No-IMG

په هر هغه بدلون خوشاله کېږو چي هغه د دیکتاتور د زوال باعث سوی وي

موږ مسلمانان یو؛ یوازي خپل ټپونه څټل د مسلمان سلیقه نه ده؛ له شرقه بیا تر غربه د هر مسلمان په خوښۍ خوشاله کېږو او غم ئې د ځان غم گڼو؛ زه د ځان په گډون ډېر داسي وروڼه او خوېندي پېژنم چي له ۷-اکتوبر وروسته ذهناً نا آرام دي، په هغوی داسي ځورېږي لکه خپل پر کورنۍ چي ئې دا ظلم روان وي... موږ ته د المسلم اخ المسلم وینا تش سمبولیک حیثیت نه لري بلکي دا له اسلامه خړوبه کېدونکی تلپاتی شعار دئ؛ زموږ ایماني اخوت تر سکنۍ ورورولۍ کم نه دئ... د دې وینا ریښې زموږ په زړونو کي ښخي سوي دي.

د همدې دعوې پر اساس ویلی سم چي دا ځل بیا د اگست میاشتي نوې نخره وکړه؛ دې میاشتي ته د انقلابونو او تحولاتو میاشت هم ویل کېږي؛ سږ کال ئې د حسیـنې د اقتدار د لمر ډوبېدلو زېری ورسره راوړ؛ ان شاء الله چي د خلیج د قضیې د بریاء زېری به هم ورسره راوړي... هر کال دا میاشت پر نړئواله سطحه د سترو بدلونونو شاهدي وایي؛ که دا میاشت د انقلابونو په پسرلي وبولو نو مبالغه به مو نه وي کړې!

موږ په بنگالي وروڼو خوشاله یو؛ بلکي په هر هغه بدلون خوشاله کېږو چي هغه د دیکتاتور د زوال باعث سوی وي؛ او هغه چي يا د احساسِ کمترۍ ښکار دي او یا هم د قامپرستۍ بې سُره سورنا راته وهي؛ دوی که ډېر خفه دي نو یا دي د حسینې تصویرونو پر خپلو پروفائلونو ولگوي او یا دي خپلو پروفائلونو ته تور رنگ ورکړي؛ ځکه نن  بیا د دوی د غم ورځ ده...

دوی یو خوا له دیکتاتورانو اوښکي بهوي او بلـخوا بیا پر همدغسي سفاکو دیکتاتورانو اوښکي بهوي... د دیکتاتورانو انجام ډېر بد وي؛ موږ د عربو د پسـرلي پر وخت ولیدل چي قذافي ئې څومره په بې رحمۍ کشوی، حسني مبارک به څومره ذلیل په محکمه کي ناست وو، د علي عبدالله صالح نیمه کوپړۍ له ماغزو تشه سوې وه او همداسي د نورو تښتېدلیو دیکتاتورانو شرموونکی فرار... یو څوک چي په لسیزو خپل ولس د ځان نکړي آیا هغوی منصف بللی سو؟!

چا چي د ولس ارادې ته احترام نه ساتی؛ پر هغوی اوښکي بهول ناپوهي ده! د مؤنثي فرعوني حسینې چلند ئې د پلار مخ ور تور کړ... همدا د دوی کردار وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک