانو د پرلپسې بریدونو په پایله کي خبیث قوم دې ته اړ سو چي دا بند وتړي؛ د دې بندر تړل به لس زره خوگان بېـکاره او بېــروزگاره کړي.
تر دې نږدې یوه اوونۍ وړاندي خبیث قوم اعلان کړ وو چي د همدې بندر ۸۵% فیصده چاري په ټپه ودرېدلي دي؛ دا د یادوني وړ ده چي حوثیانو تر دې دمه د امریکا، برټانيې او ملعون قوم تر ۱۷۰-زیاتي ستري تجارتي بېـړۍ په نښه کړي او ډېري ئې ډوبي کړيدي. پر همدې لار روسي، چینایي او ... بېړۍ ښه په امنیت تېرېږې... دې کار غرب وارخطا کړیدئ او پر یمنیانو ئې د فشار په هدف پر حدیده پرون خونړی برید وکړ.
خو الحمد لله چي د دوی مېړانه همغسي پاته ده بلکي نن ئې ویاند وویل چي موږ له خبیث قوم سره مخامخ جگړي ته ...
نور ولوله
اسرائيلو زنداني اتل عبدالله البرغوثي پُښتۍ ماتي کړي او حالت ئې خراب دئ
د ملعون قوم تروریسټانو پر زنداني اتل عبدالله البرغوثي باندي وحشیانه تشدد کړیدئ. پُښتۍ ئې ماتي سويدي او حالت ئې خراب دئ. نوموړی په ۲۰۰۳م کال کي نیول سوی وو؛ ده ته د ۶۷ ځله بنـد اوږده سزا اورول سوېده.
نوموړی د حماس د څانگي یو ماهر او زړه ور قوماندان دئ؛ اسرائیلو قوم ئې له یحـٰیی سنـ.ـوار سره تشبېه کوي؛ د زمریانو لـخوا په مذاکراتو کي د ده د آزادولو غوښتنه سوېده خو ملعون قوم وایي دوی نوموړی نشي پرېښودلی.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چي نوموړی په West Bank یعني غربي سیمه کي مهم شخصیت دئ؛ د ده په آزادولو کي د محمود عباس اداره هم لاسوهنه کوي او نه غواړي دی را ایله سي او په غربي سیمه کي دوی ته یو بل سنــ.ـوار ترې جوړ شي....
نور ولوله
د اماراتو عبراني دولت په حدیده کي د اسرائيلي قوم د برید لگښتونه او بودیجه تمویل کړېده
د ملعون قوم چېـنل-۱۲ اعلان وکړ:
"د اماراتو عبراني دولت په حدیده کي د اسرائیل قوم د برید لگښتونه او بودیجه تمویل کړېده."
دا یقیناً امکان لري تور وي؛ خو که د اماراتو عبراني چارواکي دا هر څه تور او تهمت بولي بیا ولي له هغوی سره د اړيکو عادي کولو، د هغوی رسمیت پېژندني او مېلمه پالني ته دومره لېوال دي؟! هغه هم په داسي حالاتو کي چي حتی غربي ولسونه هم د ظالم او مظلوم له فطري تعریف سره بیا ځل اشنا سول...
چي کله صدام پر خبیث قوم یو څو راکټونه وتوغول همغه وخت د اخوان مشر په خپله اعلامیه کي وویل چي داسي بریدونه په نړۍ کي د خلکو په زړونو کي د خبیث قوم لپاره خواخوږي پیدا کوي؛ دا کار باید د همدې مقدسي زمک...
نور ولوله
